د بندیانو ځورونې؛ د ملګرو ملتونو او سره صلیب دوو پلاوو د څرخي‌پله له زندانه لیدنې وکړې

په څرخي‌پله زندان کې د لسګونو سیاسي بندیانو د ځورونې په اړه د افغانستان انټرنشنل د راپور له خپرېدو وروسته، د ملګرو ملتونو او سره صلیب دوو پلاوو له دغه زندان څخه لیدنې وکړې. سرچینې وايي، لا هم طالبانو د زندانیانو له ځورولو لاس نه دی اخیستی.