لانګ وار جورنال: په افغانستان کې مقاومت په زیاتېدو دی خو د طالبانو لپاره ګواښ نه دی

لانګ جورنال مجلې لیکلي، چې په افغانستان کې د بېلابېلو ډلو له خوا مقاومت د زیاتېدو په حال کې دی، خو تر اوسه د طالبانو د حکومت لپاره کوم ګواښ نه دی. دغې مجلې ویلي، چې د طالبانو د پرځولو یوازینی چانس د اختلافاتو پرېښودل او د یوه منظم سازمان جوړېدل دي.