• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ډیلي ټېلګراف: یوشمېر طالب چارواکي د کوکنارو پر کر له بندیز څخه مالي ګټه پورته کوي

۲۶ غویی ۱۴۰۳ - ۱۵ می ۲۰۲۴، ۰۶:۰۳ GMT+۱

ډیلي ټېلګراف ورځپاڼې له افغانستانه په یوه راپور کې لیکلي، چې د کوکنارو او نورو نشه‌یي توکو د بیې له لوړېدو سره افغان کروندګر د کوکنارو د پټو کښتونو په لټه کې دي.

د ټېلګراف په وینا، د طالبانو تر واکمنۍ وروسته د یو کیلو تریاکو بیه له ۳۰ پونډو څخه تر ۸۰۰ او ۱۰۰۰ پونډو پورې لوړه شوه چې د طالبانو ځینې لوړ پوړي چارواکي ترې ګټه پورته کوي.
ټېلګراف د دوشنبې په ورځ د غويي په ۲۴مه په یوه راپور کې له ایران سره په پوله او پرتو سیمو کې د افغان کروندګرو له‌خوا د غولک یا منجنیق په وسیله ایران ته د نشه‌یي توکو د انتقال او پټنځایونو ته کتنه کړې ده.

100%


ټېلګراف لیکي، چې افغان کروندګرو د نیمروز ولایت او د سیستان او بلوچستان له پولو ایران ته تریاک قاچاق کول؛ خو وروسته له هغه چې طالبانو پر افغانستان ولکه ټینګه کړه او د کوکنارو پر کښت یې بندیز ولګاوه، افغان بزګرانو اوس یوه بله حل لاره پیدا کړې ده.
د جبار په نوم یو افغان کروندګر ټېلګراف ته وویل: «طالبانو د نشه‌یي توکو سره د مبارزي لپاره د خلکو نیول ګړندي کړي، له همدې امله موږ اوس په تیاره کې نشه‌یي توکي د غولک په وسیله ایران ته غورځوو او هره شپه له مختلفو ځایونو څخه کار اخلو؛ ترڅو له طالبانو دوی سره د مخامخ کېدو مخه ونیسو.»
طالبان د کوکنارو پر کښت سخت بندیز لګولی.
د طالبانو دغه پالیسي تېره اونۍ په ارګو او درایم ولسوالیو کې د خلکو د نارضایتي سبب شوه او یوشمېر کسان له طالبانو سره لاس او ګرېوان شول.

د تورو سرو زور پټه کرنه

د کوکنارو پر کښت بندیز د نشه‌يي توکو پر بیو د پام وړ اغېز کړی او کروندګر یې اړ کړي، چې په پټه په خپلو باغونو کې کوکنار وکري.
احمد ولي د فراه په یوه لرې پراته کلي کې خپل د انګورو باغ کې کوکنار کرلي دي او د باغ شاوخوا یې لوی لوی دېوالونه ترې چاپېر کړي دي.
خپل دوه زامن یې دې ته ځانکړي کړي، چې د طالبانو د راتګ او یا هم د شکمنو کسانو د فعالیت په اړه ورته سم دستي راپور ورکړي.
نوموړي ټېلګراف ته وویل:« ما په کندهار او هلمند کې د کوکنارو کروندې لرلې؛ خو طالبانو له منځه یووړې.»
نوموړي ته یوه اندازه تریاک له تېر کاله ورپاتې دي او له پېرلو یې ډډه کړې؛ ځکه د تریاکو بیه ورځ تر بلې لوړېږي.

د بندیز ګټه د طالبانو جېبونو ته ځي

یو طالب چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط دغې بريتانوۍ ورځپاڼې ته ويلي، چې د طالبانو له لوري د کوکنارو د کښت د مخنيوي يو اصلي لامل د ترياکو د بيو لوړېدل دي، چې په دې توګه هغه طالب چارواکي چې د کوکنارو پټې زېرمې او د کوکنارو پټې کروندې لري.
او له دغه لارې ډېره شتمنې پیدا کړي.
په هرات ولایت کې یوه طالب چارواکي ټېلګراف ته وویل: «د بندیز ټوله مسله د بیو د لوړولو لپاره ترسره کېږي. ډېرو یې [طالبان]، په ځانګړې توګه هغه کسان چې په کندهار کې نفوذ لري، په سلګونو کیلوګرامه تریاک زېرمه کړي دي."
هغه زیاته کړه: «تر دوه کاله وړاندې زما قومندان له یوه زاړه موټرسایکل پرته بل څه نه درلودل؛ خو اوس دوه لنډ کروزر موټر او یو لوکس کور لري.» "دوی د کوکنارو د هرې کروندې له منځه تللو سره شتمن کېږي."
دغه سيمه‌ييز طالب چارواکی وايي، چې تېره مياشت يې په هرات ښار کې له يوه سوداګر څخه ١٢٠ کيلوګرامه ترياک کشف او ترلاسه کړل؛ خو « له کندهار سره یې ټلیفوني اړیکه ونیوه او ۵۰ کیلو ګرامه یې د لوړ پوړي طالب قوماندان سره ژمنه وکړه، ۲۰ کیلو یې زما د قوماندانو تر منځ ووېشل او په دې توګه یې ځان له سزا خلاص کړ.»
افغانستان په نړۍ کې د تریاکو تر ټولو لوی تولیدونکی هېواد بلل کېږي؛ خو د طالبانو له‌خوا د کوکنارو پر کښت له بندیز وروسته او د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، په دغه هېواد کې د تریاکو تولید تر ۹۰ سلنه ډېر کم شوی دی.
د ټېلګراف د راپور له مخې، په هلمند ولایت کې چې یو وخت د افغانستان تر ټولو زیات تریاک تولیدول، تېر کال د کوکنارو کښت ۲۵۰۰ جریبه ته راټیټ شو.
خو په دې ولایت کې د کوکنارو کښت صفر شوی نه دی؛ ځکه یو شمېر کروندګر د نشه‌يي توکو د کر او حاصل لپاره له بېلابېلو لارو کار اخلي.
یو هلمندی کروندګر غلام يحيى وايي، چې د کوکنارو په شاوخوا کې يې غنم کرلي او ورور يې، چې طالب دى له ده سره همکاري کوي، چې خپلې کروندې له ويجاړتيا وژغوري.
هغه وويل: "زه کله ناکله هغه ته ترياک او پيسې ورکوم او مننه ترې کوم." دغه افغان کروندګر زیاتوي، چې اوس " تریاک د تورو سرو زرو په شان دي."
هغه پلان لري، چې د خپل تره د زوی له لارې نیمروز ته یو څه نشه‌يي توکي ولېږدوي او په لوړه بیه یې په ایران کې وپلوري.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۴

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۵

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

•
•
•

نور کیسې

پخواني امریکايي چارواکي: واشنګټن باید په افغانستان کې د ترهګرو ګواښونه له پامه ونه غورځوي

۲۵ غویی ۱۴۰۳ - ۱۴ می ۲۰۲۴، ۲۲:۰۶ GMT+۱

یو شمېر پخوانیو امریکايي چارواکو په یوې نوې څېړنه کې ویلي، چې امریکا باید د افغانستان د جګړې ترخې خاطرې یوې خواته کړي او په افغانستان او پاکستان کې د ترهګرو ډلو پر ضد اقدامات زیات کړي. دوی دا هم ویلي، چې د دې طرحې موخه په افغانستان کې د امریکا راتګ او مداخله نه ده.

د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې، دغو پخوانیو جګپوړو چارواکو په دې څېړنه کې چې د سې شنبې په ورځ د امریکا د سولې د مطالعاتو د انسټیټیوټ له خوا خپره شوې، په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د بیا را ژوندي کېدو په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې په افغانستان کې افراطي خوځښتونو د تنظیم او د ځواکونو د تازه کولوفرصت پیدا کړی.

دوی ویلي چې امریکا له افغانستان څخه تر وتلو وروسته له چین سره سیالۍ او په اوکراین کې جګړې ته زیاته پاملرنه کړې ده. په ورته وخت کې ترهګرو ډلې د افغانستان له خاورې په استفادې د امریکا او د هغې د متحدینو د ګټو د ګواښلو لپاره اړین ځواک ترلاسه کړی دی.

دوی د داعش خراسان څانګې او تحریک طالبان پاکستان ته په اشارې سره وویل، چې د افغانستان له خاورې په استفادې سره سیمه ییز ګواښ ګرځېدلی دی.

دغو پخوانیو سیاستوالو د امریکا له متحدو ایالتونو غوښتي چې په افغانستان کې د ترهګرۍ ګواښونه په ګوته او له منځه یوسي.

دوی له متحده ایالاتو غوښتي چې د "ځواک نمایش" لکه د بې پیلوټه الوتکو الوتنې دې په پام کې ونیسي ترڅو په طالب مشرانو فشار راوړي چې له القاعدې سره اړیکې پرې کړي.

تر دې وړاندې هم د افغانستان په اسمان د امریکايي بې پیلوټه الوتکو د الوتنو راپورونه موجود و. طالبانو د افغانستان په اسمان د بې پیلوټه الوتکو ګزمې تایید کړې او ویلي یې دي چې امریکا د دغه هېواد له هوايي حریم څخه سرغړونه کوي.

له پاکستان سره له همکارۍ پرته بله چاره نشته؟

دغو چارواکو کې چې د امریکا دوه پخواني سفیران هم شامل دي، له اسلام اباد سره د واشنګټن د همکارۍ غوښتنه وکړه.

دوی وویل: "د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې دغه هېواده د ځواکونو له اېستلو وروسته په افغانستان کې د نفوذ او استخباراتي کړیو د کمښت په پام کې نیولو سره، واشنګټن باید د افغانستان د جګړې له شل کلنې صدمې باید ووځي او له ترهګرۍ سره په مبارزه کې دې له پاکستان سره همکاري وکړي."

دوی امریکا هڅولې چې د پاکستان له هوايي حریم څخه د ترهګرو د تعقیب لپاره کار واخلي.

خو د بایډن حکومت له اسلام اباد سره خبرو ته ډېره لېوالتیا نه لري. پاکستان کې ګډوډ حالاتو هم د واشنګټن «نه لېوالتیا» زیاته کړې ده.

د امریکا او پاکستان اړیکې په تېرو دوو لسیزو کې له کړاوونو ډکې وې. امریکا پر پاکستان تور پورې کړی چې له ترهګرۍ سره په مبارزه کې «دوه ګونې لوبه» کوي.

د دې څېړنیزې ډلې مشر لورل د فرانسې خبري اژانس ته وویل: «د امریکا د حکومت په لوړه سطحه ډېر خلک اوس د افغانستان د جګړې د شل کلنې تجربې پر بنسټ له پاکستان څخه سخت نفرت لري.»

هغه، چې د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي په توګه کار کړی، د فرانسې خبري اژانس ته وویل، « پاکستان له متحده ایالاتو سره صادقانه چلند نه دی کړی.»

هغه وویل، «مګر ځینې نه بدلیدونکي حقایق شتون لري، داچې پاکستان د افغانستان ګاونډی دی، چې دا مهال د ترهګرو ډلو پټنځای دی. نو زه فکر کوم چې له پاکستان سره د داسې اړیکو لرلو پرته بله چاره نشته چې متحده ایالات وکولای شي په سیمه کې خپلې ګټې خوندي کړي.

نوموړي ویلي، چې د پاکستان په اړه د امریکا تګلاره هم د هند تر اغېز لاندې ده، چې له پاکستان سره تاریخي دښمني لري.

‎په دې څېړنه کې چې د امریکا د سولې انسټیټیوټ په همکارۍ ترسره شوې، د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو د پخواني ځانګړي استازي لورل میلر سربېره، د پوځ متقاعد جنرال مایکل په پاکستان او افغانستان کې د امریکا پخوانیو سفیرانو انه پټرسون او مایکل مک کینلي ګډون درلود.

روسیې په افغانستان کې له سیلاب ځپلو سره مرستې ته چمتووالی اعلان کړ

۲۵ غویی ۱۴۰۳ - ۱۴ می ۲۰۲۴، ۱۹:۱۴ GMT+۱

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي، چې هېواد یې د افغانستان په شمال کې د راوتلو سیلابونو له قربانیانو سره مرستې ته چمتو دی.

ماریا زاخارووا په یوې بیانیه کې لیکلي، که طالبان وغواړي روسیه چمتو ده چې افغانستان ته خپلې مرستې ولېږي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ (د غویي ۲۴مه) په بغلان او د افغانستان په شمالي ولایتونو کې د سختو بارانونو له امله د ویجاړو شویو سیلابونو د قربانیانو له کورنیو سره خپله خواخوږي شریکه کړه.

ماریا زاخارووا وویل: «زه د دې طبیعي ناورین په تړاو د افغانستان خلکو ته خپله ژوره خواخوږي وړاندې کوم. موږ د قربانیانو له خپلوانو او دوستانو سره خپله خواخوږي څرګندوو.»

تر دې وړاندې ایران، ترکیې، قطر او یو شمېر مرستندویه بنسټونو د افغانستان له سیلاب ځپلو سره مرستې ته چمتووالی ښودلی دی.

د راپورونو له مخې، سیلابونو او سختو بارانونو د افغانستان په شمال کې یو شمېر کلي ویجاړ کړي او تر اوسه یې تر ۳۱۵ډېر کسان مړه کړي دي.

تر دې مخکې د ماشومانو د ژغورنې سازمان ویلي و، چې په بغلان کې په وروستیو ورځو کې سیلابونو د ۸۰زره کسانو ژوند اغېزمن کړی او ۱۲زره کورونه یې ویجاړ کړی دی.

په کابل کې د ایران د کاني اینجینرۍ ادارې دفتر پرانیستل شو

۲۵ غویی ۱۴۰۳ - ۱۴ می ۲۰۲۴، ۱۶:۱۱ GMT+۱

د ایران د کاني اینجینرۍ ادارې مشر وايي؛ د افغان انجینرانو د روزنې او د افغانستان او ایران د کان اېستونکو ترمنځ د اړیکو د پراختیا لپاره یې خپله نمایندګي په کابل کې پرانیسته. رضا بستامي زیاتوي، چې په دې برخه کې یې د افغانستان د کانونو او صنایعو خونې سره تړون لاسلیک کړی دی.

ښاغلی بستامي د ایران له دولتي راډیو تلوېزون سره په خبرو کې وايي؛ د افغانستان او ایران ترمنځ د اینجینري خدمتونو تبادله، د افغان اینجینرانو روزل، د افغان او ایراني کان اېستونکو ترمنځ د اړیکو پراختیا او د افغانستان د کانونو په مختلفو برخو کې پانګونه د دې تړون مهمې برخې دي.

رضا بستامي وايي؛ دې کار سره غواړي چې د کانونو برخه کې خپلې تجربې او تخصص له افغانستان سره شریک کړي.

د هغه په خبره؛ د دې دفتر له لارې به ایراني شرکتونه د افغانستان د کانونو په برخه کې پانګونه هم کولی شي او دا دفتر به د دې پانګوالو او طالب چارواکو ترمنځ د پل حیثیت ولري.

نوموړي هیله وښوده، چې د دې دفتر پرانیستې سره به د کانونو په برخه کې د ایران او افغانستان ترمنځ اړیکي پیاوړي او پراخ شي.

طالبان چې حکومت یې رسمیت نه لري او له امله یې د افغانستان په میلیاردونو شتمني هم کنګل ده، د خپلو اړتیاو د پوره کولو لپاره د کانونو سپړلو ته مخه کړې ده.

چین له دې ډلې سره د کانونو په برخه کې مختلف تړونونه لاسلیک کړي او ایران ور پسې هېواد دی، چې افغان کانونو کې د پانګونې ډېره لېوالتیا لري.

خو پر طالبانو سربېره چین، ایران او روسیه هغه هېوادونه بلل کېږي، چې له طالبانو سره د افغان کانونو په لوټلو کې شریک بلل کېږي.

په امریکا کې د چورج ډبلیو بوش انسټیټیوټ د تېر اپرېل په لومړیو کې وویل، چې د طالب چارواکو له خوا د افغانستان د شتمنۍ له لوټلو د ایران، چین او روسیې په څېر هېوادونه او څو ملیتي شرکتونه ګټه اخلي.

د هواپوهنې اداره: په ۲۲ ولایتونو کې د تېز باران، تالندې، بادونو او سېلابونو اټکل شوی

۲۵ غویی ۱۴۰۳ - ۱۴ می ۲۰۲۴، ۱۵:۴۰ GMT+۱

د طالبانو تر کنټرول لاندې د هواپوهنې ادره وايي، چې د غويي په ۲۶مه نېټه په ۲۲ ولایتونو کې د تېز باران، تالندې، برېښنا، بادونو او سېلابونو د راوتلو اټکل شوی دی.

د دې ادارې د معلوماتو له مخې؛ په بېلابېلو سېمو کې د باران کچه له (۱۵ څخه تر ۳۵ ملي مترو پوري) اټکل شوې ده.

د طالبانو د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د سې شنبې په ورځ خبر ورکړ، چې سبا د سالنګونو په ګډون په هرات، فراه، غور، بادغېس، سرپل، بامیان، سمنګان، بلخ، کندوز، بغلان، تخار، بدخشان، نورستان، کونړ، لغمان، ننګرهار، پنجشېر، کاپیسا، پروان، میدان وردګ، غزني، او لوګر ولایتونو کې د شديد بارانونو، تالنده، برېښنا او سیلابونو اټکل شوی دی.

د هوا پوهنې ادارې د معلوماتو له مخې؛ د باران سره په شمال او شمال لوېديځو ولایتونو کې له (۳۰ څخه تر ۶۰ کيلومتره په ساعت کې) د بادونو د پېښدو اټکل هم شته.

طالبانو ویلي، چې په یو شمېر ولایتونو کې د وروستیو سېلابونو له امله لږ تر لږه ۳۵۰ کسان مړه شوي او تر ۱۶۰۰ ډېر ټپیان شوي دي.

تر اوسه پورې ډېرو هېوادونو د طالبانو د واکمنۍ د مشروعيت نه لرلو له امله افغانستان ته د مستقيمو مرستو او د ژغورنې ډلې له لېږلو ډډه کړې ده.

د امریکا متحده ایالات، چې د افغانستان تر ټولو لوی مرسته کوونکی دی، د یکشنبې په ورځ وویل، چې د دوی مرستندویه ادارې سېلاب ځپلو ته بېړنۍ مرستې لکه اوبه او خواړه برابروي.

یو شمېر نورو هېوادونو یوازې د وروستیو سېلابونو له قربانیانو سره خواخوږي ښودلې ده.

طالبانو په کابل کې یو کس په عام محضر کې په دُرو وواهه

۲۵ غویی ۱۴۰۳ - ۱۴ می ۲۰۲۴، ۱۵:۳۲ GMT+۱

د طالبانو سترې محکمې اعلان وکړ، چې په کابل کې یې یو کس د "لواطت" په تور په عام محضر کې په دُرو وهلی دی.

دغې محکمې نن سې شنبه (د غويي ۲۵مه) په یوې خپرې شوې خبرپاڼه کې ليکلي، چې دغه کس په ٣٩ دُرو او دوه کاله بند محکوم شو.

طالبانو ویلي، چې د تورن کس جسمي مجازات د کابل ښار د لومړۍ ناحیې د محکمې له تصویب وروسته نافذ شو.

د طالبانو ډله هره اونۍ په عام محضر کې یو شمېر افغانان په بېلابېلو تورونو مجازات کوي.

د بشري حقونو مدافعینو او نړۍوالې ټولنې په وار - وار د طالبانو له مشرانو غوښتي چې د تورنو کسانو د فزیکي او عامه مجازاتو مخه ونیسي؛ خو دغه ډله ادعا کوي چې د «اسلامي قوانینو» له مخې اتباعو ته سزا ورکوي.

طالبان یوازې عامو وګړو ته جسمي سزاګانې ورکوي، څو میاشتې وړاندې د کابل لپاره د طالبانو د برېښنا شرکت د رییس یوه ویډیو خپره شوه، چې پکې نوموړی له خپل ساتونکي سره یو ځای څملي؛ خو نوموړي ته په عام محضر کې جسمي سزا ور نه کړل شوه او نه یې هم د جرم په اړه طالبانو کومه پرېکړه وکړه.