طالبانو د ناروې، اېرلنډ او اسپانیې هېوادونو لخوا د فلسطین دولت په رسمیت پېژندنې هرکلی وکړ

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ناروې، اېرلنډ او اسپانیې هېوادونو لهخوا د فلسطین دولت په رسمیت پېژندنه یو مثبت ګام بللی او له دغې پرېکړې یې هرکلی کړی دی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ناروې، اېرلنډ او اسپانیې هېوادونو لهخوا د فلسطین دولت په رسمیت پېژندنه یو مثبت ګام بللی او له دغې پرېکړې یې هرکلی کړی دی.
دغه وزارت نن جمعه ( د غبرګولي ۴مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره لیکلي:« دغه پرمختګ داسې مهال کېږي، چې اسراییلي ځواکونو په غزه کې د فلسطیني وګړو د ټولوژنې په جنګي جنایت د سترګو پټولو هڅه کوي.
خبرپاڼه کې راغلي، چې طالبان د اسراییلي ځواکونو لهخوا روانه «نسل وژنه» په سیمه کې د بې ثباتۍ بنسټیز لامل ګڼي او غندنه یې کوي.
د خبرپاڼې په وروستۍ برخه کې طالبانو یو وار بیا په اسلامي هېوادونو غږ کړی، چې په فلسطین کې د روان ناورین د مخنیوي لپاره بېړني ګامونه واخلي.
د ناروې حکومت د چهارشنبې په ورځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وویل، چې هېواد یې غواړي فلسطین د یوه خپلواک هېواد په توګه په رسمیت وپېژني.
له دې سره هممهاله د ایرلېنډ او اسپانیې مشرانو هم ورته خبرپاڼې خپرې کړې وې.
اسراییل بیا د ایرلېنډ او ناروې د پرېکړې په غبرګون کې له دغو دوو هېوادونو څخه خپل سفیران د بېړنۍ مشورې لپاره ورغوښتي دي.
د اسراييل د بهرنيو چارو وزير ويلي، که اسپانيا فلسطين په رسميت وپېژني له دغه هېواده به د اسراييل سفير هم د مشورې لپاره وروغواړي.

د ابراهیم رییسي مړی څلور ورځې وروسته له هغې چې چورلکه یې نسکوره شوه او هغه پکې ووژل شو، د پنجشنبې په ماښام (د غبرګولي درېیمه) په مشهد کې د شیعه ګانو د اتم امام په زیارت دارالسلام کې خاورو ته وسپارل شو.
د هغه د جنازې حکومتي مراسم په پنځو پړاوونو کې په تبریز، قم، تهران، بیرجند او مشهد ښارونو کې ترسره شول.
د ابراهیم رییسي د جنازې په مراسمو کې د هغه په زرګونو پلویانو، دولتي او پوځي چارواکو ګډون کړی وو.
۶۳ کلن ابراهیم رییسي، د ۸۵ کلن مشر علي خامنه اي د ځای ناستي لپاره یو له انتخابونو څخه ګڼل کیده، چې په ایران کې تر ټولو ډیر واک لري.
د هغه له مړینې سره به د روان کال د چنګاښ په اتمه د ولسمشرۍ نوې ټاکنې ترسره شي.
د ولسمشر لومړی مرستیال محمد مخبر تر ټاکنو پورې د ولسمشرۍ د سرپرست په توګه معرفي شوی دی.
ابراهیم رییسي او ملګري یې د یکشنبې په ورځ د غویي په دیرشمه د تبریز په لاره کې د جورلکې د نسکورېدو په پیښه کې ووژل شول.
ایران د رییسي او د هغه د ملګرو په مړینه پنځه ورځنی ماتم اعلان کړ.

د قطر د بهرنیو چارو مرستیال وزیر کابل ته د خپل سفر په ترڅ کې له طالبانو وغوښتل چې د ملي پخلاینې لپاره هر اړخیز کار وکړي.
محمد بن عبدالعزیز الخلیفي له لوړ پوړو طالب چارواکو سره په لیدنه کې له دغې ډلې وغوښتل چې د "بشري حقونو" او "د افغانانو د باعزته ژوند کولو حق" څخه ساتنه وکړي.
د قطر د بهرنیو چارو مرستیال وزیر د پنجشنبې په ورځ په کابل کې د طالبانو د رییس الوزرا له مرستیالانو ملا برادر، مولوي عبدالکبیر او عبدالسلام حنفي او د دغې ډلې د بهرنیو، دفاع او کورنیو چارو وزیرانو سراج الدین حقاني، ملا یعقوب او امیرخان متقي سره وکتل.
د قطر د بهرینو چارو وزارت په یوې اعلامیه کې لیکلي، چې هېواد یې په افغانستان کې د کړکېچونو د حل د یوې لارې په توګه د خبرو پر اهمیت او همدا راز د طالبانو د ګډون له لارې له نړۍوالې ټولنې سره د رغنده همکارۍ په برخه کې پوره باور لري.
طالب چارواکو هم د جلا بیانیو په خپرولو سره د قطر د بهرنیو چارو له مرستیال وزیر سره د لیدنې خبر ورکړی دی. خو دوی په افغانستان کې د ملي پخلاینې په اړه له طالبانو څخه د قطري پلاوي د غوښتنې یادونه نه ده کړې.
د طالبانو د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا برادر مطبوعاتي دفتر ویلي، چې د قطر د بهرنیو چارو وزارت مرستیال وزیر دغې ډلې ته د دوحې په درېیمه غونډه کې د ملګرو ملتونو په کوربه توب د ګډون بلنه ورکړې ده.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي، چې محمد بن عبدالعزیز خلیفي په دې لیدنو کې له ترهګرۍ، فساد او نشه یي توکو سره د مبارزې په برخه کې په افغانستان کې له لاسته راوړنو څخه خوښي څرګنده او له افغانستان سره یې دوامداره همکاریو پر اهمیت ټینګار کړی.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت مرستیال په افغانستان کې د ښځو او ماشومانو لپاره په طبي تجهیزاتو مجهز د یو تخصصي روغتون جوړولو ته لېوالتیا ښودلې ده.
هغه د افغانستان له خلکو سره په ځانګړې توګه د روغتیا، پوهنې، بشري مرستو او پراختیا په برخو کې د قطر پر ژمنو ټینګار وکړ او ویې ویل، چې د قطر پراختیايي صندوق د نړۍ له هېوادونو سره یو هوکړه لیک لاسلیک کړی، چې د هغه پر بنسټ د افغانستان په ۱۱ ولایتونو کې د لومړنیو صحي خدمتونو ملاتړ کوي.
قطر له طالبانو سره نږدې اړیکې لري او پر دغې ډلې د پام وړ نفوذ لري. قطر د افغانستان په چارو کې د هېوادونو د ځانګړو استازو د غونډې کوربه دی، چې راتلونکې میاشت د ملګرو ملتونو په مقر کې جوړېږي.
طالبانو د دوحې په تېرو دوو غونډو کې له ګډون څخه انکار کړی و. قطر او ملګرو ملتونو د دوحې په درېیمه غونډه کې د دې ډلې د استازو د ګډون لپاره هڅې پیل کړې دي.

د روسیې یوې پوځي محکمې د پنجشنبې په ورځ د دغه هېواد د پوځ د لوی درستیز مرستیال وادیم شامارین د نیولو امر صادر کړ. نوموړی د یوې قضیې په تړاو په فساد تورن دی.
که چیرې دا تور ثابت شي، د روسیې دغه نظامي چارواکی به په ۱۵ کلونو بند محکوم شي.
د روسیې تاس خبري اژانس د پنجشنبې په ورځ راپور ورکړ، چې دغه جګپوړی پوځي چارواکی د سترو بډو د اخېستلو په تور تورن شوی دی.
د روسیې د یوې پوځي محکمې ویاند وویل، چې وادیم شامارین د روسیې د جزا د قانون د ۲۹۰ مادې د شپږمې فقرې له مخې په "لویه کچه د بډې په اخېستلو" تورن دی.
د محکمې پرېکړه لا نه ده نافذه شوې او د استیناف وړ ده. د روسیې د جزا قانون د بډې اخېستلو لپاره تر ۱۵ کلونو پورې د بند سزا ټاکلې ده.
تر دې مخکې د روسیې د دفاع وزیر مرستیال تیمور ایوانوف او د دغه هېواد د دفاع وزارت د اطلاعاتو د ساتنې د څانګې پخوانی مشر یوري کوزنتسوف د پراخ مالي فساد په تور نیول شوي وو.
د راپورونو له مخې د دغه جګپوړي روسي پوځي قوماندان د نيولو امر د هغه د کور له پلټنې او څیړنو وروسته صادر شوی.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان «د مهربانۍ د نړیوالې جایزې» په اوومه جشنواره کې د نړۍ له هیوادونو څخه وغوښتل چې د افغانستان له سیلاب ځپلو سره مرسته وکړي.
ښاغلي اردوغان وویل، چې د افغانستان په شمال کې د سیلابونو له امله یو بشري ناورین رامنځته شوی دی.
د ترکیې د مهربانۍ د نړیوالې جایزې اوومه جشنواره د چهارشنبې په ورځ په انقره کې جوړه شوه.
په دې مراسمو کې رجب طیب اردوغان په افغانستان کې د سېلابونو له امله رامنځ ته شوي بحران، د غزې وضعیت، د سوډان او یو شمېر نورو هېوادونو کړکېچ ته اشاره وکړه.
د ترکیې ولسمشر وویل: "په افغانستان کې له سیلابونو وروسته زموږ تر ۴۰۰ زیات خویندې او وروڼه مړه او د هېواد په شمال کې ستر بشري ناورین رامنځ ته شوی دی.”
ښاغلي اردوغان ټینګار وکړ چې هېواد یې له سېلاب وروسته افغانستان ته د بشري مرستو لېږل پیل کړي او له افغان ولس سره به مرستو ته دوام ورکړي.
هغه له افغانستان سره د ترکیې وروستیو مرستو ته په اشارې سره وویل: “په دې سختو ورځو کې له خپلو افغان وروڼو او خویندو سره مرسته کول خپله دنده ګڼو.”
په افغانستان کې له سیلابونو وروسته ترکیې دغه هېواد ته شاوخوا ۲۴ټنه هوايي مرستې واستولې.
د چهار شنبې په ورځ د ترکیې د بیړنیو حالاتو ادارې اعلان وکړ چې د افغانستان خلکو ته د دغه هیواد د «مهربانۍ اورګاډي» لیږلی چې له ۴۳ واګونونو جوړ دی او له ۶۰۰ټنو څخه ډیرې مرستې په کې بار دي.

یو امریکایی سیلاني چې د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان څخه لیدنه کړې د خپل سفر تجربې یې په ټولنیزو شبکو شریکې کړي دي.
د امریکا د کنساس ښار اوسیدونکي ۲۵ کلن ایلي سنایډر په ټیک ټیک کې یوه ویډیو خپره کړې چې پکې ښودل شوي چې سیلانیان باید څه وکړي ترڅو د ۱۰ ورځو لپاره په خوندي ډول افغانستان ته سفر وکړي.
د ډیلي میل سره په خبرو کې، د میشیګان پوهنتون څخه فارغ شوي دغه امریکايي ویلي، چې د دې لپاره چې ټول وخت سفر وکړي، په امریکا کې یې خپله دنده پریښي ده.
هغه افغانستان ته د سفر لپاره خپله انګیزه په دې توګه بیان کړې: "زه د هغه ځایونو لیدو لپاره لیوالتیا لرم چې د امکان تر حده له نورو سیمو سره تفاوت ولري. ځینې وختونه دا د یو خطرناک ځای څخه د لیدنې په مانا هم وي."
نوموړی وايي: "په دې وروستیو کې د بیلابیلو ګرځندویه شرکتونو د شمیرو له مخې، افغانستان په پرلپسې ډول د سیلانیانو د خوښې وړ په ۱۰ غوره هیوادونو کې راځي. ما د افغانانو د میلمه پالنې، د دغه هیواد د طبیعت او خوړو په اړه ښه شیان اوریدلي وو. زه پلان لرم چې د نړۍ ټولو هیوادونو ته سفر وکړم."
د مې په ۲۰ مه د هغه له خوا د افغانستان په اړه خپره شوې ویډیو څه باندې یو میلیون ځله لیدل شوې ده.
هغه د خپل سفر پر مهال له کابل، بامیان او مزار شریف څخه لیدنه وکړه.
دغه سیلاني د انسټاګرام په یوه پوسټ کې خپل د افغانستان سفر "تر ټولو ښه سفر" بللی دی.
هغه وايي، "افغانستان هغه هیواد نه دی چې تاسو د سیلانیانو د جاذبې لپاره ورځئ، بلکې یو داسې هیواد دی چې تاسو کولی شئ له کوره بهر وګرځئ او د ورځني ژوند څرنګوالي ننداره وکړی"
ایلي سنایډر څرګنده کړه چې د هغه ترټولو یادګاري شیبه هغه وخت وه کله چې هغه د تورخم له پولې تیریده.
سنيډر لیکي: "زمونږ پر پاسپورټ ټاپه ولګول شوه او د اغزن تار څخه جوړ شوي له اوږده دهلیز څخه تېر شو، او د افغانستان د کډوالی دفتر ته په داسې حال کې ورننوتلو چې هلته بل څوک نه و."
هغه وايي، "موږ خپل پاسپورتونه طالب چارواکي ته وسپارل، چې هغوی پرې دخولي ټاپې ولګولې، او په هغه شیبه کې یوه عجیبه چوپتیا او خاموشي وه. دا وضعیت به تل زما په یاد وي.
