بدخشان د رېښتر په کچه ۴.۲ درجې زلزلې ولړزاوه

د غوايي په ۲۶مه د چهارشنبې په ورځ سهار شاوخوا ۷:۲۶ دقیقې د بدخشان ولایت ځینې برخې زلزلې ولړزولې. د امریکا د ځمکپېژندنې ادارې د معلوماتو له مخې د دغې زلزلې شدت ۴.۲ درجې و او مرکز یې د اشکاشم ولسوالۍ ده.

تر اوسه پورې د دغې زلزلې د مرګ ژوبلې او احتمالي زیانونو په اړه معلومات نه دي ترلاسه شوي.