توماس وېسټ د قطر د بهرنیو چارو له وزیر سره د افغانستان په اړه خبرې کړې دي

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس وېسټ د قطر د بهرنیو چارو له وزیر محمد الخلیفي سره خبرې اترې کړې دي. ښاغلي وېسټ د چهارشنبې په ورځ د (غبرګولې ۲ مه) په خپلې اېکس پاڼه لیکلي:« د افغانستان د راتلونکې لپاره لارې چارې» د دغو خبرو اترو غوښنه برخه وه.





