ندیم:که خلک یوازې په نوم فارغ شي لکه ماشیني چرګان به له حسابه تېر وي او خدمت به نه شي کولی

د طالبانو د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د ملا هبت الله له قوله وایي، چې علم باید د کیفیت پر معیار برابر شي. ندا محمد ندیم د ننګرهار پوهنتون زده کړیالانو ته په وینا کې دغه راز زیاته کړه، چې که خلک یوازې په نوم فارغ شي لکه ماشیني چرګان به له حسابه تېر وي او خدمت به هم نه شي کولی.





