• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

افغان لوبډله په نړېوال جام کې د ګډون په موخه د کربین سېنټ کېټس او نېوېس ټاپو ته ورسېدله

۳۰ غویی ۱۴۰۳ - ۱۹ می ۲۰۲۴، ۰۸:۴۳ GMT+۱

د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، افغان ملي لوبډله په ویسټ اینډیز کې ترسره کېدونکي نړېوال جام سیالیو کې د ګډون په موخه کربین سېنټ کېټس او نېوېس ټاپو ته ورسېده.

د افغانستان کرېکټ بورډ د یک شنبې په ورځ د (غوايي ۳۰مه) په اېکس پاڼه لیکلي، چې د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله په نړېوال جام کې د ګډون په موخه د کربین سېنټ کېټس او نېوېس ټاپو ته ورسېدله.

افغان کرېکټ بورډ وايي؛ ملي لوبډله به په دغه ټاپو کې د ترسره کېدونکي نړېوال شل اوریز جام د چمتوالي په موخه لس ورځنی کمپ هم ترسره کړي.

د کرېکټ شل اوریز نړېوال جام د ویسټ انډیز او امریکا په کوبتوب ترسره کیږي.

د دغه جام لومړۍ لوبه د امریکا او کاناډا لوبډلو تر منځ د راتلونکي جون میاشتې په دویمه نېټه په امریکا کې ترسره کیږي.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲
ځانګړی

د اختر په مناسبت؛طالبانو مدرسو ته مېلیونونه افغانۍ ځانګړې کړې خو ښوونکو تنخوا نه‌ده اخیستې

۳

طالبانو الله ګل مجاهد د خپل زوی په جنازه کې له ګډون وروسته بېرته زندان ته لېږدولی

۴

ملا شیرین د کندهار سیمه ییزو چارواکو ته د امنیتي پېښو په تړاو خبرداری ورکړی

۵

تېرو درېیو ورځو کې؛ د پاکستان له زندانونو نږدې ۴۰۰ افغانان خوشې شوي دي

•
•
•

نور کیسې

د انګلنډ ښځو کرېکټ لوبډلې په دویمه لوبه کې پاکستان ته په ماتې ور کولو لوبلړۍ وګټله

۲۹ غویی ۱۴۰۳ - ۱۸ می ۲۰۲۴، ۱۳:۰۹ GMT+۱

د انګلنډ ښځو کرېکټ لوبډلې د دريو شل اوره لوبو لړۍ په دویمه لوبه کې پاکستان ته د ۶۵ منډو په توپير ماتې ورکړه او دا لړۍ يې په خپل نوم کړه. د انګلنډ ښځو کرېکټ لوبډلې په لومړۍ لوبه کې هم پاکستان ته د ۵۳ منډو په توپير ماته ورکړې وه.

دغه درې شل اوره لوبلړۍ، د انګلنډ په کوربتوب تر سره کېږي.

انګلنډ په دویمه لوبه کې پرون د پاکستان په وخت ماښام د شپې لس بجې په نارتهمپټن لوبغالي کې لومړۍ توپوهنه غوره کړه.

د انګلند ښځينه کرېکټ لوبډلې د خپلو ۶ لوبغاړو په سوځېدو په شلو اورونو کې پاکستان ته ۱۴۴ مندې هدف وټاکه.

د انګلنډ په لوبډله کې اليس کفسي په ۳۳ توپونو ۳۱ او برونټ په ۲۱ توپونو ۳۱ تر نورو لوبغاړو ډېرې منډې جوړې کړې.

د پاکستان په توپ اچونه کې ندا ډار دوې انګلنډۍ لوبغاړي وسوځولې.

خو په توپ وهنه کې د پاکستان ښځينه کرېکټ لوبډلې ټول لوبغاړي په ۱۵.۵ اور کې وسوځېدل او يوازي يې ۷۹ مندې جوړي کړې.

انګلنډ دغه لوبه د ۶۵ منډو په توپير وګټل.

انګلنډ ښځيه کرېکټ لوبډلې په لومړۍ لوبه کې هم پاکستان ته د ۵۳ منډو په توپير ماتې ورکړې وه او د دویمې لوبې ګټلو سره يې د دريو شل اوره لوبو لړۍ په خپل نوم کړه.

د پاکستان او انګلنډ د دې لوبډلو دریمه لوبه د مۍ پر ۱۹ ده.

د ندا ډار په مشرۍ د پاکستان ۱۷ کسیزه لوبډله له شل اوره لوبلړۍ وروسته له انګلنډ لوبډلې سره پنځوس اوره یا یو ورځنۍ درې لوبې هم لري.

په بهر کې د پاکستان ښځينه کرېکټ لوبډلې دا سیالۍ له هغه وروسته دي چې بریتانیا ته تر روانېدو څو ورځي وړاندې یې په خپل کور کې د پنځو شل اوره او د ۳ يو ورځنيو لوبو په دواړه لوبلړیو کې له ويسټ انډيز ماتې وخوړه.

د کرېکټ وتلی افغان ستوری راشد خان له څلورو کلونو وروسته افغانستان ته ستون شو

۲۹ غویی ۱۴۰۳ - ۱۸ می ۲۰۲۴، ۱۰:۱۸ GMT+۱

افغان کرېکټ ستوری او په نړیواله کچه مشهور اتوپ اچوونکی راشد خان له څلورو کلونو وروسته افغانستان ته ستون شو. کرېکټ بورډ په بهر کې د راشدخان د څلورو کلونو د پاتېدو لامل د هغه بوخت مهال وېش بللی دی.

د کرېکټ بورډ مسولينو او ځوانانو په کابل هوايي ډګر کې نن د نړۍ د دغه مشهور توپ اچوونکي او د شل اوره افغان ملي لوبډلې د کفتان راشد خان ارمان تود هرکلی وکړ.

د ملي لوبډلې دغه پياوړی لوبغاړی او کفتان پر داسي مهال افغانستان ستنيږي، چې وړمه ورځ د افغان ملي لوبډلې لوبغاړو په شل اوره نړیوال جام کې د ګډون لپاره سفر پیل کړ.

دوی په راتلونکې مياشت کې په امريکا او ويسټ انډيز کې د نړیوال شل اوره جام له پیلېدو مخکې په انتیګا کې د لسو ورځو تمریناتي کمپ لري.

د پاکستان د ښځو کرېکټ لوبډله نن له انګلنډ سره دویمه شل اوره سیالي لري

۲۸ غویی ۱۴۰۳ - ۱۷ می ۲۰۲۴، ۱۲:۱۹ GMT+۱

د پاکستان د ښځو کرېکټ ملي لوبډله نن په انګلنډ کې د کوبه ښځینه کرېکټ ټیم سره دویمه شل اوره لوبه لري. دا لوبه د پاکستان په وخت د ماښام لس نیمې بجې د انګلنډ په نارتهمپټن کې پیلېږي. د انګلنډ ښځو کرېکټ لوبډلې لومړنۍ لوبه د ۵۳ منډو په توپیر ګتلې ده.

د دریو شل اوره لوبو د لړۍ لومړنۍ سیالي انګلنډ ګټلې ده او که پاکستان په دې لوبه کې هم ماته خوري، نو لوبلړۍ به د انګلنډ په نوم شي.

د دواړو لوبډلو لومړنۍ لوبه د مۍ پر ۱۱ وه، چې پکې انګلنډ ۱۵۳ منډې هدف وټاکه، خو د پاکستان ټوله لوبډله د ۱۱۰ منډو تر جوړوو وسوځېده.

د پاکستان او انګلنډ د دې لوبډلو دریمه لوبه د مۍ پر ۱۹ ده.

د ندا ډار په مشرۍ د پاکستان ۱۷ کسیزه لوبډله له شل اوره لوبلړۍ وروسته له انګلنډ لوبډلې سره پنځوس اوره یا یو ورځنۍ درې لوبې هم لري.

په بهر کې د پاکستان ښځينه کرېکټ لوبډلې دا سیالۍ له هغه وروسته دي چې بریتانیا ته تر روانېدو څو ورځي وړاندې یې په خپل کور کې د پنځو شل اوره او د ۳ يو ورځنيو لوبو په دواړه لوبلړیو کې له ويسټ انډيز ماتې وخوړه.

د افغانستان د ویلچر باسکټبال د بي ګروپ اتلولي د میمنې لوبډلې وګټله

۲۷ غویی ۱۴۰۳ - ۱۶ می ۲۰۲۴، ۲۰:۱۰ GMT+۱

د افغانستان د ویلچر باسکټبال د بي ګروپ سیالۍ چې د اتو لوبډلو ترمنځ روانې وې، نن د میمنې لوبډلې په اتلولۍ سره پای ته ورسېدې. دا سیالۍ د سور صلیب او د نوه انلوس بنسټ په مالي ملاتړ د بدني روزنې او ورزش ریاست په همکارۍ په کابل کې تېره شنبه پیل شوې وې.

په دې سیاليو کې د کابل، خوست، باميان، لغمان، کندهار، ميمنه، غور او میدان وردګ لوبډلو برخه اخيستې وه.

د دې سياليو ګټونکې لوبډلې میمنې د الف ګروپ سياليو ته لاره پيدا کړه.

له همدې سيالیو وروسته د کابل، بلخ، بدخشان، هرات، پروان او ننګرهار په ګډون د شپږو ولایتونو د د ویلچر باسکېټبال د الف لوبډلو سیالۍ هم کېږي.

د نړۍوال جام لپاره د افغان کرېکټ ملي لوبغاړو د جامو په بڼه کې بدلون راغلی

۲۷ غویی ۱۴۰۳ - ۱۶ می ۲۰۲۴، ۱۶:۱۶ GMT+۱

د افغانستان کرېکټ بورډ راتلونکي نړۍوال جام ته د ملي لوبډلې د لوبغاړو د جامو بڼه کې هم بدلون را وستی دی. کرېکټ بورډ د دغه جام لپاره په تمریناتي کمپ کې د ګډون لپاره د افغان لوبډلې له روانېدو سره هممهاله یوه ویډیو خپره کړې، چې پکې د افغان لوبغاړو د جامو نوې بڼه ښکاري.

کرېکټ بورډ له دې ویډیو سره په خپله اعلامیه کې زیاتوي:«د راتلونکي نړۍوال جام لپاره د افغان اتلانو لباس چې واحد افغانستان او پکې شته قومونه، د ښکلي هېواد لال او لاجورد او دغه راز د غنمو وږى پکې ځاى پر ځاى او تعريف شوي دي.»

د کرېکټ د ۲۰۲۴ کال۲۰ اوره نړۍوال جام سيالۍ راتلونکې جون مياشت په امريکا او ويسټ انډيز کې وشي.

افغان لوبډله په دې سیالیو کې د ګډون لپاره په انټیګا کې لس ورځنی تمریناتي کمپ لري.

د کرېکټ بورډ د خبر له مخې؛ افغان لوبډله نن متحده عربي اماراتو ته لاړه او هغه ځایه به سبا د لندن له لارې انټېګا ته ورسېږي.