• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د نړۍوال جام لپاره د افغان کرېکټ ملي لوبغاړو د جامو په بڼه کې بدلون راغلی

۲۷ غویی ۱۴۰۳ - ۱۶ می ۲۰۲۴، ۱۶:۱۶ GMT+۱

د افغانستان کرېکټ بورډ راتلونکي نړۍوال جام ته د ملي لوبډلې د لوبغاړو د جامو بڼه کې هم بدلون را وستی دی. کرېکټ بورډ د دغه جام لپاره په تمریناتي کمپ کې د ګډون لپاره د افغان لوبډلې له روانېدو سره هممهاله یوه ویډیو خپره کړې، چې پکې د افغان لوبغاړو د جامو نوې بڼه ښکاري.

کرېکټ بورډ له دې ویډیو سره په خپله اعلامیه کې زیاتوي:«د راتلونکي نړۍوال جام لپاره د افغان اتلانو لباس چې واحد افغانستان او پکې شته قومونه، د ښکلي هېواد لال او لاجورد او دغه راز د غنمو وږى پکې ځاى پر ځاى او تعريف شوي دي.»

د کرېکټ د ۲۰۲۴ کال۲۰ اوره نړۍوال جام سيالۍ راتلونکې جون مياشت په امريکا او ويسټ انډيز کې وشي.

افغان لوبډله په دې سیالیو کې د ګډون لپاره په انټیګا کې لس ورځنی تمریناتي کمپ لري.

د کرېکټ بورډ د خبر له مخې؛ افغان لوبډله نن متحده عربي اماراتو ته لاړه او هغه ځایه به سبا د لندن له لارې انټېګا ته ورسېږي.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۳

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۴

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۵

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

•
•
•

نور کیسې

د پنجاب مشرې وزیرې د پاکستان هاکي ملي ټیم ته ۳۰ میلیونه کلدارې انعام ور کړ

۲۶ غویی ۱۴۰۳ - ۱۵ می ۲۰۲۴، ۱۵:۲۶ GMT+۱

د پاکستان د پنجاب سروزیرې مریم نواز په اذلان شاه هاکي جام کې د پاکستان ملي ټیم د ځلېدو په بدل کې دې لوبډلې ته دېرش میلیونه کلدارې انعام ور کړ. پاکستانۍ لوبډلې د دې سیالیو نیمه پایلوبې ګټلو سره دویم مقام خپل کړ.

جیو نیوز د چهارشنبې په ورځ راپور ورکړ چې مریم نواز په لاهور کې د دې ټیم له لوبغاړو سره لیدلي.

په دې لیدنه کې مريم نواز وويل هاکي يواځې يوه لوبه نه ده، د قام وياړ دى، اوسنۍ لوبډلې د پخوانۍ لوبډلې یاد تازه کړ، د هاکي د پرمختګ لپاره به نه یوازې مرسته بلکې مالکیت به هم ور کوو.

د سلطان اذلان شاه هاکي کپ په ۳۰م پړاو سياليو کې د کوربه ماليزيا په ګډون پاکستان، کوريا، جاپان، نيوزيلنډ او کاناډا لوبډلې ولوبیدې.

په دې لوبو کې جاپان او پاکستان پایلوبې ته ووتل، خو جاپان مقابلې لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره د لومړي ځل لپاره د اذلان شاه هاکي جام وګاټه.


ننګرهار کې د ميرويس نیکه جام په نوم د ۵ زونونو ترمنځ درې ورځنۍ سيالۍ پیليږي

۲۶ غویی ۱۴۰۳ - ۱۵ می ۲۰۲۴، ۱۳:۲۹ GMT+۱

د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، د راتلونکې جمعې په ورځ په ننګرهار کې د ميرویس نیکه جام په نوم د پنځو زونونو ترمنځ د کرېکټ درې ورځنۍ سيالۍ پيليږي. د لوبغاړو د غوراوي کمېټې د غړو په خبره، د څلورم پړاو دغه درې ورځنۍ سيالۍ د استعدادونو د روزولو په هدف تر سره کېږي.

د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، د میرویس نیکه جام سيالۍ به ۱۹ ورځي دوام وکړي.

دغه سيالۍ د غازي امان الله خان او شهيد نجیب الله ترکۍ پر لوبغالو کېږي، چې پکې به شاوخوا ۱۰۰ لوبغاړي ولوبيږي.

د کرېکت بورډ غوراوي کمېټې غړی میر مبارز وايي، چې د لوبو لپاره یې لوبغاړو ته ځيني شرايط هم ايښي تر څو نوي لوبغاړي د کرېکټ له نړیوالو او نويو اصولو سره بلد شي.

مبارز زياتوي: « په دې لوبو کې ټولو لوبغاړو ته چانس ورکول کیږي، ټول لوبغاړي مساوي او پر خپل ځای به لوبه کوي، توپوهونکی، توپ اچوونکی او الراونډر بر پر خپل ځای لوبيږي او پايله به یې ښه وي.»

د مبارز په خبره، چې هره لوبډله کې به درې احتياطي وي او لوبډله به له پنځلسو لوبغاړو جوړه وي.

کرېکت بورډ تېره اونۍ په کابل کې د قوش تېپې جام په نوم د پنځو زونونو تر منځ د کرېکټ شل اوريزه سيالۍ پای ته ورسولې، چې بند امير لوبډلې پکې اتله شوه

پاکستان له ایرلينډ سره نن د ۲۰ اوره لوبلړۍ وروستۍ لوبه کوي

۲۵ غویی ۱۴۰۳ - ۱۴ می ۲۰۲۴، ۱۱:۰۲ GMT+۱

پاکستان د کوربه هېواد ایرلینډ سره د د ریو ۲۰ اوره لوبو د لړۍ وروستي لوبه نن د دوبلين ښار په کلونټرف کرېکټ لوبغالي کې کوي. د پاکستان او ايرلينډ ترمنځ د شل اوره لوبلړۍ لومړۍ لوبه ايرلينډ او دوهمه پاکستان کټلې وه.

تر اوسه لا د دې سيالۍ لپاره د لوبېدونکو لوبغاړو ترکيب ندی اعلان شوی.

د پاکستان او ايرلينډ کرېکټ لوبډلو ترمنځ د دې لوبلړۍ په لومړۍ لوبه کې کوربه هېواد د پنځو ويکټو په توپير پاکستان ته ماته ورکړه.

پاکستان بيا د همدې سياليو په دوهمه لوبه کې ايرلينډ ته د ۷ ويکټو په توپير ماته ورکړې وه.

نن د دې سياليو په دريمه لوبه کې به د لوبلړۍ بريالۍ لوبډله معلوميږي.

د قوش تېپې جام؛ نن بند امیر او مس عینک لوبډلې پایلوبه ترسره کوي

۲۴ غویی ۱۴۰۳ - ۱۳ می ۲۰۲۴، ۰۵:۳۶ GMT+۱

بند امیر او مس عینک لوبډلې د قوش تېپې جام سیالیو کې د پنځو لوبډلو تر منځ له غوره لوبو ترسره کولو وروسته پایلوبې ته ووتلې او نن د کابل په نړېوال لوبغالي کې د یادو دوو لوبډلو تر منځ پایلوبه کیږی. د قوش ټېپې جام سیالۍ د غوايي په ۱۲مه نېټه د پنځو لوبډلو تر منځ په کابل کې پیل شوې.

په دغه سیالیو کې بست، بند امیر، مس عینک، سپین غر او امو په نوم پنځه لوبډلې د یو بل په وړاندې ولوبیدلې.

د افغانستان کرېکټ بورډ په خپله اېکس پاڼه لیکلي؛ چې د قوش تېپې جام سیالیو پایلوبې ته د ابراهیم ځدراڼ په لوبډلمشرۍ د مس عینک او حشمت الله شهیدي په لوبډلمشرۍ د بند امیر لوبډلو لاره وموندله.

د کرېکټ بورډ د معلوماتو له مخې د یاد جام پایلوبه به نن دوشنبه د (غوايي ۲۴مه) له غرمې وړاندې ۱۱ بجې د کابل نړېوال کرېکټ لوبغالي کې ترسره شي.

د بند امیر او مس عینک لوبډلو لوبدلمشران وايي لوبډلې یې د نن سترې پایلوبې لپاره ښه چمتوالي نیولي دي.

په کابل کې د ۸ ولایتونود بي ګروپونو ترمنځ د ویلچر باسکټبال سيالۍ پيل شوې

۲۲ غویی ۱۴۰۳ - ۱۱ می ۲۰۲۴، ۲۰:۰۹ GMT+۱

د طالبانو تر واک لاندي د بدنې روزنې او ورزش ادارې ویلي، چې د سره صلیب او نوه املوس موسسې په مالي ملاتړ يې د اتو ولایتونو د بي ګروپونو ترمنځ د ويلچر باسکټبال سيالۍ یې پيل کړې. په دې سیاليو کې د کابل، خوست، باميان، لغمان، کندهار، ميمنه، غور او میدان وردګ لوبډلو برخه اخيستې ده.

د بدنې روزنې او ورزش ادارې د شنبې په ورځ په خپله خبرپانه کې لیکلي، چې د همدې سياليو په لومړۍ لوبه کې ميمنې لوبډلې ۲۵ د ۲۱ نمرو په توپير میدان وردګ لوبډلې ته ماتې ورکړه او د سياليو لومړۍ بريا يې په خپل نوم کړه.

د دې سياليو مخکښه لوبډله به د الف ګروپ سياليو ته لاره پيدا کوي.

د ویلچر باسکټبال دغه سيالۍ د کابل په پارا المپيک ورزشي جمنازیم کې پيل شوي دي، چې پنځه ورځي به دوام وکړي.

د دغې ادارې د معلوماتو له مخي، چې له همدې سيالیو وروسته به د کابل، بلخ، بدخشان، هرات، پروان او ننګرهار په ګډون د شپږو ولایتونو د الف لوبډلې سیالی هم تر سره شي.

د بدنې روزنې او ورزش اداره وايي، چې دا سيالۍ د لوبغاړو د مهارتونو د لوړولو او ویلچر باسکټابل لوبډلې د جوړلو په موخه جوړي شوي دي.