طالبان: په تېر یوه کال کې د هېواد د صادراتو او وارداتو ارزښت ۱۰.۳ مېلیارد ډالرو ته رسېدلی

د طالبانو تر کنټرول لاندې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د تېر ۱۴۰۲ کال د صادراتو او وارداتو د شمېرو له مخې ویلي چې، د صادراتو ارزښت یو مېلیارد او ۷۷۷ مېلیونه او ۹۰۰ زره او د وارداتو ارزښت ۸ مېلیارده او ۵۷۶ مېلیونه او ۳۰۰ زره ډالرو ته رسېږي.






