طالبان: په غور ولایت کې د سېلابونو راوتو له امله ۵۰ کسان مړه شوي دي

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په غور ولایت کې د سېلابونو د راوتو له امله پنځوس کسان مړه شوي دي.

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په غور ولایت کې د سېلابونو د راوتو له امله پنځوس کسان مړه شوي دي.
د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه سېلابونه د (غویي په ۲۸مه) نېټه په فېروزکوه، دولتیار، شهرک، تولک، دولینه، مرغاب او لعل و سرجنګل ولسوالیو کې یې خلکو ته ګڼ ځاني او مالي تاوانونه اړولي دي.د دغې خبرپاڼې له مخې، په دغه سېلابونو کې لسګونه کسان تري تم دي.خبرپاڼه زیاتوي، چې په دغو سېلابونو کې ۲ زره کورونه بشپړ او ۴زره کورونه څه نا څه نړیدلي او ورسره سلګونه هکټاره کرنیزه ځمکه او پلچکونه هم نړیدلي دي.دغه وزارت د قربانیانو په شمېر کې د زیاتوالي خبرداری هم ورکړی دی.


په کابل کې د ترکیې سفارت اعلان کړی، چې ۲۴ ټنه روغتیایي او بشري مرستې یې مزارشریف ته استولې او د افغانستان سرې میاشتې ټولنې ته یې سپارلې دي. د ترکیې سفارت د دغو مرستو د عکسونو په خپرولو سره ویلي، چې «په سختو ورځو کې د افغانستان له خلکو سره ولاړ یو.»
دغه سفارت د جمعې په ورځ د (غويي ۲۸مه) په خپلې اېکس پاڼه لیکلي، چې ترکیه پر ټپونو پټۍ لګولو ته دوام ورکوي.
د خپرو شویو مالوماتو پر بنسټ په پام کې ده، چې ډېر ژر به پر بشري مرستو بار د ترکیې موټریز کاروان هم د افغانستان پر لوري وخوځېږي.
د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې مرګونو سېلابونو د ځاني زیانونو تر څنګ پراخ مالي تاوانونه هم اړولي دي.
د طالب چارواکو په وینا، یوازې د بغلان په ولایت کې سېلاب ۳۱۵ تنه وژلي او ډېر کورونه یې ویجاړ کړي دي.

د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمداشرف حقشناس وایي، د خوست - پکتیا لویه لار چې د خوست ولایت په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د غرښویېدني له امله د تګ راتګ لپاره تړل شوې وه بېرته پرانیستل شوه.
نوموړي په اېکس پاڼه لیکلي، د دغه ولایت د ټولګټو چارو ریاست هڅه کوي چې دغه لویه لار ژر تر ژره په پشپړه توګه پاکه کړي.
دغه لاره تزره ورځ د غر ښویېدنې له امله د ټرافیکو پرمخ تړل شوې وه.
له بل پلوه بیا د فیض اباد-بهارک لویه لاره هم د تګ راتګ لپاره وتړل شوه.
په بدخشان کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ مشر ذبیح الله امیري وایي، چې دغه لاره په اب افچک سیمه کې د سېلاب راوتو له امله تړل شوې ده.


په هرات ولایت کې ځايي چارواکي وايي، چې د دغه ولایت په کرخ ولسوالۍ کې تېره ورځ د یوې ټرافیکي پېښې له امله ۱۸ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر اژانس په خپل یوه خپور شوي راپور کې ویلي، دغه پېښه په کرخ ولسوالۍ کې د یوه کاسټر موټر او موټر سایکل ترمنځ د ټکر له امله رامنځته شوې، چې په کې ۴ تنه مړه شوي او ۱۴ نور ټپیان شوي دي.
د دغه ولایت د حوزوي روغتون د بېړنۍ څانګې مسوول ډاکټر احمدفهيم افضلي ویلي، چې په دې پېښه کې مړي او ټپيان د سيمې روغتون ته لېږدول شوي دي.
په تېرو وروستیو کې د افغانستان په بېلابېلو برخو کې ټرافیکي پېښې ډېرې شوې چې لامل یې د لارو خرابوالی او د موټر چلوونکو بې احتیاطي ښودل کېږي.

د ماشومانو د ژغورنې نړۍواله اداره وايي، په بغلان ولایت کې وروستیو سېلابونو ګڼ ماشومان بېکوره کړي او د سر پناه کولو لپاره په کنډوالو او بېدیاو کې ژوند تېروي.
دغې ادارې په خپل وروستي راپور کې ویلي، د ماشومانو او مېرمنو سره د مرستې په پار یې په بغلان کې کرځنده روغتیايي کلینیک جوړ کړی چې د ښځینه او نارینه ډاکټرانو تر څنګ د رواني ناروغیو متخصصین هم په کې کار کوي.
دغه بنسټ دا رنګه ویلي، چې د بغلان په سېلاب ځپلو سیمو کې ماشومان پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري چې له همدې امله دمګړۍ ځیني ماشومان د نس په ناروغیو اخته شوي دي.
دغه بنسټ دا رنګه ویلي، چې په تېرو څو ورځو کې یې خوراکي توکي، دارو درمل او کمپلې پر اړمنو خلکو وېشلې دي.
په افغانستان کې د دغه بنسټ مشر ارشد مالک وايي: سېلابونه د لنډمهاله ستونزو تر څنګ اوږدمهاله کړاوونه هم رامنځته کوي او مرستندویه ټولنو ته په کار دي، چې په دې برخه کې دوامدارو مرستو ته دوام ورکړي.
هغه وایي، دا مهال سېلاب ځپلي ماشومان تر هر څه زیات پاکو اوبو ته اړتیا لري چې په دې توګه د ناروغیو مخنیوی او په راتلونکي کې د یو بل کړاو مخه پرې نیول کېدای شي.
نوموړي دا رنګه له سېلاب ځپلو سره د رواني درملنې په برخه هم ټینګار کړی، ځکه د هغه په خبره هغو ماشومانو چې خپل خپلوان یې په سېلابونو کې وژل شوي او ودان کورونه یې نړیدلي له دې امله سخت کړېږي او دوامداره ملاتړ ته اړتیا لري.
د ماشومانو د ژغورنې نړۍواله اداره وايي، چې په تېرو درې ورځو کې یې ۵۰ زره لیټره پاکې اوبه پر سېلاب ځپلو کورنیو وېشلې دي.

د بلخ په ولایت کې سرچېنې وايي، چې د پخواني توغندي د یوې سرګلولې په چاودنه کې د یوې کورنۍ دوه تنه ماشومان وژل شوي او یو بل یې ټپي دی.
دغې سرچېنې افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، چې پېښه د بلخ ولسوالۍ په علم خېلو کلي کې پرون جمعه د (غويي ۲۸مه) هغه مهال شوې چې دغه ماشومان په لوبو بوخت وو.
دغې سرچېنې وویل، چې وژل شوي او ټپي شوی ماشوم د یوې کورنۍ غړي وو چې د لسو او اتو کالو په شاوخوا کې یې عمرونه لرل.
د یو بل خبر له مخې، یو ۱۷ کلن ځوان د بادغیس په ولایت کې د یو پخواني ماین په چاودنه کې وژل شوی دی.
دغه پېښه د بادغیس ولایت د قادس ولسوالۍ په جوالق سیمه کې شوې، چې د پخوانۍ جګړې یو پاتې شوی ماین پر دغه ځوان چاودېدلی او هغه یې ځای پر ځای وژلی دی.
په افغانستان کې له تېرو څلور لسیزو جګړو پاتې شوی ستر میراث ماینونه او چاودېدونکي توکي دي، چې ډېر ځله د افغانستان په لرو پرتو سیمو کې خلکو په تېره بیا ماشومانو ته مرګ ژوبله اړوي.
که څه هم چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو تر چتر لاندې د ماین پاکۍ ګڼې ادارې کار کوي؛ خو د ماینونو په اړه د عامه پوهاوي کچه کمه ده او ګڼ خلک په تېره بیا ماشومان نه پوهېږي، چې ځانونه له دغو پټو بلاوو څخه څرنګه خوندي وساتي.