د پاکستان پوځ وايي، په بلوچستان کې یې د عملیاتو پر مهال ۲۹ وسله وال وژلي

د پاکستان پوځ رسنیزې څانګې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د تېرې ورځې په عملیاتو کې یې د بلوچستان ژوب ضلعې په سمبازه سيمه کې ۲۹ وسله وال وژلي. پوځ په دغه بیان یو ځل بیا طالبان تورن کړي چې دغه وسله وال یې د افغانستان له خاورې را اړولي وو.





