طالبان د نجونو له ګډون پرته د کانکور ازموینه په پنځو پړاوونو کې اخلي

د ازموینې په ملي اداره کې د طالبانو رییس په پنځو پړاوونو کې د کانکور د ازموینې د اخیستو خبر ورکړ. عبدالباقي حقاني نن په یوه خبري کنفرانس کې پرته له دې چې د کانکور د سږني کال په ازموینه کې د نجونو د حضور په اړه څه ووایي، اعلان وکړ چې دغه ازموینې به د غبرګولي په ۱۷مه نېټه پیل شي.





