ملا برادر او امیرخان متقي د ایران د ولسمشر په جنازه کې د ګډون لپاره تهران ته لاړل

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند وايي، د دې ډلې د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي په مشرۍ پلاوی تهران ته لاړ. ضیاء احمد تکل په خپل اېکس کې لیکلي، چې دغه طالب چارواکي به د ایران د ولسمشر ابراهیم رییسي د جنازې په مراسمو کې ګډون وکړي.