ملا حسن له سېل ځپلو سره د مرستې لپاره د ډالري او افغاني حسابونو د پرانیستې غوښتنه وکړه

د طالبانو رییس‌الوزرا ملا محمد حسن اخوند په تازه حکم کې ویلي، چې د دغې ډلې د مالیې وزارت دې له سېل ځپلو سره د مرستې لپاره ډالري او افغاني حسابونه جوړ کړي. ملا حسن اخوند زیاتوي، د دغو حسابونو په جوړېدو سره به اړمنو کسانو ته په سمه توګه د مرستو د رسولو لپاره یو روڼ ادرس موجود وي.