• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ملا برادر: د دوحې غونډه د طالبانو له ګډون پرته نتیجې ته نه رسېږي

۳ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۲۳ می ۲۰۲۴، ۱۱:۵۷ GMT+۱تازه شوی: ۷ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۲۷ می ۲۰۲۴، ۱۳:۳۲ GMT+۱

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا برادر د قطر د بهرنیو چارو مرستیال وزیر سره لیدنه کې ویلي، د دوحې غونډه د دوی له ګډون پرته نتیجه نه لري. د قطر د دولت وزیر په مشرۍ پلاوي نن کابل ته په تللو د طالبانو د ریاست الوزرا له اداري مرستیال عبدالسلام حنفي سره هم لیدلي دي.

د عبدالسلام حنفي دفتر وايي، په دې لیدنه کې د قطر د بهرنیو چارو وزیر مرستیال هم و او د خپلمنځي اړیکو پر پراختیا خبرې وشوې.

د نوموړي د دفتر په اعلامیه کې د دوحې غونډې ته اشاره نه ده شوې، خو د طالبانو د ریاست الوزار د اقتصادي مرستیال دفتر په خپله اعلامیه کې دا غونډه هم یاده کړې ده.

د دې اعلامیې له مخې د قطر مرستیال بهرنیو چارو زویر له ملا بردار سره په لیدنه کې له دې ډلې غوښتي چې د دوحې غونډه کې ګډون وکړي.

محمد بن عبدالعزیز الخلیفي ویلي، قطر هیله من دی چې د طالبانو ګډون سره د دوحې راتلونکې غونډه کې نتیجه ترلاسه شي.

ملا برادر هم په ځواب کې ویلي، چې د طالبانو له ګډون پرته ورته غونډې نتیجه نه ور کوي.

نوموړي هیله ښودلې چې په دا ډول غونډو کې د طالبانو نظر او دریځ ته درناوی وشي: «د اسلامي امارت له استازي پرته د افغانستان په اړه نړیوالې جوړېدونکې غونډې کومې پایلې ته نشي رسېدلی نو پکار ده، چې په دې ډول غونډو کې د اسلامي امارت دریځ ته درناوی او خبره یې واورېدل شي.»

د دوحې دریمه غونډه اوه ورځې وروسته د قطر پلازمېنه کې پیلېږي.

ملګرو ملتونو ویلي دي، د دې غونډې هدف «له افغانستان سره په منظم ډول د نړیوالو اړیکو زیاتول دي.»

د قطر تر پلاوي مخکې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې روزمیري ډي کارلو کابل ته د سفر په ترڅ کې طالب چارواکو ته د دوحې غونډه کې د ګډون بلنه ورکړې ده

طالبانو په دغه غونډه کې د ګډون په هکله څه نه دي ویلي، خو په تېره غونډه کې یې ګډون ونه کړ.

طالبان په تېره غونډه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي له ټاکلو سره مخالف و.

دوی وايي، یوناما په افغانستان کې شته او بل استازي ټاکلو ته اړتیا نشته.

له بلې خوا نن دد ملا کبیر په مشرۍ طالبانو سیاسي کمېسیون په یوه ناسته کې په دوحه کې د راتلونکې غونډې په اړه خبرې کوي.

نوموړي د دوحې په دریمه غونډه کې ګډون د دغې ډلې د «موقف» منلو سره مشروط بللی دی.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

د هواپوهنې اداره: په ۲۱ ولایتونو کې د باران، تالندې، سېلیو او سېلابونو راوتو اټکل شوی دی

۳ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۲۳ می ۲۰۲۴، ۱۰:۵۴ GMT+۱

د طالبانو تر کنټرول لاندې د هواپوهنې اداره وایي، چې نن او سبا (د غبرګولي په ۳مه او ۴مه نېټه) په ۲۱ ولایتونو کې د شړکنده باران، تالندې، تېزو سېلیو او سېلابونو د راوتو اټکل شوی دی.

دغې ادارې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې دغه وړاندوینه د سالنګونو په ګډون د بدخشان، کونړ، نورستان، پنجشېر، تخار، کندوز، بغلان، کاپیسا، لغمان، پروان، کابل، سمنګان، میدان وردک، بلخ، بامیان، سرپل، دایکندي، جوزجان، فاریاب، بادغیس او غور ولایتونو لپاره شوې ده.
د خبرپاڼې له مخې، په بېلابېلو سیمو کې د باران کچه له ( ۱۵ تر ۵۰) ملي مترو اټکل شوې ده.
خبرپاڼې کاږلي، چې د سالنګونو په ګډون په شمالي، لوېدیځو، سوېلي او مرکزي ولایتونو کې د تېزو سېلیو اټکل هم شوې دی، چې د چټکوالي کچه یې په یوه ساعت کې له (۳۰ څخه تر ۸۰) کیلو متره اټکل شوې ده.
له بل پلوه په فاریاب، بغلان او سرپل ولایتونو کې تازه سېلابونو ۱۵ کسان مړه کړي او ۸ نور تري تم دي.

تر دې دوه ورځې وړاندې پېښو ته د رسېدو په چاروکو کې د طالبانو وزارت ویاند ویلي و، په تېرو نږدې لسو ورځو کې په افغانستان کې د سېلابونو له امله ۲۹۴ کسان مړه شوي دي.

جانان سایق په یوې خبري ناسته کې زیاته کړې وه، چې د وروستیو سېلابونو له امله شاوخوا ۱۵ زره کورونه وېجاړ شوي دي.

ښاغلي سایق ویلي، چې دغه مړینه روان کال د غويي له ۲۰مې د غبرګولي تر لومړۍ په بغلان، غور، تخار، فاریاب، بدخشان، سمنګان، بادغیس، بامیان او کاپیسا ولایتونو کې ځايي خلکو ته اوښتې ده.

افغانستان کې سېلابونه؛ په فاریاب، بغلان او سرپل ولایتونو کې یې ۱۵تنه مړه کړي او ۸تري تم دي

۳ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۲۳ می ۲۰۲۴، ۰۸:۱۶ GMT+۱

د افغانستان په یوشمېر ولایتونو کې د تازه سېلابونو پر دوام؛ یوازې په فاریاب کې د راوتلو سېلابونو له امله نهه کسه مړه شوي او اته نور تري تم دي.

په فاریاب کې د طالبانو د امنیه قومندانۍ مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې دغه سېلابونه د لولاش کوهستان ولسوالۍ په غرجي کلي کې راوتلي دي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې په دغه سیمه کې د خلکو هرڅه په اوبو لاهو شوي او سېلاب ځپلي لومړنیو بېړنیو توکو ته سخته اړتیا لري.
طالبان وایي، چې د تلفاتو په شمېر کې د زیاتوالي احتمال هم شته.
ورته مهال په سرپل ولایت کې طالبان وایي، چې په کوهستاناتو ولسوالۍ کې سېلابونو د یوه ماشوم په ګډون څلور ښځې وړې دي.
په سرپل ولایت کې د طالبانو د والي ویاند حبیب‌الله سیمه‌ییزو رسنیو ته ویلي، چې دغه سېلابونه تېره شپه په صوفک کلي کې راغلي، چې له امله یې ۱۵۰ کورونه او سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه هم ویجاړه شوې ده.
له بل پلوه په بغلان ولایت کې د خوست ولسوالۍ لپاره د طالبانو ولسوال محمدثناء حقجو وایي، چې د بغلان ولایت په خوست ولسوالۍ کې سېلابونو یو کس مړ کړی دی.
د نوموي په وینا، دغه سېلابونو ۲۰۰ کورونه، ۵۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه ویجاړه کړې او ۷۰۰ څاروي هم له منځه تللي دي.
په پنجشېر ولایت کې هم د سېلابونو د راوتو راپورونه لاس په لاس کېږي.
په پنجشېر ولایت کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په ابشار ولسوالۍ کې د سېلابونو راوتو له امله د دغې ولسوالۍ لاره تړل شوې؛ خو د تلفاتو او زیانونو په اړه یې څه نه دي ویلي.

تر دې دوه ورځې وړاندې پېښو ته د رسېدو په چاروکو کې د طالبانو وزارت ویاند ویلي و، په تېرو نږدې لسو ورځو کې په افغانستان کې د سېلابونو له امله ۲۹۴ کسان مړه شوي دي.

جانان سایق په یوې خبري ناسته کې زیاته کړې وه، چې د وروستیو سېلابونو امله شاوخوا ۱۵ زره کورونه وېجاړ شوي دي.

ښاغلي سایق ویلي، چې دغه مړینه روان کال د غويي له ۲۰مې د غبرګولې تر لومړۍ په بغلان، غور، تخار، فاریاب، بدخشان، سمنګان، بادغیس، بامیان او کاپیسا ولایتونو کې ځايي خلکو ته اوښتې ده.

افغان ښځینه فلم جوړونکې له یوه امریکايي بنسټ څخه د ښځو د حقونو نړیواله جایزه ترلاسه کړه

۳ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۲۳ می ۲۰۲۴، ۰۴:۵۱ GMT+۱

یوې پېژندل شوې افغان فلم جوړونکې د امریکا په متحدو ایالتونو کې د «فیمینسټانو له یوه بنسټ» نړیواله جایزه ترلاسه کړه. صحرا ماني له هغه وروسته د دې جایزې وړ وګڼل شوه چې د طالبانو په وړاندې د افغان ښځو د مقاومت مستند فلم «ډوډۍ او سره ګلان» یې سم انځور کړی و.

د فیمینسټانو یوه بنسټ د چهارشنبې په ورځ د غبرګولي دویمه په یوه خبرپاڼه کې وویل، چې تېره اونۍ یې په لاس انجلس کې د ښځو د حقونو د شپاړسمې کلنۍ جایزې ورکړې د مراسمو کوربتوب وکړ.

په دې مراسمو کې د نړۍ د ښځو د حقونو لپاره د ماویس لینو جایزه صحرا ماني او د «ډوډۍ او سره ګلان» مستند فلم ډلې ته ورکړل شوه. صحرا ماني ته دغه جایزه په امریکا کې د ټلویزیون د یوه پخواني ویاند جي لینو او د هغه د مېرمنې ماویس لینو، د دغه بنسټ د مدیره پلاوي غړو او د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون پخوانۍ مشرې ډاکټرې سیما سمر له خوا ورکړل شوه.

اغلې ماني په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې د ډوډۍ او سره ګلان مستند فلم سره «زما هدف دا و چې د خپل هیواد د میرمنو مبارزه راتلونکي نسل ته ورسوم.»

هغې هیله څرګنده کړه چې که وکولای شي د افغان ښځو غږ پورته کړي او د دغه هېواد په بدلون کې برخه واخلي.

ډوډۍ او سره ګلان په کابل کې د طالبانو پر وړاندې د افغان ښځو د مقاومت کیسې ته یوه کتنه ده. دا فلم د دریو افغان میرمنو کیسه بیانوي او ښیي چې په ۲۰۲۱ کې د طالبانو له واک ته رسیدو وروسته د دوی ژوند څنګه بدل شو او دوی څنګه په زړورتیا سره د «جنسیتي توپیر» پر وړاندې ودریږي.

ډوډۍ او سره ګلان په ۱۴۰۲ کال کې د کانز په ۷۶وم نړېوال فستیوال کې ځانګړی نمایش درلود.

د اغلې ماني تر ځنګ، د متحده ایالاتو د کانګرس پخوانۍ استازې کارولین مالوني، او د نسایی ناروغیو متخصصه ډاکټر اسټین ډینارډ، ، د فیمینسټانو دغه بنسټ د ایوارډونو ورکړې وړ وپیژندل شوې.

د فیمینسټانو دغه بنسټ د ښځو د حقونو نړیواله جایزه هر کال یو لږ شمېر څېرو ته ورکول کیږي چې د ښځو او انجونو د حقونو په وده کې یې د پام وړ ونډه اخیستې او د هغو بې عدالتیو په اړه چې میرمنې د جنسیت له امله ورسره مخ دي د پوهاوي په لوړولو کې مرسته کړې وي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وایي، د زرګونه امریکایي ډالرو د قاچاق مخه یې نیولې ده

۲ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۲۲ می ۲۰۲۴، ۲۰:۱۳ GMT+۱

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند وایي، چې طالبانو د ۲۷ زره امریکایي ډالرو د قاچاق مخه نیولې ده.

مفتي عبدالمتین قانع د چهارشنبې په ورځ ( د غبرګولي دویمه) پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي، چې یو تن یې چې غوښتل یې ۲۷زره امریکایي ډالر په ناقانونه توګه پاکستان ته قاچاق کړي د تورخم بندر شاو خوا کې نیولی دی.

همدا راز ښاغلي قانع وایي، چې د خوست امنیه قوماندانۍ امنیتي منسوبینو درې تنه چې غوښتل یې د پېسو په بدل کې یو کور ته لاسي بمونه وغورځوي نیولي دي.

ښاغلی قانع وویل: «له نیول شویو کسانو درې کړۍ لاسي بمونه ترلاسه شوي او د هغه کس د نیولو هڅې رواني دي چې دوی ته یې ددغه ناوړه کار لپاره پیسې ورکړې وې.»

طالبانو په کابل کې مدني فعال نور اغا ابراهیمي د درېیم ځل لپاره نیولی دی

۲ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۲۲ می ۲۰۲۴، ۱۹:۳۶ GMT+۱

د مدني فعال نور اغا ابراهیمي د کورنۍ یو غړي د نوم د نه ښودلو په شرط افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل، چې نوموړی د کابل په خوشحال خان مېنه کې د طالب استخباراتو له خوا نیول شوی دی.

د سرچینې په خبره، چې نور اغا ابراهیمي نن چهارشنبه د کابل په خوشحال خان مېنه کې دوه بجې د طالبانو له خوا نیول شوی او نامعلوم ځای ته لېږدول شوی دی.

د طالبانو له خوا د کابل له نیولو لس ورځې وروسته نوموړی په کابل کې د لومړي ځل لپاره د طالبانو له خوا ونیول شو، چې وروسته بېرته خوشې شو.

پر نوموړي تور و، چې د احمد مسعود په مشرۍ د مقاومت جبهې لپاره کار کوي؛ خو له پلټنو وروسته بېرته خوشې شو.

نور اغا ابراهیمي دویم ځل لپاره یو ځل بیا د مقاومت جبهې سره د همکارۍ په تور د طالبانو له خوا ونیول شو، چې نېږدې څلور میاشتې وروسته بېرته راخوشې شو.

د نوموړي د کورنۍ غړي وايي، چې نن د درېیم ځل لپاره نوموړی د طالبانو د استخباراتو له لوري نیول شوی؛ خو تر اوسه یې ځای نه دی معلوم.

نور اغا ابراهیمي د جمهوریت پر مهال مدني او سیاسي فعالیت کاوه او د هغه پلار وصیل ابراهیمي د جمهوري دولت د لومړي مرستیال د مشاور په توګه دنده سرته رسولې ده.