طالبان وايي، هغه ځوان یې کونړ کې له شخصي زندانه خوشې کړی چې له څه مودې راهیسې په کې بندي و

د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت په کونړ کې تر شپږو میاشتو بند وروسته له شخصي زندانه د یوه ځوان د خلاصون خبر ورکړی دی.

د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت په کونړ کې تر شپږو میاشتو بند وروسته له شخصي زندانه د یوه ځوان د خلاصون خبر ورکړی دی.
دغه وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د کونړ ولايت د خاص کونړ ولسوالۍ د امر بالمعروف او نهي عن المنكر محتسبينو په منګول کلي کې یو ځوان له شپږ میاشتني شخصي بنده خلاص کړی دی.د دغه وزارت په وینا، دغه ځوان چې احسان الله نومېږي د خپل تره له لوري په شخصي زندان کې شپږ مياشتې ساتل شوی و.خبرپاڼه زیاتوي، احسان الله شپږ میاشتې د خپل تره له لوري د ميراث غوښتلو له کبله بندي او سخت ربړول شوی هم دی.څه موده وړاندې هم د غزني ولایت د اندړو ولسوالۍ د محتسبينو له لوري یوه مېرمن چې د تره زامنو له لوري په شخصي زندان کې ۱۲ کاله ساتل شوې وه، پيدا او ازاده شوې وه.د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، دغې ډلې په بېلابېلو ولایتونو کې د ځینو کورنیو لهخوا له شخصي زندانونو د خلکو د خلاصون خبر ورکړی دی.


د روغتیا نړېوال سازمان وايي، په افغانستان کې د وروستیو سېلابونو له امله ښځې او ماشومان تر ټولو زیات زیانمن شوي چې دا مهال هره مرستندویه ډله ښځینه روغتیایي کارمندانو یا ښځینه رواني ټولنیزو سلاکارانو ته اړتیا لري.
دغه سازمان وايي، یوازې په بغلان کې زرګونه کسان روغتیايي خدمتونو ته اړتیا لري.
د روغتیا نړېوال سازمان په یوه راپور کې چې د سې شنبې په ورځ خپور شو، په بغلان ولایت کې چې سېلابونو تر ټولو ډېر ځپلی، وضعیت لا هم کړکېچن بلل شوی دی.
د دغه راپور له مخې، تر ۲۴۰۰ ډېر کسان د سېلابونو له امله اغېزمن شوي او زرګونه نور هم بې ځایه شوي او خوراکي توکو، سرپناه او بیړنیو روغتیايي خدمتونو ته اړتیا لري.
د ناروغیو خپرېدل:
د روغتیا نړېوال سازمان ویلي، چې د دغه سازمان مرستندویه ډلو په تېرو ورځو کې د ساري ناروغیو ۱۰۶ پېښې د سینه بغل د سختې تنفسي ناروغۍ او ۱۱۵ پېښې په سېلاب ځپلو سیمو کې د ډیهایډریشن له امله د سخت اسهال او د بدن اوبو کموالي له امله ثبت شوې دي.
دغه سازمان سیمې ته د وبا یا کولرا ضد درملو کڅوړو په ګډون روغتیايي مرستې استولې دي.
د روغتیا نړېوال سازمان د معلوماتو له مخې، اوسمهال د دغه سازمان اته ملاتړي او څارنې ډلې د بغلان په سیلاب ځپلو ولسوالیو کې ځای پر ځای شوې دي.
د دغه سازمان په راپور کې راغلي، چې د بغلان په بورکه او نهرین ولسوالیو کې یې مرستندویه ډلې د لویې لارې د خرابېدو له امله اړمنو خلکو ته د رسېدو په برخه کې له جدي ستونزو سره مخ دي. یاد سازمان ویلي، چې د مرستو رسولو لپاره چورلکې ته اړتیا ده.
د دغه راپور له مخې، د روغتیا نړیوال سازمان او همکارو موسسو تر اوسه پورې په بغلان او تخار ولایتونو کې له ۲۴۰۰ زیانمنو شویو کسانو سره مرسته کړې ده. دغه مرستې ۸۴۰ ښځو، ۵۵۱ نارینه، ۵۹۹ نجونو او ۴۱۰ هلکانو ته ورکړل شوې دي.
راپور زیاتوي، چې ۱۶۷۱ کسانو د لومړنیو روغتیايي خدمتونو مشورې، ۴۹۷ کسانو د روغتیا ترویج، ۹۹ کسانو د میندو، نویو زېږېدلو او ماشومانو روغتیايي خدمتونه او ۱۳۳ کسانو د رواني روغتیا خدمتونه ترلاسه کړي دي

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي تایید کړه، چې په اسلو کې یې د افغانستان د مدني ټولنې له یو شمېر استازو سره لیدلي دي. ریچارډ بېنېټ د دغې دوه ورځینۍ ناستې په اړه ډېر توضیحات نه دي ورکړي.
ښاغلي بېنېټ وویل، په دغې ناسته کې د افغانو مېرمنو استازیو ګډون یو ځلې بیا هغه ته هیلهمندي وروبخښله.
د بشري حقونو څېړنیزې ټولنې هم پر اېکس پاڼه لیکلي، چې په دغې ناسته کې ښاغلي بېنېټ او په ناروې کې مېشتو افغان فعالانو د مېرمنو د حقونو او د بشري حقونو له سرغړونکو سره د حساب کتاب په اړه خبرې اترې وکړې.
د دغه یادښت پر بنسټ، په دغې ناسته کې پر ماشومانو او راتلونکي نسل د جګړې د اغېزو او له ګواښ سره د مخامخو افغانانو سره د مرستو په څرنګوالي هم خبرې اترې شوې دي.
دغې ټولنې له طالبانو سره د اړیکو د عادي کولو په برخه کې هم یو لړ سپارښتنې لرلې.
په ناروې کې د بشري حقونو څېړنیزه ټولنه وایي، د دوحې ناسته او د ریچارډ بېنېټ راتلونکی راپور هم د دغې ناستې مهمې موضوعګانې وې.
د سهشنبې په ورځ د غويي په ۲۵مه ځینو سرچېنو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د افغانستان د مدني ټولنې استازي او د طالبانو غړي په ناروې کې سره جرګه شوي دي.
دغو سرچېنو ویلي وو، چې دغه ناسته د ناروې د بهرنیو چارو وزارت لهخوا بلل شوې او زیاته کړې یې وه چې دواړه خواوې په افغانستان کې د بشري حقونو پر وضعیت او د دغه هېواد د راتلونکي په اړه سره خبرې اترې کوي.
دا رنګه داسې راپورونه هم و، چې استازي به د سیاسي خبرو اترو او اقتصادي پیاوړتیا په برخو هم سره وغږېږي.
د دغه خبر له خپرېدو سره هممهاله یو شمېر مدني فعالانو او هغو افغانانو چې له طالبانو سره د اړیکو د عادي کولو مخالف دي نیوکې وکړې.
د افغان مېرمنو د حقونو یو شمېر فعالانو هم په ناروې کې د بهرنیو چارو وزارت مخې ته اعتراضي غونډه جوړه کړې وه.

ډان ورځپاڼې پرون سه شنبه د (غويي ۲۵مه) د پاکستان د سوداګرۍ خونې د مشر عاطف اکرم شیخ له قوله لیکلي، چې دمګړۍ پر سوداګریزو توکو بار زرګونه لارۍ د سپین بولدک - چمن تر منځ پر لاره اېسارې دي او له امله یې سوداګرو ته درانه مالي زیانونه اوښتي دي.
عاطف اکرم وايي، دا مهال پر خوراکي توکو او دارو درملو بار لارۍ په دغې دروازه کې اېسارې دي چې پاکستاني سوداګرو ته یې مېلیونونه ډالر زیان اړولی دی.
نوموړي دا رنګه ویلي، چې په تېرو پنځو کالو کې د دغې لارې د بندېدو له امله د پاکستان د حکومت ځواکمنتیا زیانمنه شوې او پر کرښه یې «ډاډمن وضعیت او د قانون واکمني» له منځه وړې ده.
ښاغلي شیخ ویلي: «د سپین بولدک- چمن لاره د پاکستان او افغانستان تر منځ د سوداګرۍ ارزښتناکه لاره ده، چې په بندېدو سره یې د دواړو هېوادونو سوداګري له منځه ځي او زیان یې هم د دواړو هېوادونو سوداګرو او ولسي خلکو ته رسېږي.»
د سپینبولدک-چمن سوداګریزه لاره له څو میاشتو راهیسې د چمن د پرلتوالو لهخوا له دې امله تړل شوې، چې پاکستان د دغې سیمې خلکو ته ویلي چې له پاسپورټ او ویزې پرته پر دغې لارې تګ راتګ نه شي کولای.
د چمن اوسېدونکو د پاکستاني چارواکو د دغې نوې تګلارې په غبرګون کې پرلت وهلی او غوښتنه یې دا ده، چې د پخوا په څېر دې دواړو غاړو ته په تذکرو او شناختي کارټونه تګ راتګ ته اجازه ورکړل شي.
که څه هم چې پر دغې دروازې یو شمېر افغان ناروغانو کولای شوای، چې د ناروغۍ د اسنادو په ښودلو سره پرته له پاسپورټ او ویزې تګ راتګ وکړي؛ خو اوس راپورونه وايي، چې دغه دروازه د ناروغانو لپاره هم طالبانو تړلې ده.
طالبان وايي، چې پر دغې دروازې پاکستاني پوله ساتو له افغان ناروغانو سره ناوړه چلند کاوه؛ نو ځکه دوی دغه دروازه وتړله.

یو شمېر پخوانیو امریکايي چارواکو په یوې نوې څېړنه کې ویلي، چې امریکا باید د افغانستان د جګړې ترخې خاطرې یوې خواته کړي او په افغانستان او پاکستان کې د ترهګرو ډلو پر ضد اقدامات زیات کړي. دوی دا هم ویلي، چې د دې طرحې موخه په افغانستان کې د امریکا راتګ او مداخله نه ده.
د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې، دغو پخوانیو جګپوړو چارواکو په دې څېړنه کې چې د سې شنبې په ورځ د امریکا د سولې د مطالعاتو د انسټیټیوټ له خوا خپره شوې، په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د بیا را ژوندي کېدو په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې په افغانستان کې افراطي خوځښتونو د تنظیم او د ځواکونو د تازه کولوفرصت پیدا کړی.
دوی ویلي چې امریکا له افغانستان څخه تر وتلو وروسته له چین سره سیالۍ او په اوکراین کې جګړې ته زیاته پاملرنه کړې ده. په ورته وخت کې ترهګرو ډلې د افغانستان له خاورې په استفادې د امریکا او د هغې د متحدینو د ګټو د ګواښلو لپاره اړین ځواک ترلاسه کړی دی.
دوی د داعش خراسان څانګې او تحریک طالبان پاکستان ته په اشارې سره وویل، چې د افغانستان له خاورې په استفادې سره سیمه ییز ګواښ ګرځېدلی دی.
دغو پخوانیو سیاستوالو د امریکا له متحدو ایالتونو غوښتي چې په افغانستان کې د ترهګرۍ ګواښونه په ګوته او له منځه یوسي.
دوی له متحده ایالاتو غوښتي چې د "ځواک نمایش" لکه د بې پیلوټه الوتکو الوتنې دې په پام کې ونیسي ترڅو په طالب مشرانو فشار راوړي چې له القاعدې سره اړیکې پرې کړي.
تر دې وړاندې هم د افغانستان په اسمان د امریکايي بې پیلوټه الوتکو د الوتنو راپورونه موجود و. طالبانو د افغانستان په اسمان د بې پیلوټه الوتکو ګزمې تایید کړې او ویلي یې دي چې امریکا د دغه هېواد له هوايي حریم څخه سرغړونه کوي.
له پاکستان سره له همکارۍ پرته بله چاره نشته؟
دغو چارواکو کې چې د امریکا دوه پخواني سفیران هم شامل دي، له اسلام اباد سره د واشنګټن د همکارۍ غوښتنه وکړه.
دوی وویل: "د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې دغه هېواده د ځواکونو له اېستلو وروسته په افغانستان کې د نفوذ او استخباراتي کړیو د کمښت په پام کې نیولو سره، واشنګټن باید د افغانستان د جګړې له شل کلنې صدمې باید ووځي او له ترهګرۍ سره په مبارزه کې دې له پاکستان سره همکاري وکړي."
دوی امریکا هڅولې چې د پاکستان له هوايي حریم څخه د ترهګرو د تعقیب لپاره کار واخلي.
خو د بایډن حکومت له اسلام اباد سره خبرو ته ډېره لېوالتیا نه لري. پاکستان کې ګډوډ حالاتو هم د واشنګټن «نه لېوالتیا» زیاته کړې ده.
د امریکا او پاکستان اړیکې په تېرو دوو لسیزو کې له کړاوونو ډکې وې. امریکا پر پاکستان تور پورې کړی چې له ترهګرۍ سره په مبارزه کې «دوه ګونې لوبه» کوي.
د دې څېړنیزې ډلې مشر لورل د فرانسې خبري اژانس ته وویل: «د امریکا د حکومت په لوړه سطحه ډېر خلک اوس د افغانستان د جګړې د شل کلنې تجربې پر بنسټ له پاکستان څخه سخت نفرت لري.»
هغه، چې د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي په توګه کار کړی، د فرانسې خبري اژانس ته وویل، « پاکستان له متحده ایالاتو سره صادقانه چلند نه دی کړی.»
هغه وویل، «مګر ځینې نه بدلیدونکي حقایق شتون لري، داچې پاکستان د افغانستان ګاونډی دی، چې دا مهال د ترهګرو ډلو پټنځای دی. نو زه فکر کوم چې له پاکستان سره د داسې اړیکو لرلو پرته بله چاره نشته چې متحده ایالات وکولای شي په سیمه کې خپلې ګټې خوندي کړي.
نوموړي ویلي، چې د پاکستان په اړه د امریکا تګلاره هم د هند تر اغېز لاندې ده، چې له پاکستان سره تاریخي دښمني لري.
په دې څېړنه کې چې د امریکا د سولې انسټیټیوټ په همکارۍ ترسره شوې، د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو د پخواني ځانګړي استازي لورل میلر سربېره، د پوځ متقاعد جنرال مایکل په پاکستان او افغانستان کې د امریکا پخوانیو سفیرانو انه پټرسون او مایکل مک کینلي ګډون درلود.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي، چې هېواد یې د افغانستان په شمال کې د راوتلو سیلابونو له قربانیانو سره مرستې ته چمتو دی.
ماریا زاخارووا په یوې بیانیه کې لیکلي، که طالبان وغواړي روسیه چمتو ده چې افغانستان ته خپلې مرستې ولېږي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ (د غویي ۲۴مه) په بغلان او د افغانستان په شمالي ولایتونو کې د سختو بارانونو له امله د ویجاړو شویو سیلابونو د قربانیانو له کورنیو سره خپله خواخوږي شریکه کړه.
ماریا زاخارووا وویل: «زه د دې طبیعي ناورین په تړاو د افغانستان خلکو ته خپله ژوره خواخوږي وړاندې کوم. موږ د قربانیانو له خپلوانو او دوستانو سره خپله خواخوږي څرګندوو.»
تر دې وړاندې ایران، ترکیې، قطر او یو شمېر مرستندویه بنسټونو د افغانستان له سیلاب ځپلو سره مرستې ته چمتووالی ښودلی دی.
د راپورونو له مخې، سیلابونو او سختو بارانونو د افغانستان په شمال کې یو شمېر کلي ویجاړ کړي او تر اوسه یې تر ۳۱۵ډېر کسان مړه کړي دي.
تر دې مخکې د ماشومانو د ژغورنې سازمان ویلي و، چې په بغلان کې په وروستیو ورځو کې سیلابونو د ۸۰زره کسانو ژوند اغېزمن کړی او ۱۲زره کورونه یې ویجاړ کړی دی.