• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پاکستان ولسمشر او لومړي وزیر ویلي، چې په دغه هېواد کې ترهګري له منځه وړي

۲۶ غویی ۱۴۰۳ - ۱۵ می ۲۰۲۴، ۱۵:۳۴ GMT+۱تازه شوی: ۲۶ غویی ۱۴۰۳ - ۱۵ می ۲۰۲۴، ۱۶:۵۳ GMT+۱

د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري او لومړي وزیر شهباز شریف د بلوچستان په ژوب کې د پاکستان د امنیتي ځواکونو عملیاتو ته په اشاره ویلي، چې د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه د دوی لومړیتوب دی.

دواړو په ژوب کې له وسلوالو سره په نښته کې د یوه وژل شوي پاکستاني ستاینه هم وکړه او هغه یې اتل وباله.

د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري او لومړی وزیر شبهاز شریف دا څرګندونې په داسې مهال کوي، چې په دې وروستیو کې په پاکستان کې امنيتي پېښې له بل هر وخت زیاتې شوې دي.

له دې وړاندې د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر ويلي وو، چې د ترهګرۍ پر وړاندې یې مبارزه جدي ده او د پاکستان پوځ ژمن دی، چې ترهګر له منځه یوسي.

همدا راز د غويي په ۱۸مه نېټه د پاکستان د پوځ ویاند جنرال احمد شریف چوهدري ویلي وو، چې په دې وروستیو کې ټول ترهګر په افغانستان کې دي او د طالبانو حکومت ورسره کړې ژمنې نه دي پوره کړې.

نوموړي په راولپنډۍ کې د خبري غونډې پر مهال وویل، چې په سیمه کې پاکستان د ترهګرۍ پر وړاندې مهم کردار ادا کوي.

هغه زیاته کړې وه، چې ټي ټي پي د افغان خاورې په کارولو سره د دوی پر ضد فعاليت کوي او پاکستان په هره کچه له طالبانو سره مرسته کړې؛ خو د افغانستان موقت حکومت (طالبان) لا هم پر ژمنو عمل نه دی کړی او شواهد ښيي، چې ټي ټي پي د افغانستان خاوره د دوی پر ضد کاروي.

خو طالبان د پاکستان د پوځ او لوړ پوړو سیاسي چارواکو د دغې ادعا په اړه بار - بار ویلي، چې د پاکستان امنیتي ادارې په خپلو چارو کې ناکامې شوي او غواړي د خپلې ناکامۍ پړه پر دوی واچوي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

•
•
•

نور کیسې

د پنجاب مشرې وزیرې د پاکستان هاکي ملي ټیم ته ۳۰ میلیونه کلدارې انعام ور کړ

۲۶ غویی ۱۴۰۳ - ۱۵ می ۲۰۲۴، ۱۵:۲۶ GMT+۱

د پاکستان د پنجاب سروزیرې مریم نواز په اذلان شاه هاکي جام کې د پاکستان ملي ټیم د ځلېدو په بدل کې دې لوبډلې ته دېرش میلیونه کلدارې انعام ور کړ. پاکستانۍ لوبډلې د دې سیالیو نیمه پایلوبې ګټلو سره دویم مقام خپل کړ.

جیو نیوز د چهارشنبې په ورځ راپور ورکړ چې مریم نواز په لاهور کې د دې ټیم له لوبغاړو سره لیدلي.

په دې لیدنه کې مريم نواز وويل هاکي يواځې يوه لوبه نه ده، د قام وياړ دى، اوسنۍ لوبډلې د پخوانۍ لوبډلې یاد تازه کړ، د هاکي د پرمختګ لپاره به نه یوازې مرسته بلکې مالکیت به هم ور کوو.

د سلطان اذلان شاه هاکي کپ په ۳۰م پړاو سياليو کې د کوربه ماليزيا په ګډون پاکستان، کوريا، جاپان، نيوزيلنډ او کاناډا لوبډلې ولوبیدې.

په دې لوبو کې جاپان او پاکستان پایلوبې ته ووتل، خو جاپان مقابلې لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره د لومړي ځل لپاره د اذلان شاه هاکي جام وګاټه.


د ۱۹۰ میلیونو پاونډو د درغلۍ قضیه: د اسلام اباد سترې محکمې د عمران خان ضمانت منظور کړ

۲۶ غویی ۱۴۰۳ - ۱۵ می ۲۰۲۴، ۱۵:۰۱ GMT+۱

د اسلام اباد سترې محکمې نن د پاکستان تحریک انصاف ګوند د مشر او پخواني لومړي وزیر د ۱۹۰ میلیونه پاونډو د درغلۍ د قضیې په تړاو د نوموړي ضمانت منظور کړ. د تحریک انصاف ځینې غړو پر دغه فیصله خوښي ښودلې او ویلې یې دي، چې خان ته جوړې شوې قضیې سیاسي رنګ لري او یوازې د تورونو تر کچې دي.

پاکستاني رسنیو د اسلام اباد د سترې محکمې د مشر قاضي عامر فاروق په حواله ویلي، چې عمران خان به د لس لکو کلدارو بانډ یا چېک قضايي ارګانونو ته سپاري او له مخې به یوازې په همدې قضیه کې د نوموړي ضمانت منظوریږي.

د عمران خان د حکومت له ړنګېدا وروسته پر نوموړي تور و، چې له دولتي ډالیو څخه یې په شخصي ډول استفاده کړې، دولتي رازونه یې بیان کړي او د عدت پر مهال یې له بشرا بي بي سره واده کړی دی.

د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان د مېرمنې بشرا بي بي د پخواني مېړه وکیل بیا تېره ورځ ویلي،چې خاور مانیکا غوښتل په عدت کې مېرمن بشرا ته رجوع وکړي.

خاور مانیکا پر عمران خان او خپله پخوانۍ مېرمن تور لګولی، چې د ده او بشرا د طلاق عدت یا ټاکلې نېټه پوره نه وه، چې عمران خان ورسره واده وکړ.

خو د عمران خان اوسنۍ مېرمنې بیا ویلي، چې پخواني مېړه یې خاور مانیکا په ۲۰۱۷ کال کې طلاق ور کړی و او له عمران خان سره یې په ۲۰۱۸ کې واده وکړ.

د پکتیا ځاځي اریوب کې ډیورنډ کرښې ته نږدې د طالبانو او پاکستاني پوځ ترمنځ بیا جګړه شوې

۲۶ غویی ۱۴۰۳ - ۱۵ می ۲۰۲۴، ۱۰:۲۴ GMT+۱

د پکتیا په ځاځي اریوب ولسوالۍ کې له ډیورنډ کرښې سره نږدې په سپینه شګه کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ له نیم ساعت راهیسې جګړه روانه ده. سرچینې وايي، پاکستاني ځواکونو غوښتل په دغه سیمه کې پوسته جوړه کړي، خو د طالبانو سرحدي ځواکونه یې خنډ شول او له امله یې جګړه ونښته.

افغانستان انټرنشنل ته رسېدلو ویډیوو کې د ډزو غږونه اورېدل کېږي. لا هم په دغه جګړه کې د مقابلو اړخونو یا د ولسي مرګ ژوبلې رپوټ نه دی ور کړل شوی.

د طالبانو او د پاکستان حکومت هم لا په دې تړاو څه نه دي ویلي.

دوه ورځې مخکې هم په دغه سیمه کې د پاکستاني ځواکونو او طالبانو ترمنځ نږدې یو ساعت جګړه روانه وه.

که څه هم طالبانو او پاکستاني ځواکونو رسمي څه ونه ویل، خو ځايي خلکو ویل چې جګړه پاکستاني ځواکونو پیل کړې وه.

څو میاشتې مخکې د پاکستاني پوځ له خوا په تورخم دروازه او تر هغه مخکې کونړ ته څېرمه سرحدي سیمه کې د پوستې جوړولو له امله هم د پاکستاني پوځ او طالبانو نښتې شوې وې.

پخواني امریکايي چارواکي: واشنګټن باید په افغانستان کې د ترهګرو ګواښونه له پامه ونه غورځوي

۲۵ غویی ۱۴۰۳ - ۱۴ می ۲۰۲۴، ۲۲:۰۶ GMT+۱

یو شمېر پخوانیو امریکايي چارواکو په یوې نوې څېړنه کې ویلي، چې امریکا باید د افغانستان د جګړې ترخې خاطرې یوې خواته کړي او په افغانستان او پاکستان کې د ترهګرو ډلو پر ضد اقدامات زیات کړي. دوی دا هم ویلي، چې د دې طرحې موخه په افغانستان کې د امریکا راتګ او مداخله نه ده.

د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې، دغو پخوانیو جګپوړو چارواکو په دې څېړنه کې چې د سې شنبې په ورځ د امریکا د سولې د مطالعاتو د انسټیټیوټ له خوا خپره شوې، په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د بیا را ژوندي کېدو په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې په افغانستان کې افراطي خوځښتونو د تنظیم او د ځواکونو د تازه کولوفرصت پیدا کړی.

دوی ویلي چې امریکا له افغانستان څخه تر وتلو وروسته له چین سره سیالۍ او په اوکراین کې جګړې ته زیاته پاملرنه کړې ده. په ورته وخت کې ترهګرو ډلې د افغانستان له خاورې په استفادې د امریکا او د هغې د متحدینو د ګټو د ګواښلو لپاره اړین ځواک ترلاسه کړی دی.

دوی د داعش خراسان څانګې او تحریک طالبان پاکستان ته په اشارې سره وویل، چې د افغانستان له خاورې په استفادې سره سیمه ییز ګواښ ګرځېدلی دی.

دغو پخوانیو سیاستوالو د امریکا له متحدو ایالتونو غوښتي چې په افغانستان کې د ترهګرۍ ګواښونه په ګوته او له منځه یوسي.

دوی له متحده ایالاتو غوښتي چې د "ځواک نمایش" لکه د بې پیلوټه الوتکو الوتنې دې په پام کې ونیسي ترڅو په طالب مشرانو فشار راوړي چې له القاعدې سره اړیکې پرې کړي.

تر دې وړاندې هم د افغانستان په اسمان د امریکايي بې پیلوټه الوتکو د الوتنو راپورونه موجود و. طالبانو د افغانستان په اسمان د بې پیلوټه الوتکو ګزمې تایید کړې او ویلي یې دي چې امریکا د دغه هېواد له هوايي حریم څخه سرغړونه کوي.

له پاکستان سره له همکارۍ پرته بله چاره نشته؟

دغو چارواکو کې چې د امریکا دوه پخواني سفیران هم شامل دي، له اسلام اباد سره د واشنګټن د همکارۍ غوښتنه وکړه.

دوی وویل: "د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې دغه هېواده د ځواکونو له اېستلو وروسته په افغانستان کې د نفوذ او استخباراتي کړیو د کمښت په پام کې نیولو سره، واشنګټن باید د افغانستان د جګړې له شل کلنې صدمې باید ووځي او له ترهګرۍ سره په مبارزه کې دې له پاکستان سره همکاري وکړي."

دوی امریکا هڅولې چې د پاکستان له هوايي حریم څخه د ترهګرو د تعقیب لپاره کار واخلي.

خو د بایډن حکومت له اسلام اباد سره خبرو ته ډېره لېوالتیا نه لري. پاکستان کې ګډوډ حالاتو هم د واشنګټن «نه لېوالتیا» زیاته کړې ده.

د امریکا او پاکستان اړیکې په تېرو دوو لسیزو کې له کړاوونو ډکې وې. امریکا پر پاکستان تور پورې کړی چې له ترهګرۍ سره په مبارزه کې «دوه ګونې لوبه» کوي.

د دې څېړنیزې ډلې مشر لورل د فرانسې خبري اژانس ته وویل: «د امریکا د حکومت په لوړه سطحه ډېر خلک اوس د افغانستان د جګړې د شل کلنې تجربې پر بنسټ له پاکستان څخه سخت نفرت لري.»

هغه، چې د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي په توګه کار کړی، د فرانسې خبري اژانس ته وویل، « پاکستان له متحده ایالاتو سره صادقانه چلند نه دی کړی.»

هغه وویل، «مګر ځینې نه بدلیدونکي حقایق شتون لري، داچې پاکستان د افغانستان ګاونډی دی، چې دا مهال د ترهګرو ډلو پټنځای دی. نو زه فکر کوم چې له پاکستان سره د داسې اړیکو لرلو پرته بله چاره نشته چې متحده ایالات وکولای شي په سیمه کې خپلې ګټې خوندي کړي.

نوموړي ویلي، چې د پاکستان په اړه د امریکا تګلاره هم د هند تر اغېز لاندې ده، چې له پاکستان سره تاریخي دښمني لري.

‎په دې څېړنه کې چې د امریکا د سولې انسټیټیوټ په همکارۍ ترسره شوې، د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو د پخواني ځانګړي استازي لورل میلر سربېره، د پوځ متقاعد جنرال مایکل په پاکستان او افغانستان کې د امریکا پخوانیو سفیرانو انه پټرسون او مایکل مک کینلي ګډون درلود.

د پاکستان تر واک لاندې کمشیر کې لاریونوال وايي، غوښتنې یې ومنل شوې

۲۵ غویی ۱۴۰۳ - ۱۴ می ۲۰۲۴، ۲۰:۳۰ GMT+۱

د پاکستان تر واک لاندې کشمیر کې د مدني حقونو د ډلو ټلواله وايي؛ اسلام اباد یې غوښتنې منلې دي، ځکه نورې مظاهرې نه کوي.

تېرو ورځو کې د دې مظاهرو او تاوتریخوالي له امله د یوه پولیس په ګډون څلور کسان ووژل او تر سلو ډېر ټپیان شول.

د رویټرز د راپور له مخې؛ د ټلوالې مشر شوکت نواز میر صوبايي مرکز مظفر اباد کې د پرېکړې اعلانولو سره وویل:«حکومت زموږ ټولې غوښتنې منلې دي. »

نوموړي پر لاریونوالو غږ وکړ، چې کورونو او کاروبار ته ستانه شي.

نوموړي له حکومت وغوښتل چې د درېیو وژل شویو لاریونوالو او یوه پولیس د کورنۍ مالي ملاتړ ومني.

دا مظاهرې له هغه وروسته بندېږي چې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د اوړو او برېښنا بېل د سبسایډي په ګډون د لاریونوالو د ډېری غوښتنو د ځوابولو لپاره د ۸۶ میلیونه ډالرو منظوري وکړه.

شهباز شریف دا هم ویلي، چې په نږدې ورځو کې به کشمیر ته لاړ شي او هلته به له نږدې حالات وګوري.

نوموړي په کابینه کې نن دا هم وویل، چې د ایتلافي حکومت د ټولو شریکانو په مشوره یې کشمیر ته پیسې ځانګړې کړې دي.