د طالبانو دفاع وزارت په غور ولایت کې د یوې پوځي چورلکې نسکورېدل تایید کړل

د طالبانو د دفاع وزارت ویلي، دغه چورلکه د فیروز کوه ښار په څنډو کې د هریرود سېند تر څنګ راپرېوتې چې له امله یې یو کس وژل شوی او ۱۲ نور ټپیان دي.

د طالبانو د دفاع وزارت ویلي، دغه چورلکه د فیروز کوه ښار په څنډو کې د هریرود سېند تر څنګ راپرېوتې چې له امله یې یو کس وژل شوی او ۱۲ نور ټپیان دي.
د طالبانو د دفاع وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې نسکوره شوې ( اېم ای ۱۷ ) ډوله چورلکه د هوايي ځواکونو اړوند وه، چې د غور په هریرود سېند کې د ملکي وګړو د بند پاتې موټر د ژغورلو په عملیاتو بوخته وه.طالبانو د چورلکي د نسکورېدو لامل تخنیکي ستونزه ښودلې او ويلي یې دي، چې دغه چورلکه د بېړنۍ ناستې پرمهال له یوه دېوال سره د جنګېدو پر مهال نسکوره شوې ده.د طالبانو د دفاع وزارت په خبره په یاده پېښه کې یو تن مړ او ۱۲ نور ټپیان شوي دي.دا په داسې حال کې چې کابو یو کال وړاندې هم په سمنګان ولایت کې د طالبانو یوه پوځي چورلکه نسکوره شوې وه او دوه پیلوټان په کې وژل شوي وو.
تر دې وړاندې له غور څخه سیمهییزې سرچینې افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي و، چې نن چهار شنبه د (غويي ۲۶مه) سهار مهال د طالبانو یوه چورلکه د غور ولایت په مرکز فیروز کوه ښار کې نسکوره شوې ده.
د سرچینو د معلوماتو له مخې، چورلکه په بشپړه توګه ویجاړه شوې ده.


د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، د دغې ډلې مشر ملا هبت الله امر کړی چې اته خپلواکې ادارې دې د هغو وزارتونو سره مدغمې شي چې چارې یې له یو بل سره اړخ لګوي.
ښاغلي مجاهد سیمهییزو رسنیو ته ویلي، چې د تفتیش اداره یې د څارنې او تعقیب له ادارې سره، طبي شورا یې د عامې روغتیا له وزارت سره، د خوړو او درملو اداره د روغتیا له وزارت، د اوسپنې پټلۍ د ټولګټو وزارت سره، د نورم او سټندرډ اداره یې د مالیې له وزارت، د المپیک کمېټه یې د بدني روزنې، د خوراکي توکو مرکزي او ولایتي ازماېښتونو اداره یې د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو له معینیت سره مدغم شوي او د حرفهیي زدهکړو اداره یې د کار او ټولنیزو چارو له وزارت سره مدغم کړې دي.
که څه هم چې د طالبانو ویاند د دغه کار اصلي موخه د تشکیلاتي پړسوب او د اضافي لګښتونو مخنیوی ښودلی او دا یې هم ویلي، چې د دغو ادارو کارکوونکي به د اړتیا له مخې پر خپلو دندو پاتې کېږي؛ خو ځیني شنونکي وایي، طالبان غواړي په دې توګه د دولتي کارکوونکو شمېر راکم کړي او یا یې پر ځای خپل ملګري او پلویان وګوماري.
د دغو شنونکو په باور سره له دې چې همدا اوس هم په افغانستان کې د وزګارتیا کچه ډېره لوړه ده، له دې سره به د وزګارو کسانو په شمېر کې نور زیاتوالی هم راشي او ګڼ خلک به د لا زیاتو اقتصادي ستونزو سره مخامخ شي.
طالبانو تر دې وړاندې هم یو شمېر ادارې له تشکیلاتو اېستې وې، چې په هغو کې د پارلماني چارو وزارت، د سیمهییزو ارګانونو اداره، د ښځو چارو وزارت، د سولې عالي شورا او ځینې نورې ادارې شاملې وې، چې کارکوونکي یې تر اوسه سرګردانه او لالهانده دي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د تېر ۱۴۰۲ کال د صادراتو او وارداتو د شمېرو له مخې ویلي چې، د صادراتو ارزښت یو مېلیارد او ۷۷۷ مېلیونه او ۹۰۰ زره او د وارداتو ارزښت ۸ مېلیارده او ۵۷۶ مېلیونه او ۳۰۰ زره ډالرو ته رسېږي.
د دغې ادارې په یوې خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د هېواد په صادراتي توکو کې مېوې تر ټولو زیاتې د ۶۴۵ مېلیونه ۵۰۰ زره ډالرو په ارزښت صادرې شوې او دغه راز طبي بوټي، معدني توکي او سبزيجات په ترتیب سره د هېواد د صادراتو دویمه، درېیمه او څلورمه برخه جوړوي.
په خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې ۱۴۰۲ کال کې هېواد ته په را واردو شویو توکو کې نفتي توکي او روغنیات تر ټولو زیاته ونډه لري، چې ټولیز ارزښت یې یو مېلیارد او ۳۷۷ مېلیونه او ۹۰۰ زره ډالرو ته رسېږي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې؛ ماشینونه، ټرانسپورتي وسایط او پرزې د یو مېلیارد او ۱۵ مېلیونه او ۹۰۰ زره ډالرو په ارزښت او ټوکر (منسوجات)، فلزونه او فلزي محصولات په ترتیب هغه توکي دي چې تېر کال ډېر وارد شوي دي.
خو دغه شمېرې د کومې خپلواکې ادارې لهخوا نه دي تایید شوي.
پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته او پر دغې ډلې د نړۍوالو بندیزونو له امله دغه هېواد ته د صادراتو او وارداتو په کچه کې پام وړ کموالی راغلی؛ خو د افغانستان په د ننه کې شته رسنۍ د طالبانو تر سانسور لاندې خپرونې کوي او نه شي کولای، چې د طالبانو لهخوا ورکړل شوې شمېرې وننګوي او یا یې کره او ناکره سره جلا کړي.

ډیلي ټېلګراف ورځپاڼې له افغانستانه په یوه راپور کې لیکلي، چې د کوکنارو او نورو نشهیي توکو د بیې له لوړېدو سره افغان کروندګر د کوکنارو د پټو کښتونو په لټه کې دي.
د ټېلګراف په وینا، د طالبانو تر واکمنۍ وروسته د یو کیلو تریاکو بیه له ۳۰ پونډو څخه تر ۸۰۰ او ۱۰۰۰ پونډو پورې لوړه شوه چې د طالبانو ځینې لوړ پوړي چارواکي ترې ګټه پورته کوي.
ټېلګراف د دوشنبې په ورځ د غويي په ۲۴مه په یوه راپور کې له ایران سره په پوله او پرتو سیمو کې د افغان کروندګرو لهخوا د غولک یا منجنیق په وسیله ایران ته د نشهیي توکو د انتقال او پټنځایونو ته کتنه کړې ده.

ټېلګراف لیکي، چې افغان کروندګرو د نیمروز ولایت او د سیستان او بلوچستان له پولو ایران ته تریاک قاچاق کول؛ خو وروسته له هغه چې طالبانو پر افغانستان ولکه ټینګه کړه او د کوکنارو پر کښت یې بندیز ولګاوه، افغان بزګرانو اوس یوه بله حل لاره پیدا کړې ده.
د جبار په نوم یو افغان کروندګر ټېلګراف ته وویل: «طالبانو د نشهیي توکو سره د مبارزي لپاره د خلکو نیول ګړندي کړي، له همدې امله موږ اوس په تیاره کې نشهیي توکي د غولک په وسیله ایران ته غورځوو او هره شپه له مختلفو ځایونو څخه کار اخلو؛ ترڅو له طالبانو دوی سره د مخامخ کېدو مخه ونیسو.»
طالبان د کوکنارو پر کښت سخت بندیز لګولی.
د طالبانو دغه پالیسي تېره اونۍ په ارګو او درایم ولسوالیو کې د خلکو د نارضایتي سبب شوه او یوشمېر کسان له طالبانو سره لاس او ګرېوان شول.
د تورو سرو زور پټه کرنه
د کوکنارو پر کښت بندیز د نشهيي توکو پر بیو د پام وړ اغېز کړی او کروندګر یې اړ کړي، چې په پټه په خپلو باغونو کې کوکنار وکري.
احمد ولي د فراه په یوه لرې پراته کلي کې خپل د انګورو باغ کې کوکنار کرلي دي او د باغ شاوخوا یې لوی لوی دېوالونه ترې چاپېر کړي دي.
خپل دوه زامن یې دې ته ځانکړي کړي، چې د طالبانو د راتګ او یا هم د شکمنو کسانو د فعالیت په اړه ورته سم دستي راپور ورکړي.
نوموړي ټېلګراف ته وویل:« ما په کندهار او هلمند کې د کوکنارو کروندې لرلې؛ خو طالبانو له منځه یووړې.»
نوموړي ته یوه اندازه تریاک له تېر کاله ورپاتې دي او له پېرلو یې ډډه کړې؛ ځکه د تریاکو بیه ورځ تر بلې لوړېږي.
د بندیز ګټه د طالبانو جېبونو ته ځي
یو طالب چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط دغې بريتانوۍ ورځپاڼې ته ويلي، چې د طالبانو له لوري د کوکنارو د کښت د مخنيوي يو اصلي لامل د ترياکو د بيو لوړېدل دي، چې په دې توګه هغه طالب چارواکي چې د کوکنارو پټې زېرمې او د کوکنارو پټې کروندې لري.
او له دغه لارې ډېره شتمنې پیدا کړي.
په هرات ولایت کې یوه طالب چارواکي ټېلګراف ته وویل: «د بندیز ټوله مسله د بیو د لوړولو لپاره ترسره کېږي. ډېرو یې [طالبان]، په ځانګړې توګه هغه کسان چې په کندهار کې نفوذ لري، په سلګونو کیلوګرامه تریاک زېرمه کړي دي."
هغه زیاته کړه: «تر دوه کاله وړاندې زما قومندان له یوه زاړه موټرسایکل پرته بل څه نه درلودل؛ خو اوس دوه لنډ کروزر موټر او یو لوکس کور لري.» "دوی د کوکنارو د هرې کروندې له منځه تللو سره شتمن کېږي."
دغه سيمهييز طالب چارواکی وايي، چې تېره مياشت يې په هرات ښار کې له يوه سوداګر څخه ١٢٠ کيلوګرامه ترياک کشف او ترلاسه کړل؛ خو « له کندهار سره یې ټلیفوني اړیکه ونیوه او ۵۰ کیلو ګرامه یې د لوړ پوړي طالب قوماندان سره ژمنه وکړه، ۲۰ کیلو یې زما د قوماندانو تر منځ ووېشل او په دې توګه یې ځان له سزا خلاص کړ.»
افغانستان په نړۍ کې د تریاکو تر ټولو لوی تولیدونکی هېواد بلل کېږي؛ خو د طالبانو لهخوا د کوکنارو پر کښت له بندیز وروسته او د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، په دغه هېواد کې د تریاکو تولید تر ۹۰ سلنه ډېر کم شوی دی.
د ټېلګراف د راپور له مخې، په هلمند ولایت کې چې یو وخت د افغانستان تر ټولو زیات تریاک تولیدول، تېر کال د کوکنارو کښت ۲۵۰۰ جریبه ته راټیټ شو.
خو په دې ولایت کې د کوکنارو کښت صفر شوی نه دی؛ ځکه یو شمېر کروندګر د نشهيي توکو د کر او حاصل لپاره له بېلابېلو لارو کار اخلي.
یو هلمندی کروندګر غلام يحيى وايي، چې د کوکنارو په شاوخوا کې يې غنم کرلي او ورور يې، چې طالب دى له ده سره همکاري کوي، چې خپلې کروندې له ويجاړتيا وژغوري.
هغه وويل: "زه کله ناکله هغه ته ترياک او پيسې ورکوم او مننه ترې کوم." دغه افغان کروندګر زیاتوي، چې اوس " تریاک د تورو سرو زرو په شان دي."
هغه پلان لري، چې د خپل تره د زوی له لارې نیمروز ته یو څه نشهيي توکي ولېږدوي او په لوړه بیه یې په ایران کې وپلوري.

د سازمان شويو جرمونو او فساد د راپور ورکولو پروژې په نوم یوې څېړنیزې شبکې په خپل راپور کې لیکلي، چې د ولسي جرګې پخواني مشر او د هغه زوی په دوبۍ کې د ۱۵.۲ مېلیونه ډالرو په ارزښت جایدادونه اخیستي دي.
د راپور له مخې، میر رحمان رحماني او اجمل رحماني هرکال مېلیونونه ډالر له دغه جایدادونو څخه ترلاسه کوي.
د دغه راپور پر بنسټ چې د سه شنبې په ورځ د ( غویي په ۲۵مه) خپور شو، په دوبۍ کې د رحماني او د زوی جایدادونو کې یې څو اپارتمانونه او څو پوړیزه ودانۍ شاملې دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تېر کال په لېندۍ میاشت کې د افغانستان د ولسي جرګې د پخواني مشر او د هغه د زوی اجمل رحماني او هغوی پورې پر تړلو ۴۴ شرکتونو یې په اروپايي او اسیایي هېوادونو کې بندیزونه ولګول.
دغه وزارت دغه پلار او زوی تورن کړل، چې په افغانستان کې یې په «پراخه کچه مالي فساد» کې لاس لاره.
د دغې پرېکړې پر دوام، رحماني د امریکا د دولت پر ضد شکایت وکړ او دغه تورونه یې رد کړل.
په دغه تازه څېړنیز راپور کې راغلي، لږ تر لږه د رحماني او د هغه زوی پورې تړلي دوه شرکتونه چې د امریکا د تحریمونو په نوملړ کې هم راغلي د دوبۍ د استوګنې په یوې سیمه کې دوی ۲۲۸ کورونه پېرلي دي.
د راپور له مخې، دغه جایدادونه په کلني ډول تر دوو مېلیونو ډېر ډالر لاسته راوړي.
د سازمان شويو جرمونو او فساد د راپور ورکولو پروژې دارنګه لیکلي، د دوی موندنې ښیي چې په افغانستان کې د امریکا د تدارکاتو په برخه کې لږ تر لږه درې تنو نورو قراردادیانو د ۲۰۰۱ کال څخه تر ۲۰۲۱ کاله پورې مېلیونونه ډالر تر لاسه کړي او په دوبۍ کې یې پرې جایدادونه اخیستي دي.
میر رحمان رحماني او اجمل رحماني لاتراوسه د دغه راپور په اړه څه نه دي ویلي.

د غوايي په ۲۶مه د چهارشنبې په ورځ سهار شاوخوا ۷:۲۶ دقیقې د بدخشان ولایت ځینې برخې زلزلې ولړزولې. د امریکا د ځمکپېژندنې ادارې د معلوماتو له مخې د دغې زلزلې شدت ۴.۲ درجې و او مرکز یې د اشکاشم ولسوالۍ ده.
تر اوسه پورې د دغې زلزلې د مرګ ژوبلې او احتمالي زیانونو په اړه معلومات نه دي ترلاسه شوي.