ایران په بامیانو کې پر بهرنیو سېلانیانو شوی برید «ترهګریز» بللی

د ایران د بهرنیو چارو وزارت په بامیان کې پر بهرنیو سېلانیانو د شوي بریدونو غندنه کړې. د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعاني په خپله اېکس پاڼه لیکلي، په بامیانو کې شوی برید «ترهګریزه پېښه» ده چې د ترهګرو ډلو لهخوا ترسره شوې ده.






