د بښنې نړۍوال سازمان: طالبانو په ناروا احمد فهیم عظیمي ته د یو کلن بند سزا اورولې ده

د بښنې نړۍوال سازمان وايي، چې طالبانو د زده‌کړو د حقونو فعال احمد فهیم عظیمي په یو کال بند محکوم کړی دی. دغه بنسټ ویلي، چې پر عظیمي د درواغو تور پورې شوی چې ګواکې د طالبانو ضد کړنې یې ترسره کولې.