ترکیې افغانستان ته ۲۴ ټنه بشري مرستې ولېږلې

په کابل کې د ترکیې سفارت اعلان کړی، چې ۲۴ ټنه روغتیایي او بشري مرستې یې مزارشریف ته استولې او د افغانستان سرې میاشتې ټولنې ته یې سپارلې دي. د ترکیې سفارت د دغو مرستو د عکسونو په خپرولو سره ویلي، چې «په سختو ورځو کې د افغانستان له خلکو سره ولاړ یو.»






