په هرات کې یوې ټرافیکي پېښه کې ۴ کسان مړه او ۱۴ نور ټپیان شوي دي

په هرات ولایت کې ځايي چارواکي وايي، چې د دغه ولایت په کرخ ولسوالۍ کې تېره ورځ د یوې ټرافیکي پېښې له امله ۱۸ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په هرات ولایت کې ځايي چارواکي وايي، چې د دغه ولایت په کرخ ولسوالۍ کې تېره ورځ د یوې ټرافیکي پېښې له امله ۱۸ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر اژانس په خپل یوه خپور شوي راپور کې ویلي، دغه پېښه په کرخ ولسوالۍ کې د یوه کاسټر موټر او موټر سایکل ترمنځ د ټکر له امله رامنځته شوې، چې په کې ۴ تنه مړه شوي او ۱۴ نور ټپیان شوي دي.
د دغه ولایت د حوزوي روغتون د بېړنۍ څانګې مسوول ډاکټر احمدفهيم افضلي ویلي، چې په دې پېښه کې مړي او ټپيان د سيمې روغتون ته لېږدول شوي دي.
په تېرو وروستیو کې د افغانستان په بېلابېلو برخو کې ټرافیکي پېښې ډېرې شوې چې لامل یې د لارو خرابوالی او د موټر چلوونکو بې احتیاطي ښودل کېږي.

د ماشومانو د ژغورنې نړۍواله اداره وايي، په بغلان ولایت کې وروستیو سېلابونو ګڼ ماشومان بېکوره کړي او د سر پناه کولو لپاره په کنډوالو او بېدیاو کې ژوند تېروي.
دغې ادارې په خپل وروستي راپور کې ویلي، د ماشومانو او مېرمنو سره د مرستې په پار یې په بغلان کې کرځنده روغتیايي کلینیک جوړ کړی چې د ښځینه او نارینه ډاکټرانو تر څنګ د رواني ناروغیو متخصصین هم په کې کار کوي.
دغه بنسټ دا رنګه ویلي، چې د بغلان په سېلاب ځپلو سیمو کې ماشومان پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري چې له همدې امله دمګړۍ ځیني ماشومان د نس په ناروغیو اخته شوي دي.
دغه بنسټ دا رنګه ویلي، چې په تېرو څو ورځو کې یې خوراکي توکي، دارو درمل او کمپلې پر اړمنو خلکو وېشلې دي.
په افغانستان کې د دغه بنسټ مشر ارشد مالک وايي: سېلابونه د لنډمهاله ستونزو تر څنګ اوږدمهاله کړاوونه هم رامنځته کوي او مرستندویه ټولنو ته په کار دي، چې په دې برخه کې دوامدارو مرستو ته دوام ورکړي.
هغه وایي، دا مهال سېلاب ځپلي ماشومان تر هر څه زیات پاکو اوبو ته اړتیا لري چې په دې توګه د ناروغیو مخنیوی او په راتلونکي کې د یو بل کړاو مخه پرې نیول کېدای شي.
نوموړي دا رنګه له سېلاب ځپلو سره د رواني درملنې په برخه هم ټینګار کړی، ځکه د هغه په خبره هغو ماشومانو چې خپل خپلوان یې په سېلابونو کې وژل شوي او ودان کورونه یې نړیدلي له دې امله سخت کړېږي او دوامداره ملاتړ ته اړتیا لري.
د ماشومانو د ژغورنې نړۍواله اداره وايي، چې په تېرو درې ورځو کې یې ۵۰ زره لیټره پاکې اوبه پر سېلاب ځپلو کورنیو وېشلې دي.

د بلخ په ولایت کې سرچېنې وايي، چې د پخواني توغندي د یوې سرګلولې په چاودنه کې د یوې کورنۍ دوه تنه ماشومان وژل شوي او یو بل یې ټپي دی.
دغې سرچېنې افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، چې پېښه د بلخ ولسوالۍ په علم خېلو کلي کې پرون جمعه د (غويي ۲۸مه) هغه مهال شوې چې دغه ماشومان په لوبو بوخت وو.
دغې سرچېنې وویل، چې وژل شوي او ټپي شوی ماشوم د یوې کورنۍ غړي وو چې د لسو او اتو کالو په شاوخوا کې یې عمرونه لرل.
د یو بل خبر له مخې، یو ۱۷ کلن ځوان د بادغیس په ولایت کې د یو پخواني ماین په چاودنه کې وژل شوی دی.
دغه پېښه د بادغیس ولایت د قادس ولسوالۍ په جوالق سیمه کې شوې، چې د پخوانۍ جګړې یو پاتې شوی ماین پر دغه ځوان چاودېدلی او هغه یې ځای پر ځای وژلی دی.
په افغانستان کې له تېرو څلور لسیزو جګړو پاتې شوی ستر میراث ماینونه او چاودېدونکي توکي دي، چې ډېر ځله د افغانستان په لرو پرتو سیمو کې خلکو په تېره بیا ماشومانو ته مرګ ژوبله اړوي.
که څه هم چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو تر چتر لاندې د ماین پاکۍ ګڼې ادارې کار کوي؛ خو د ماینونو په اړه د عامه پوهاوي کچه کمه ده او ګڼ خلک په تېره بیا ماشومان نه پوهېږي، چې ځانونه له دغو پټو بلاوو څخه څرنګه خوندي وساتي.

د رویټرز خبري اژانس د اسپانیا د بهرنیو چارو وزارت له حوالې په خپل یوه راپور کې ویلي، چې د بامیان په پروني برید کې د دغه هېواد درې وګړي وژل شوي او یو بل یې ټپي شوی.
تېره ورځ ناپېژاندو وسلهوالو د بامیان په ښار کې په بهرنیو او افغان وګړو ډزې وکړې.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وایي، چې په دغې پېښه کې د یو افغان په ګډون درې بهرنیان وژل شوي دي.
د دغه وزارت د ویاند په وینا، په دغه پېښه کې څلور نور بهرنیان او درې افغانان ټپیان شوي هم دي.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وايي، چې د دغې پېښې په تړاو یې څلور کسه نیولي دي؛ خو د بهرنیانو د هویت په اړه یې څه نه وو ویلي.
له بل پلوه د امريکا د نيويارک ټايمز ورځپاڼې په راپور کې هم راغلي، چې په باميان کې د تېرې ورځې په پېښه کې وژل شوي درې بهرنيان اسپانويان دي.
نیویارک ټایمز په بامیان ولایت کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ د مشر سیف الله ریاض له قوله ویلي، چې وژل شوي بهرنیان د اسپانیا اوسېدونکي دي.
تر اوسه کومې ډلې د پېښې پړه پر غاړه نه ده اخیستې.
ورته مهال د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام وېسټ په بامیان ولایت کې د پروني بربد په اړه خواشیني څرګنده کړې.
نوموړي په اېکس پاڼه لیکلي:« موږ په بامیان ولایت کې په هغه برید خواشیني یو، چې په کې ملکي افغانان او بهرنيو وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې .»
د هغه په وینا:« زموږ فکر له هغو کسانو سره دی، چې په دغه برید کې یې خپل خپلوان له لاسه ورکړي.»
هغه د خپلو خبرو په وروستۍ برخه کې لیکلي، تاوتریخوالی د حل لاره نه ده.

سرچېنې وايي، د طالبانو د پلاوي یو غړی وارث سیغاني چې د خبرو اترو لپاره اوسلو ته تللی و، له خپل استوګنځي څخه تښتېدلې دی. ځینو سرچېنو ویلي، چې ښاغلی سیغاني جرمني ته تللی دی.
دغه ناسته د مدنې ټولنې د استازو او د طالبانو د غړو تر منځ جوړه شوې وه.
د طالبانو یو شمېر غړي او سیاسي څېرې له سه شنبې ورځې د غويي له ۲۵مې را په دې خوا د درې ورځو لپاره د افغانستان په اړه په خبرو اترو لګیا وو.
دغه ناسته د ناروې د بهرنیو چارو وزارت په بلنه جوړه شوې وه او سرچېنو یې په اړه افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې دواړه خواوې په افغانستان کې د بشري حقونو او د دغه هېواد د راتلونکي په اړه سره غږېدلې دي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ومنله، چې په اوسلو کې یې د یو شمېر افغان فعالانو سره خبرې اترې کړې دي.
ریچارد بېنېټ د دغې دوه ورځینۍ ناستې په اړه زیات مالومات نه دي شریک کړي.
ښاغلي بېنېټ ویلي، په دغه ناسته کې د افغان مېرمنو ګډون یو ځلې بیا هغه ته هیلهمندي وربخښلې.
د سیاسي فعالانو او د طالبانو د پلویانو په ډله کې په کاناډا کې د افغانستان پخواني سفیر عمر صمد، د ملت ګوند مشر جعفر مهدوي، د کابل پوهنتون استاد فیض الله ځلاند، د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي لوړپوړی غړي کریم امین او د افغانستان په ولسي جرګه کې د غرني ولایت پخواني استازي قیوم سجادي برخه لرله.
د دوی تر څنګ په کابل کې د المپیک د ملي کمېټې مشر او د طالبانو غړي نظر محمد مطمین او په پخواني حکومت کې د حج او اوقافو وزیر فیض محمد عثماني هم برخه لرله.

د افغانستان د ازادۍ جبهه وایي، چې د جمعې ماښام( د غویي ۲۸مه) په ۸:۱۵ دقیقو یې د کابل ښار د شاه دو شمشېره جومات ته څېرمه د ارګ په موقتي امنیتي کمربند کې د ملا هبت الله په ځانګړو امنیتي ساتونکي برید کړی.
د افغانستان د ازادۍ جبهې پر اېکس ټولنیزې شبکې لیکلي، چې په دغه برید کې د ملا هبت الله درې ساتونکي وژل شږي او یو یې ټپې دی.
دغه جبهه زیاتوي، چې د طالبانو مشر له څو ورځو راهېسې په کابل کې دی او د امنیتي تدابیرو د نیولو په نوم یې د پلازمینې په مرکزي سیمو کې د خلکو پر تګ راتګ او سوداګرۍ سخت بندیزونه لګولي دي.
دغې جبهې پر اېکس یوه ویډیو هم خپره کړې چې پکې د ډزو غږونه اوریدل کیږي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه ویلي.
