طالبانو په کندهار کې یو کس په عام محضر کې په دورو وواهه

د طالبانو سترې محکمې ویلي، چې په کندهار کې یې یو کس د "غلا" په تور په عام محضر کې په دورو وهلی دی. دغې محکمې نن چهارشنبه (د غوايي ۲۶مه) په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ليکلي، چې دغه کس په ٣٩ دورو او یو کال بند محکوم شو.