• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پاکستان د ښځو کرېکټ لوبډله نن له انګلنډ سره دویمه شل اوره سیالي لري

۲۸ غویی ۱۴۰۳ - ۱۷ می ۲۰۲۴، ۱۲:۱۹ GMT+۱

د پاکستان د ښځو کرېکټ ملي لوبډله نن په انګلنډ کې د کوبه ښځینه کرېکټ ټیم سره دویمه شل اوره لوبه لري. دا لوبه د پاکستان په وخت د ماښام لس نیمې بجې د انګلنډ په نارتهمپټن کې پیلېږي. د انګلنډ ښځو کرېکټ لوبډلې لومړنۍ لوبه د ۵۳ منډو په توپیر ګتلې ده.

د دریو شل اوره لوبو د لړۍ لومړنۍ سیالي انګلنډ ګټلې ده او که پاکستان په دې لوبه کې هم ماته خوري، نو لوبلړۍ به د انګلنډ په نوم شي.

د دواړو لوبډلو لومړنۍ لوبه د مۍ پر ۱۱ وه، چې پکې انګلنډ ۱۵۳ منډې هدف وټاکه، خو د پاکستان ټوله لوبډله د ۱۱۰ منډو تر جوړوو وسوځېده.

د پاکستان او انګلنډ د دې لوبډلو دریمه لوبه د مۍ پر ۱۹ ده.

د ندا ډار په مشرۍ د پاکستان ۱۷ کسیزه لوبډله له شل اوره لوبلړۍ وروسته له انګلنډ لوبډلې سره پنځوس اوره یا یو ورځنۍ درې لوبې هم لري.

په بهر کې د پاکستان ښځينه کرېکټ لوبډلې دا سیالۍ له هغه وروسته دي چې بریتانیا ته تر روانېدو څو ورځي وړاندې یې په خپل کور کې د پنځو شل اوره او د ۳ يو ورځنيو لوبو په دواړه لوبلړیو کې له ويسټ انډيز ماتې وخوړه.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۳

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۴

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۵

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

•
•
•

نور کیسې

د افغانستان د ویلچر باسکټبال د بي ګروپ اتلولي د میمنې لوبډلې وګټله

۲۷ غویی ۱۴۰۳ - ۱۶ می ۲۰۲۴، ۲۰:۱۰ GMT+۱

د افغانستان د ویلچر باسکټبال د بي ګروپ سیالۍ چې د اتو لوبډلو ترمنځ روانې وې، نن د میمنې لوبډلې په اتلولۍ سره پای ته ورسېدې. دا سیالۍ د سور صلیب او د نوه انلوس بنسټ په مالي ملاتړ د بدني روزنې او ورزش ریاست په همکارۍ په کابل کې تېره شنبه پیل شوې وې.

په دې سیاليو کې د کابل، خوست، باميان، لغمان، کندهار، ميمنه، غور او میدان وردګ لوبډلو برخه اخيستې وه.

د دې سياليو ګټونکې لوبډلې میمنې د الف ګروپ سياليو ته لاره پيدا کړه.

له همدې سيالیو وروسته د کابل، بلخ، بدخشان، هرات، پروان او ننګرهار په ګډون د شپږو ولایتونو د د ویلچر باسکېټبال د الف لوبډلو سیالۍ هم کېږي.

د نړۍوال جام لپاره د افغان کرېکټ ملي لوبغاړو د جامو په بڼه کې بدلون راغلی

۲۷ غویی ۱۴۰۳ - ۱۶ می ۲۰۲۴، ۱۶:۱۶ GMT+۱

د افغانستان کرېکټ بورډ راتلونکي نړۍوال جام ته د ملي لوبډلې د لوبغاړو د جامو بڼه کې هم بدلون را وستی دی. کرېکټ بورډ د دغه جام لپاره په تمریناتي کمپ کې د ګډون لپاره د افغان لوبډلې له روانېدو سره هممهاله یوه ویډیو خپره کړې، چې پکې د افغان لوبغاړو د جامو نوې بڼه ښکاري.

کرېکټ بورډ له دې ویډیو سره په خپله اعلامیه کې زیاتوي:«د راتلونکي نړۍوال جام لپاره د افغان اتلانو لباس چې واحد افغانستان او پکې شته قومونه، د ښکلي هېواد لال او لاجورد او دغه راز د غنمو وږى پکې ځاى پر ځاى او تعريف شوي دي.»

د کرېکټ د ۲۰۲۴ کال۲۰ اوره نړۍوال جام سيالۍ راتلونکې جون مياشت په امريکا او ويسټ انډيز کې وشي.

افغان لوبډله په دې سیالیو کې د ګډون لپاره په انټیګا کې لس ورځنی تمریناتي کمپ لري.

د کرېکټ بورډ د خبر له مخې؛ افغان لوبډله نن متحده عربي اماراتو ته لاړه او هغه ځایه به سبا د لندن له لارې انټېګا ته ورسېږي.

د پنجاب مشرې وزیرې د پاکستان هاکي ملي ټیم ته ۳۰ میلیونه کلدارې انعام ور کړ

۲۶ غویی ۱۴۰۳ - ۱۵ می ۲۰۲۴، ۱۵:۲۶ GMT+۱

د پاکستان د پنجاب سروزیرې مریم نواز په اذلان شاه هاکي جام کې د پاکستان ملي ټیم د ځلېدو په بدل کې دې لوبډلې ته دېرش میلیونه کلدارې انعام ور کړ. پاکستانۍ لوبډلې د دې سیالیو نیمه پایلوبې ګټلو سره دویم مقام خپل کړ.

جیو نیوز د چهارشنبې په ورځ راپور ورکړ چې مریم نواز په لاهور کې د دې ټیم له لوبغاړو سره لیدلي.

په دې لیدنه کې مريم نواز وويل هاکي يواځې يوه لوبه نه ده، د قام وياړ دى، اوسنۍ لوبډلې د پخوانۍ لوبډلې یاد تازه کړ، د هاکي د پرمختګ لپاره به نه یوازې مرسته بلکې مالکیت به هم ور کوو.

د سلطان اذلان شاه هاکي کپ په ۳۰م پړاو سياليو کې د کوربه ماليزيا په ګډون پاکستان، کوريا، جاپان، نيوزيلنډ او کاناډا لوبډلې ولوبیدې.

په دې لوبو کې جاپان او پاکستان پایلوبې ته ووتل، خو جاپان مقابلې لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره د لومړي ځل لپاره د اذلان شاه هاکي جام وګاټه.


ننګرهار کې د ميرويس نیکه جام په نوم د ۵ زونونو ترمنځ درې ورځنۍ سيالۍ پیليږي

۲۶ غویی ۱۴۰۳ - ۱۵ می ۲۰۲۴، ۱۳:۲۹ GMT+۱

د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، د راتلونکې جمعې په ورځ په ننګرهار کې د ميرویس نیکه جام په نوم د پنځو زونونو ترمنځ د کرېکټ درې ورځنۍ سيالۍ پيليږي. د لوبغاړو د غوراوي کمېټې د غړو په خبره، د څلورم پړاو دغه درې ورځنۍ سيالۍ د استعدادونو د روزولو په هدف تر سره کېږي.

د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، د میرویس نیکه جام سيالۍ به ۱۹ ورځي دوام وکړي.

دغه سيالۍ د غازي امان الله خان او شهيد نجیب الله ترکۍ پر لوبغالو کېږي، چې پکې به شاوخوا ۱۰۰ لوبغاړي ولوبيږي.

د کرېکت بورډ غوراوي کمېټې غړی میر مبارز وايي، چې د لوبو لپاره یې لوبغاړو ته ځيني شرايط هم ايښي تر څو نوي لوبغاړي د کرېکټ له نړیوالو او نويو اصولو سره بلد شي.

مبارز زياتوي: « په دې لوبو کې ټولو لوبغاړو ته چانس ورکول کیږي، ټول لوبغاړي مساوي او پر خپل ځای به لوبه کوي، توپوهونکی، توپ اچوونکی او الراونډر بر پر خپل ځای لوبيږي او پايله به یې ښه وي.»

د مبارز په خبره، چې هره لوبډله کې به درې احتياطي وي او لوبډله به له پنځلسو لوبغاړو جوړه وي.

کرېکت بورډ تېره اونۍ په کابل کې د قوش تېپې جام په نوم د پنځو زونونو تر منځ د کرېکټ شل اوريزه سيالۍ پای ته ورسولې، چې بند امير لوبډلې پکې اتله شوه

پاکستان له ایرلينډ سره نن د ۲۰ اوره لوبلړۍ وروستۍ لوبه کوي

۲۵ غویی ۱۴۰۳ - ۱۴ می ۲۰۲۴، ۱۱:۰۲ GMT+۱

پاکستان د کوربه هېواد ایرلینډ سره د د ریو ۲۰ اوره لوبو د لړۍ وروستي لوبه نن د دوبلين ښار په کلونټرف کرېکټ لوبغالي کې کوي. د پاکستان او ايرلينډ ترمنځ د شل اوره لوبلړۍ لومړۍ لوبه ايرلينډ او دوهمه پاکستان کټلې وه.

تر اوسه لا د دې سيالۍ لپاره د لوبېدونکو لوبغاړو ترکيب ندی اعلان شوی.

د پاکستان او ايرلينډ کرېکټ لوبډلو ترمنځ د دې لوبلړۍ په لومړۍ لوبه کې کوربه هېواد د پنځو ويکټو په توپير پاکستان ته ماته ورکړه.

پاکستان بيا د همدې سياليو په دوهمه لوبه کې ايرلينډ ته د ۷ ويکټو په توپير ماته ورکړې وه.

نن د دې سياليو په دريمه لوبه کې به د لوبلړۍ بريالۍ لوبډله معلوميږي.