د پاکستان بهرنیو چارو وزیر د افغانستان لپاره د شانګهای د تماس ډلې د بیا جوړېدو غوښتنه وکړه

د پاکستان بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار د سه شنبې په ورځ د شانګهای په غونډه کې وویل چې طالبان باید د «ټولګډونه سیاست او د افغانانو حقونو ته د درناوي اصول» ومني. هغه وویل، «د افغانستان لپاره د تماس ډله باید د شانګهای په سازمان کې را ژوندۍ او د عملي همکارۍ لپاره یو چوکاټ جوړ شي.»





