ملګري ملتونه: د افغانستان په اړه د دوحې درېیمه ناسته د جون په ۳۰مه جوړېږي

ملګرو ملتونو ویلي، چې د دوحې درېیمه ناسته به د افغانستان لپاره د هېوادونو د ځانګړو استازو په ګډون د جون په ۳۰مه او جولای په لومړۍ نېټه (د وږي ۱۰مه او ۱۱مه) جوړه شي. ملګرو ملتونو د دغې ناستې موخه «له افغانستان سره په همغږي او منظمه توګه د نړۍوالو د تعامل ډېرښت» یاد کړی دی.





