تاجکستان د څادرۍ په اغوستلو بندیز ولګاوه

د تاجکستان ولسي جرګې د «دودونو او عنعناتو د ترتیب» په قانون کې د بدلون له لارې د بورقې یا څادرۍ اغوستل منع کړل.

د تاجکستان ولسي جرګې د «دودونو او عنعناتو د ترتیب» په قانون کې د بدلون له لارې د بورقې یا څادرۍ اغوستل منع کړل.
د تاجکستان پلازمېنه دوشنبه ښار کې د افغانستان انټرنشنل خبریاله شهناز کامل زاده، وايي، تاجکستان هغه ټیکري چې د ښځو مخ پټوي د «تاجک فرهنګ خلاف» ګڼي.
تاجک میرمنې اوس هم هغه ټېکري یا پړوني په سر کولی شي چې خپل مخ، ویښتان او غاړه یې پوره پټه نه کړي.
د تاجکستان اسيا پلاس خبري اژانس ته درې ورځې مخکې د تاجکستان د ديني چارو د کمېټې مشر سليمان دولت زاده ویلي و چې د هېواد په «دودونو او د ادابو ترتیب» د وخت له غوښتنو سره سم دی.
سلیمان دولت زاده ویلي:«له ملي کولتور سره ټکر کې د بهرنیو جامو واردول، پلورل، ترویج او همدارنګه په عامه ځایونو کې د دې جامو اغوستل منع دي.»
خو دا یې نه ده څرګنده کړې چې څه ډول جامې «پردۍ» دي.
فرغانه خبري اژانس هم د خپلو ځایي سرچینو په حواله راپور ورکړی چې که ښځې د «تاجکي سبک» حجاب و انه غونځي، عامه ځایونو ته د ننوتلو اجازه نه لري.

فرغانه خبري اژانس د تاجکستان د پلټونکو له قوله لیکلي: «هغه جامې چې مخ بشپړ پټوي «له ملي کولتور پردۍ » پدیده ده.
د فرغانې د راپور له مخې، هغه ښځې چې له دغه قانون سرغړونه وکړي، درې زره او ۵۰۰ ساماني یا ۳۲۲ډالره جریمه کېږي.
په ورته وخت کې په ټولنیزو شبکو کې یوه ویډیو خپره شوې چې ښيي امنیتي ځواکونه تاجکې ودروي او ورته وایي چې له تاجک کولتور سره سم دې خپل ټېکري په سر کړي.
په دې ویډیو کې تاجکستاني افسرانې ښځو ته وايي چې خپل ټېکري د تاجکستان له کولتور سره سم پر سر کړي.


د هرات د حوزوي روغتون د رواني روغتیا ریاست چارواکي وايي، په رواني ناروغیو د اخته میرمنو په شمیر کې د اندیښنې وړ زیاتوالی راغلی دی. د چارواکو په وینا، د هرات د رواني روغتیا روغتون ۸۰سلنه مراجعین ښځې او نجونې دي.
د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، د ۱۴۰۰لمریز کال په وږي میاشت کې واک ته د طالبانو له رسېدو راهېسې، په افغانستان کې ښځې له ژورو او زیاتیدونکو رواني ستونزو سره لاس او ګریوان دي.
د هرات ساحوي روغتون کې سرچينې وايي، په يوه مياشت کې يې د ۴۰۰ کسانو درملنه کړې، خو د ناروغانو شمېر ورځ تر بلې زياتېږي.
اقتصادي ستونزې، کورنۍ تاوتریخوالی، تیاره راتلونکې او د طالبانو د رژیم په سیوري کې پر زدکړو او کار محدودیتونه د ښځو د رواني ناروغیو د زیاتوالي عوامل ګڼل کیږي.
د مرجان په نوم یوې ناروغې وویل: «زه ډېری وخت له ناڅاپي رواني حملې سره مخ کېږم. زړه مې کمزوری دی او سر درد لرم. په زدکړو باندې بندیز زه په خپګان اخته کړی یم.»
هغې په ژړغونې غږ چې سترګې یې له اوښکو ډکې وې وویل: «څومره به ښځې د کور په څلورو دېوالونو کې بندې وي او له تياره راتلونکې سره به مبارزه کوي؟»
مرجان زياته کړه: «زه د خپل مېړه درېيمه مېرمن يم او مېړه مې تل وهي او تاوتريخوالی را سره کوي.»
د هرات په ګډون په ځینو سیمو کې څو ښځې کول یو عام ټولنیز دود دی. خو دا څو مېرمنې په کورنیو کې د شخړو لامل کیږي، چې اصلي قربانیان یې بیا هم دوی دي.
مرجان د دې خبرې په څرګندولو سره چې څو ځلې يې د ځان وژنې هڅه کړې، وويل چې د طالبانو په دوره کې یې پلار په زوره مېړه ته ورکړه او دې ته اړ شوه چې مدني او بشري فعاليتونه پرېږدي.
په هرات ولايت کې د پنځو ماشومانو مور، نفس ګل هم خپله کيسه وکړه. هغې وويل، چې ١٦ کلنه لور يې ښوونځي ته د نه تللو او په کور کې د بند پاتې کېدو له امله له خپګان سره مخ ده.
واک ته د طالبانو په راتګ سره ښځې له پراخو محدودیتونو سره مخ دي. نجونې ښوونځيو او پوهنتونونو ته له تګ او ښځې له کار منع شوې دي.

د پاکستان د ښځو کرېکټ ملي لوبډله نن په انګلنډ کې د کوبه ښځینه کرېکټ ټیم سره دویمه شل اوره لوبه لري. دا لوبه د پاکستان په وخت د ماښام لس نیمې بجې د انګلنډ په نارتهمپټن کې پیلېږي. د انګلنډ ښځو کرېکټ لوبډلې لومړنۍ لوبه د ۵۳ منډو په توپیر ګتلې ده.
د دریو شل اوره لوبو د لړۍ لومړنۍ سیالي انګلنډ ګټلې ده او که پاکستان په دې لوبه کې هم ماته خوري، نو لوبلړۍ به د انګلنډ په نوم شي.
د دواړو لوبډلو لومړنۍ لوبه د مۍ پر ۱۱ وه، چې پکې انګلنډ ۱۵۳ منډې هدف وټاکه، خو د پاکستان ټوله لوبډله د ۱۱۰ منډو تر جوړوو وسوځېده.
د پاکستان او انګلنډ د دې لوبډلو دریمه لوبه د مۍ پر ۱۹ ده.
د ندا ډار په مشرۍ د پاکستان ۱۷ کسیزه لوبډله له شل اوره لوبلړۍ وروسته له انګلنډ لوبډلې سره پنځوس اوره یا یو ورځنۍ درې لوبې هم لري.
په بهر کې د پاکستان ښځينه کرېکټ لوبډلې دا سیالۍ له هغه وروسته دي چې بریتانیا ته تر روانېدو څو ورځي وړاندې یې په خپل کور کې د پنځو شل اوره او د ۳ يو ورځنيو لوبو په دواړه لوبلړیو کې له ويسټ انډيز ماتې وخوړه.

عزت الله ځواب زه له ډېرې مودې راهیسې پېژنو، سرشاره شاعر دی او تل په خپله نړۍ کې غرق وي. هغه په روان دور نیوکه خپل حق ګڼي او په شاعرانه او طنازانه انداز خپله نیوکه بیانوي.
مګر د اختناق په روان دور کې طالبانو پر فرهنګیانو او حتا شاعرانو هم دومره فشار راوستی، چې د خپل زړه غږ په شعر نه شي بیانولی، چې ښه بېلګه یې ځواب دی.
د جمهوریت په وخت کې یې هم په لیکنو کې سرشاري کوله او داسې شعرونه به یې لیکل، چې د ځوانانو احساسات به یې د حکومت او په خاصه توګه د سیمه ییزو چارواکو په وړاندې راپارول او ډېر وخت به یې شعرونه د طالبانو په ګټه و.
خو د جمهوریت ښکلا په همدې کې وه، چې هر څوک خپل خیال څرګند کړي، هر چاته د انسان په سترګه وکتل شي، د بیان د ازادۍ سانسور نه وي، انساني حرمت وساتل شي، یو بل وزغمل شي او چارواکي خپلو تېروتنو ته متوجه کړي.
کله چې زه ننګرهار کې والي شوم نو عزت الله ځواب د مطبعې امر و.
د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست کافي ستونزې درلودې او د مطبعې وضعیت او په ځانګړې توګه د ودانې وضعیت یې ښه نه و.
والي سمدستي داسې بودیجه نه درلوده، چې ودانۍ جوړه کړي او تر مطبعې بیا نور ډېر لومړیتونه وو، چې مونږ باید په هغې تمرکز کړی وای.
په مطبعه کې به چې دوی څه چاپول، هغه به د بازار له نرخ څخه ډېر قیمته وو او کیفیت به یې هم ښه نه و.
په دې توګه ادارو او هم نورو کسانو نه غوښتل، چې په دولتي مطبعې اخبار، مجله او یا کتابونه چاپ کړي او په زور مو هم چا ته ویلی نشو، چې حتما خپل ټول مواد په دولتي مطبعه کې چاپ کړي.
ځواب به تل د مطبعې انځورونه خپرول او که ودانۍ هم رانړېده مسوولیت به یې د ولایت په غاړه اچوله.
ما به ورته وېل؛ ته خو مسوول یې باید داسې پلان جوړ کړې چې دا مطبعه څنګه په پښو ودریږي او له مارکېټ سره سیالي وکړای شي.
خفه کیږو به نه، اکثره استادان، لیکوالان او شاعران ښه مدیران نه وي او چې اجراییوي پوست ورته ورکړل شي، هغه مدیریت کولی نه شي.
ځواب چې د ولایت په چوکاټ کې ماموریت درلود، پر ما یې څه ځلې منفي لیکنې وکړې؛ نو ما ورته په ځواب کې یو پوست وکړ چې ځواب په ځواب نه ارزي.
ټول متن زما د لیکنې او د ځواب د بحث را نه هیر دی خو عنوان مې په یاد دی.
ځواب چې هر څومره کلکې نیوکې او شعرونه د چارواکو او ولایت پسې مخامخ او هم په مجلسونو کې کولې، چا نه بندي کړ او نه یې کورنۍ وځوروله، ان له دندې نه یې هم لېرې نه کړ.
مونږ پوهېدو چې ځواب د حکومت په ضد مسلحانه اقدام نه کوي او نه یې اراده لري، نو له ځواب څخه وېره هم نه وه.
راغلو نیوکو او ازادو شعرونو ته، هغه د ځواب په طبیعت کې دی او دا یې حق دی، که څه هم یوه دولتي مامور ته په کار نه ده، چې هغه نظام وغندي چې دی یې مامور دی، خو د جمهوریت سینه همدومره لویه وه.
ځواب او نورو زیاتو کسانو به پر ما ډېرې نیوکې کولې، خو ما به هم د دوی ځوابونه ویل او هیڅکله مې دا اراده نه درلوده او نه مې غوښتل، چې څوک دې یوازې د نیوکو له امله ونیول شي.
دا چې طالبانو دا سرشاره شاعر نیولی او له هغه وېره لري، دا د طالبانو د ضعف انتها ده.
طالبان به د چا او چا په خوله برغولي ږدي او خلک به منع کوي، چې له دوی څخه کرکه او نفرت پیدا نه کړي.

که ځواب بندي کړي او په خوله یې برغولي کېږدي، خو د میلیونونو افغانانو په خوله برغولي نه شي اېښودلی.
د ثور له کودتا وروسته د بي بي سي راډیو اورېدل هم جرم و.
هغه وخت نه دومره ټلویزونونه او راډیوګانې وې، نه ټولنیزې شبکې او ټلیفونه او کمرې وې، خو د خلکو اواز یې ټپ نشو کړلی.
په یویشتمه پیړۍ کې چې د معلوماتو نړۍ ده، دا د طالبانو لپاره به خیال او محال وي، چې د ځواب غوندې د افغانانو اواز بند کړي.
ښه به دا وي، چې ځواب هر څه ژر راخوشې کړي او پریږدي چې دا ازاد خیاله شاعر په ازاده فضا کې د شعر په ژبه خپلې کوترې والوځوي.
یادونه: افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو لیکوالو نظریاتو ته درناوی کوي؛ خو د چا د نظر ملاتړ نه کوي.

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې طالبانو د محرم نه لرلو له امله د کندهار د ښځو په روغتون کې یوه بوډۍ ښځه او د هغې مېندواره اینګور سختې وهلې دي. سرچينو زياته کړې، چې طالبانو له وهلو ټکولو وروسته هغوی بېرته کور ته ستنې کړي.
يوې سرچينې چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي (د غويي ٢٢مه) افغانستان انټرنشنل ته وويل، چې دغه مېندواره مېرمن شاوخوا يوه اونۍ وړاندې د معايناتو لپاره له خپلې خواښې سره روغتون ته تللې وه، چې د طالبانو له لوري له تاوتریخوالي سره مخامخ شول.
سرچينه وايي؛ طالبان ناروغې ښځې د محرم نه لرلو له امله سپکوي او بېرته یې خپلو کورونو ته استوي.
هغه وويل: «دلته زموږ غږ څوک نه اوري، موږ دلته هیڅوک نه لرو.»
د ۱۴۰۰ کال په اوړي کې واک ته د طالبانو له بېرته رسېدو وورسته، ښځې له خپلو بنسټیزو حقونو په ځانګړې توګه له زده کړو، کار کولو او له ټولنیزو او سیاسي فعالیتونو بې برخې شوې.
د ویلو ده، چې طالبانو له محرم پرته د ښځو پر سفر هم بندیز لګولی دی.

عوامي نشنل ګوند په یوې خبرپاڼې کې د دغه ګوند د غړي او د پښتو ژبې د مشهور شاعر اکمل لیوني د مړینې خبر ورکړی. نوموړی د اوه اویا کلونو په عمر په خیبر پښتونخوا کې پرون مړ شوی دی.
عوامي نشنل ګوند اکمل لېونی د خدایي خدمتګار د تحریک یو باتجربه غړی یاد کړی او ويلي یې دي، چې په قامي بیدارۍ کې د نوموړي ونډه غښتلې وه.
د دغه ګوند صوبايي مشر ایمل ولي خان د نوموړي مړینه د دوی د ګوند او د فکر د لارویانو لپاره یوه ضایع بللې ده او ویلي یې دي، چې اکمل لیوني د خپل شعر پر بنسټ د پښتون قام د فکري روزنې دنده ترسره کړې ده.
اکمل لیونی چې د خیبر پښتونخوا د مردان اوسېدونکی و؛ د خپلو انقلابي او نشنالیستیکو شعرونو له امله په پښتونخوا او افغانستان کې مشهور دی، په دې وروستیو کې یې کتابونه پلورل.
نوموړی سیمه په سیمه ګرځېده او پر پښتنو یې د پښتو ژبې کتابونه خرڅول.
هغه په د پښتورګو له ناروغیو کړېده او له څه مودې راهیسې بیستري و، چې تېره ورځ له همدغې ناروغۍ مړ شو.