طالبان: د هغو سلو کورنیو لپاره ۲ بهرني بنسټونه کورونه جوړوي، چې د بامیان سمڅو کې اوسېږي

د طالبانو تر واک لاندې باختر خبري اژانس د چهارشنبې په ورځ د (غبرګولي په دویمه) راپور ورکړی، چې د وینتوی او د اېټالیا د فلورانس پوهنتون پرېکړه کړې چې د سلو بامیاني کورنیو لپاره چې په سمڅو کې اوسېږي نوي کورونه جوړ کړي چې شاوخوا ۳۰۰ زره ډالره لګښت به پرې راشي.