• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ایران د ولسمشر مړی په مشهد ښار کې خاورو ته وسپارل شو

۳ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۲۳ می ۲۰۲۴، ۲۱:۵۶ GMT+۱

د ابراهیم رییسي مړی څلور ورځې وروسته له هغې چې چورلکه یې نسکوره شوه او هغه پکې ووژل شو، د پنجشنبې په ماښام (د غبرګولي درېیمه) په مشهد کې د شیعه ګانو د اتم امام په زیارت دارالسلام کې خاورو ته وسپارل شو.

د هغه د جنازې حکومتي مراسم په پنځو پړاوونو کې په تبریز، قم، تهران، بیرجند او مشهد ښارونو کې ترسره شول.

د ابراهیم رییسي د جنازې په مراسمو کې د هغه په ​​زرګونو پلویانو، دولتي او پوځي چارواکو ګډون کړی وو.

۶۳ کلن ابراهیم رییسي، د ۸۵ کلن مشر علي خامنه اي د ځای ناستي لپاره یو له انتخابونو څخه ګڼل کیده، چې په ایران کې تر ټولو ډیر واک لري.

د هغه له مړینې سره به د روان کال د چنګاښ په اتمه د ولسمشرۍ نوې ټاکنې ترسره شي.

د ولسمشر لومړی مرستیال محمد مخبر تر ټاکنو پورې د ولسمشرۍ د سرپرست په توګه معرفي شوی دی.

ابراهیم رییسي او ملګري یې د یکشنبې په ورځ د غویي په دیرشمه د تبریز په لاره کې د جورلکې د نسکورېدو په پیښه کې ووژل شول.

ایران د رییسي او د هغه د ملګرو په مړینه پنځه ورځنی ماتم اعلان کړ.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

د روسیې د پوځ د لوی درستیز مرستیال د مالي فساد په تور ونیول شو

۳ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۲۳ می ۲۰۲۴، ۲۰:۴۵ GMT+۱

د روسیې یوې پوځي محکمې د پنجشنبې په ورځ د دغه هېواد د پوځ د لوی درستیز مرستیال وادیم شامارین د نیولو امر صادر کړ. نوموړی د یوې قضیې په تړاو په فساد تورن دی.

که چیرې دا تور ثابت شي، د روسیې دغه نظامي چارواکی به په ۱۵ کلونو بند محکوم شي.

د روسیې تاس خبري اژانس د پنجشنبې په ورځ راپور ورکړ، چې دغه جګپوړی پوځي چارواکی د سترو بډو د اخېستلو په تور تورن شوی دی.

د روسیې د یوې پوځي محکمې ویاند وویل، چې وادیم شامارین د روسیې د جزا د قانون د ۲۹۰ مادې د شپږمې فقرې له مخې په "لویه کچه د بډې په اخېستلو" تورن دی.

د محکمې پرېکړه لا نه ده نافذه شوې او د استیناف وړ ده. د روسیې د جزا قانون د بډې اخېستلو لپاره تر ۱۵ کلونو پورې د بند سزا ټاکلې ده.

تر دې مخکې د روسیې د دفاع وزیر مرستیال تیمور ایوانوف او د دغه هېواد د دفاع وزارت د اطلاعاتو د ساتنې د څانګې پخوانی مشر یوري کوزنتسوف د پراخ مالي فساد په تور نیول شوي وو.

د راپورونو له مخې د دغه جګپوړي روسي پوځي قوماندان د نيولو امر د هغه د کور له پلټنې او څیړنو وروسته صادر شوی.

اردوغان د نړۍ له هېوادونو وغوښتل چې د افغانستان له سېلاب ځپلو سره مرسته وکړي

۳ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۲۳ می ۲۰۲۴، ۱۹:۰۱ GMT+۱

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان «د مهربانۍ د نړیوالې جایزې» په اوومه جشنواره کې د نړۍ له هیوادونو څخه وغوښتل چې د افغانستان له سیلاب ځپلو سره مرسته وکړي.

ښاغلي اردوغان وویل، چې د افغانستان په شمال کې د سیلابونو له امله یو بشري ناورین رامنځته شوی دی.

د ترکیې د مهربانۍ د نړیوالې جایزې اوومه جشنواره د چهارشنبې په ورځ په انقره کې جوړه شوه.

په دې مراسمو کې رجب طیب اردوغان په افغانستان کې د سېلابونو له امله رامنځ ته شوي بحران، د غزې وضعیت، د سوډان او یو شمېر نورو هېوادونو کړکېچ ته اشاره وکړه.

د ترکیې ولسمشر وویل: "په افغانستان کې له سیلابونو وروسته زموږ تر ۴۰۰ زیات خویندې او وروڼه مړه او د هېواد په شمال کې ستر بشري ناورین رامنځ ته شوی دی.”

ښاغلي اردوغان ټینګار وکړ چې هېواد یې له سېلاب وروسته افغانستان ته د بشري مرستو لېږل پیل کړي او له افغان ولس سره به مرستو ته دوام ورکړي.

هغه له افغانستان سره د ترکیې وروستیو مرستو ته په اشارې سره وویل: “په دې سختو ورځو کې له خپلو افغان وروڼو او خویندو سره مرسته کول خپله دنده ګڼو.”

په افغانستان کې له سیلابونو وروسته ترکیې دغه هېواد ته شاوخوا ۲۴ټنه هوايي مرستې واستولې.

د چهار شنبې په ورځ د ترکیې د بیړنیو حالاتو ادارې اعلان وکړ چې د افغانستان خلکو ته د دغه هیواد د «مهربانۍ اورګاډي» لیږلی چې له ۴۳ واګونونو جوړ دی او له ۶۰۰ټنو څخه ډیرې مرستې په کې بار دي.

یوه ایراني رسنۍ: د ابراهیم رییسي د هلیکوپټر په نسکورېدو کې د بهرنیو دسیسو احتمال شته

۳ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۲۳ می ۲۰۲۴، ۱۸:۱۶ GMT+۱

د اسلامي جمهوري ورځپاڼې په یوه مطلب کې لیکلي، چې د ابراهیم رییسي او د هغه د ملګرو د هلیکوپټرې په نسکورېدو کې د «بهرنۍ دسیسې» احتمال شته دی.

دې ورځپاڼې لیکلي: «د دې پېښې په اړه چې یوه دسیسه ده دومره ګونګوسې شته دي چې د ټولو ذهنونه یې بوخت کړي دي.»

د اسلامي جمهوري ورځپاڼې د پنجشنبې په ورځ (د غبرګولي دریېمه) په یوه مطلب کې چې د «مسامحه جایزه نه ده» تر سرلیک لاندې د ایران د وسله والو ځواکونو د لوی درستیز وروستي حکم ته اشاره کړې، چې یوه ډله یې د رییسي د الوتکې د نسکوریدو په اړه د څیړنو لپاره ټاکلې ده.

د لیکوال په اند، د داسې یوې ډلې جوړېدلو د «بهرنیو دسیسو» احتمال زیات کړی دی.

دغې ډلې تر اوسه د خپلو څېړنو پایلې نه دي اعلان کړي، خو د اسلامي جمهوري ورځپاڼې ویلي، بې له شکه زموږ د هېواد د وسله والو ځواکونو د لوی درستیز د څېړنې د ډلې له خوا خپور شوی راپور به رسمیت ولري او د استناد وړ به وي.

لیکوال وايي، یو له هغو ټکو څخه چې د ابراهیم رییسي او د هغه د ملګرود د چورلکې د غورځېدو د دسیسې احتمال په ګوته کوي، د پېښې ځای دی.

د اسلامی جمهوري ورځپاڼې د اذربایجان په جمهوریت کې د اسراییل نفوذ ته په اشارې سره لیکلي: «دغه پېښه اذاربایجان سره زموږ د هېواد پولې ته نږدې شوې چېرې چې صهیونیست رژیم ډېری استخباراتي، مخابراتي او نظامي امکانات له منځه وړي دي.

تر دې مخکې یوه اسراییلي چارواکي رویټرز خبري اژانس ته ویلي و، چې د ابراهیم رییسي د هلیکوپټرې په نسکورېدلو کې اسراییل لاس نه لري.

د اسلامي جمهوري ورځپاڼې د ليکوال په باور د ايران له سرحدي سيمې تبريز ته د ستنيدو له درېيو چورلکو څخه يوازې د ابراهيم ریيسي د چورلکې نسکورېدل، د هوا د حالاتو عوامل سره د پېښې اړیکه ردوي او د دسیسې احتمال پیاوړی کوي.

دغې ورځپاڼې د تخنيکي کارپوهانو په حواله د يوې فرضيې په توګه ليکلي، چې لومړۍ چورلکه په هوا کې چاودنه کړې او بيا لوېدلې ده. لیکوال وايي، چې په دې فرضیه کې کیدلې شي پېښه د د بهرنیو او یا هم داخلي مداخلو له امله رامنځته شوی وي.

ورځپاڼې وړاندیز کړی، چې د چورلکې د رادار له کاره لویدل یا هک کیدل، له دسېسې او بهرنیو عواملو سره تړاو لري.

له دې هرڅه سره د اسلامي جمهوري ورځپاڼې دغې موضوع ته د ایرانی چارواکو نه پاملرنه هم د ابراهیم رییسي د چورلکې د نسکورېدو په اړه دسیسې پورې تړلې ده.

ورځپاڼه وايي، دغې پېښې وښوده چې د ابراهیم رییسي د سفر پلان جوړونکو بنسټیزه کمزورتیا درلوده او د امنیت برخې ته یې ډېر پام نه و کړی.

د اسلامي جمهوري ورځپاڼې د ایران د موقعیت موندنې کمزورتیا یو له نورو عواملو څخه یاده کړی او لیکلي یې دي «زموږ موقعیت موندنه کمزورې ده او که د ولسمشر د چورلکې پېښه د دسیسې له امله رامنځته شوې وي، دغه کمزورتیا هم د پېښې د رامنځته کیدو سبب شوې ده.»

همدا راز د اسلامي جمهوري ورځپاڼې ټینګار کړی، چې د ایران حکومت د «بهرنیو دسیسو» په وړاندې د امنیت په برابرولو کې خورا کمزوری دی.

لیکوال وايي: «د پلان د کمزورتیا اصلاح، د موقعیت موندنې د اسانتیاوو تازه کول او د ملي امنیت ټینګول باید د نظام د چارواکو د اجنډا په سر کې وي او په دې برخه کې هېڅ ډول مسامحه جایز نه ده.»

د هند په سویل کې د موسمي بارانونو له امله اوه تنه مړه شول

۳ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۲۳ می ۲۰۲۴، ۱۵:۱۶ GMT+۱

د هند په سویلي ایالت کیرالا کې لږ تر لږه اوه کسان وروسته له هغه مړه شوي دي چې د مونسن په نوم موسمي بارانونو کچه له معمولي حده خورا ډیره شوې ده. له دې ورښته سره چارواکو ویلي، چې د سویلي اسیا ډیره برخه د تودوخې له لوړې څپې سره مخامخ ده.

د سیمه ییزو چارواکو په وینا، د موسمي بارانونه کچه سږکال په کیرالا کې ۱۸٪ لوړه شوې ده.

د سیلابونو له امله په کوزیکوډ هوایی ډګر کې الوتنې هم له ځڼډ او خڼډ سره مخامخ شوې دي.

د کیرالا ایالت د ناورین د مدیریت ادارې په وینا ، یو ۷۰ کلن سړی پرون په کاساراګوډ ولسوالۍ کې د تندر له امله مړ شوی.

بل خوا په پالکاډ سیمه کې دوو ورورڼو له اوبو ډک کان کې د ښکته کیدو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د کیرالایوه چارواکي ویلي، څلور کسان په اډوکي او پټانمتیتا ولسوالیو کې په اوبو کې لهډوبیدو وروسته مړه شوي دي.

د هواپوهنې ځايي ادارې نن په درېیو ولسوالیو کې د سخت باران خبرداری ورکړی دی.

پر کیرالا سربیره د هند او پاکستان ډیری برخه د تودوخې څپې سره مخامخ ده.

د هند پلازمینې نوي ډیلي د دې اونۍ په پیل کې د ښوونځیو د تړلو امر کړی.

د تودوخې درجه تر ډېره په مۍ میاشت کې خپل اوج ته رسېږي، خو د هند د هواپوهنې ادارې سږ کال په شمال لوېدیځو سیمو کې په دې میاشت کې د دوو تر دریو ورځو پر ځای له اوو تر لسو ورځو د ګرمې څپې وړاندوینه کړې ده.

په مکسیکو کې د یوې ټاکنیزې غونډې د سټېج د نړېدو له امله پنځه تنه مړه شوي دي

۳ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۲۳ می ۲۰۲۴، ۰۷:۱۷ GMT+۱

د مکسیکو په شمال کې د نیوو لیون ایالت سیمه ییزو چارواکو خبر ورکړی، چې د «ښاریانو غورځنګ» ګوند په ټاکنیزه غونډه کې د سټیج نړېدو له امله پنځه تنه مړه شوي او ۵۰ نور ټپیان دي. چارواکو د دې پېښې لامل چټک باد او د هوا خرابوالی بللی دی.

دا هم ویل شوي، چې له دې پېښې وروسته لسګونه کسان سیمه ییزو روغتیايي مرکزونو ته لېږدول شوي دي.

د نیوو لیون ایالت والي سامویل ګارسیا له خلکو غوښتي چې د خرابې هوا، تالندې او برېښنا له امله په خپلو کورونو کې پاتې شي.

د مکسیکو د جمهوري ریاست په ټاکنو کې د ښاریانو ګوند نوماند، خورخا الواریز ماینز، په ټولنیزو شبکو کې د دې پېښې لامل چټک باد بللی.

هغه روغتون ته د لېږدولو پر مهال وويل، چې روغتيايي حالت يې «ښه» دى، خو په پېښه کې د هغه ملګري ټپيان شوي دي. ښاغلي ماینز وویل چې اوس مهال یې خپل ټاکنیزې منډې ترړې ځنډولې دي.

په مکسیکو کې د ولسمشرۍ ټاکنې د راتلونکې میاشتې په دویمه نېټه ترسره کېږي.