• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د هند په سویل کې د موسمي بارانونو له امله اوه تنه مړه شول

۳ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۲۳ می ۲۰۲۴، ۱۵:۱۶ GMT+۱تازه شوی: ۳ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۲۳ می ۲۰۲۴، ۱۶:۴۶ GMT+۱

د هند په سویلي ایالت کیرالا کې لږ تر لږه اوه کسان وروسته له هغه مړه شوي دي چې د مونسن په نوم موسمي بارانونو کچه له معمولي حده خورا ډیره شوې ده. له دې ورښته سره چارواکو ویلي، چې د سویلي اسیا ډیره برخه د تودوخې له لوړې څپې سره مخامخ ده.

د سیمه ییزو چارواکو په وینا، د موسمي بارانونه کچه سږکال په کیرالا کې ۱۸٪ لوړه شوې ده.

د سیلابونو له امله په کوزیکوډ هوایی ډګر کې الوتنې هم له ځڼډ او خڼډ سره مخامخ شوې دي.

د کیرالا ایالت د ناورین د مدیریت ادارې په وینا ، یو ۷۰ کلن سړی پرون په کاساراګوډ ولسوالۍ کې د تندر له امله مړ شوی.

بل خوا په پالکاډ سیمه کې دوو ورورڼو له اوبو ډک کان کې د ښکته کیدو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د کیرالایوه چارواکي ویلي، څلور کسان په اډوکي او پټانمتیتا ولسوالیو کې په اوبو کې لهډوبیدو وروسته مړه شوي دي.

د هواپوهنې ځايي ادارې نن په درېیو ولسوالیو کې د سخت باران خبرداری ورکړی دی.

پر کیرالا سربیره د هند او پاکستان ډیری برخه د تودوخې څپې سره مخامخ ده.

د هند پلازمینې نوي ډیلي د دې اونۍ په پیل کې د ښوونځیو د تړلو امر کړی.

د تودوخې درجه تر ډېره په مۍ میاشت کې خپل اوج ته رسېږي، خو د هند د هواپوهنې ادارې سږ کال په شمال لوېدیځو سیمو کې په دې میاشت کې د دوو تر دریو ورځو پر ځای له اوو تر لسو ورځو د ګرمې څپې وړاندوینه کړې ده.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

د هواپوهنې اداره: په ۲۱ ولایتونو کې د باران، تالندې، سېلیو او سېلابونو راوتو اټکل شوی دی

۳ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۲۳ می ۲۰۲۴، ۱۰:۵۴ GMT+۱

د طالبانو تر کنټرول لاندې د هواپوهنې اداره وایي، چې نن او سبا (د غبرګولي په ۳مه او ۴مه نېټه) په ۲۱ ولایتونو کې د شړکنده باران، تالندې، تېزو سېلیو او سېلابونو د راوتو اټکل شوی دی.

دغې ادارې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې دغه وړاندوینه د سالنګونو په ګډون د بدخشان، کونړ، نورستان، پنجشېر، تخار، کندوز، بغلان، کاپیسا، لغمان، پروان، کابل، سمنګان، میدان وردک، بلخ، بامیان، سرپل، دایکندي، جوزجان، فاریاب، بادغیس او غور ولایتونو لپاره شوې ده.
د خبرپاڼې له مخې، په بېلابېلو سیمو کې د باران کچه له ( ۱۵ تر ۵۰) ملي مترو اټکل شوې ده.
خبرپاڼې کاږلي، چې د سالنګونو په ګډون په شمالي، لوېدیځو، سوېلي او مرکزي ولایتونو کې د تېزو سېلیو اټکل هم شوې دی، چې د چټکوالي کچه یې په یوه ساعت کې له (۳۰ څخه تر ۸۰) کیلو متره اټکل شوې ده.
له بل پلوه په فاریاب، بغلان او سرپل ولایتونو کې تازه سېلابونو ۱۵ کسان مړه کړي او ۸ نور تري تم دي.

تر دې دوه ورځې وړاندې پېښو ته د رسېدو په چاروکو کې د طالبانو وزارت ویاند ویلي و، په تېرو نږدې لسو ورځو کې په افغانستان کې د سېلابونو له امله ۲۹۴ کسان مړه شوي دي.

جانان سایق په یوې خبري ناسته کې زیاته کړې وه، چې د وروستیو سېلابونو له امله شاوخوا ۱۵ زره کورونه وېجاړ شوي دي.

ښاغلي سایق ویلي، چې دغه مړینه روان کال د غويي له ۲۰مې د غبرګولي تر لومړۍ په بغلان، غور، تخار، فاریاب، بدخشان، سمنګان، بادغیس، بامیان او کاپیسا ولایتونو کې ځايي خلکو ته اوښتې ده.

په مکسیکو کې د یوې ټاکنیزې غونډې د سټېج د نړېدو له امله پنځه تنه مړه شوي دي

۳ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۲۳ می ۲۰۲۴، ۰۷:۱۷ GMT+۱

د مکسیکو په شمال کې د نیوو لیون ایالت سیمه ییزو چارواکو خبر ورکړی، چې د «ښاریانو غورځنګ» ګوند په ټاکنیزه غونډه کې د سټیج نړېدو له امله پنځه تنه مړه شوي او ۵۰ نور ټپیان دي. چارواکو د دې پېښې لامل چټک باد او د هوا خرابوالی بللی دی.

دا هم ویل شوي، چې له دې پېښې وروسته لسګونه کسان سیمه ییزو روغتیايي مرکزونو ته لېږدول شوي دي.

د نیوو لیون ایالت والي سامویل ګارسیا له خلکو غوښتي چې د خرابې هوا، تالندې او برېښنا له امله په خپلو کورونو کې پاتې شي.

د مکسیکو د جمهوري ریاست په ټاکنو کې د ښاریانو ګوند نوماند، خورخا الواریز ماینز، په ټولنیزو شبکو کې د دې پېښې لامل چټک باد بللی.

هغه روغتون ته د لېږدولو پر مهال وويل، چې روغتيايي حالت يې «ښه» دى، خو په پېښه کې د هغه ملګري ټپيان شوي دي. ښاغلي ماینز وویل چې اوس مهال یې خپل ټاکنیزې منډې ترړې ځنډولې دي.

په مکسیکو کې د ولسمشرۍ ټاکنې د راتلونکې میاشتې په دویمه نېټه ترسره کېږي.

مولانا فضل الرحمان: د ترهګرۍ په وړاندې عملیاتو ترهګري کمه کړې نه، لا ډیره کړې

۳ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۲۳ می ۲۰۲۴، ۰۵:۵۲ GMT+۱

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر د پاکستان پوځ ته په اشارې ویلي، چې له تېرو ۱۵ کلو راهیسې د ترهګرۍ پر ضد عملیاتو ترهګري لا زیاته کړې. مولانا فضل الرحمان دغه خبرې تېره ورځ د عمران خان ګوند له یوه پلاوي سره د خبرو پر مهال رسنیو ته کړې دي.

د جمعیت علمای اسلام ګوند تېره ورځ ناوخته د (غبرګولي دویمه) په ایکس پاڼه د دغه ګوند د مشر مولانا فضل الرحمان یوه ویډیو خپره کړې چې هغه د پاکستان تحریک انصاف ګوند له ورغلي پلاوي سره د خبرو پر مهال رسنیو ته وايي، «څو ورځې وړاندې د پاکستان پوځ په هوايي برید کې په وزیرستان عام خلک ووژل، خپله یې ومنله او بښنه یې وغوښته، دا څنګه ړانده عملیات دي چې یو ځل ولسي بې ګناه خلک وژنه بیا بښنه غواړه؟ دا ډول کړنې موږ ته د منلو وړ نه دي، او نه نور داسې حالت منلی شو.»

د تحریک انصاف ګوند یو پلاوی تېره ورځ مولانا فضل الرحمان ته د ګوندونو تر منځ د سیاسي اختلافاتو د کمولو په موخه ورغلي و.

مولانا فضل الرحمان له رسنیو سره د خبرو پر مهال ويلي، چې په چمن، انګور اډه، غلام خان او نورو سیمو کې پاکستانی پوځ د خلکو کارو بار ور خراب کړی او بېرته یې هغوی ته د ګټې وټط بله لاره نه ده برابره کړې، او هغوی چې هلته پرلت وهلی همداسې یې بې ځوابه پریښي دي.

هغه په دغه ويډیو کې وايي، چې په ډیورنډ فرضي کرښه چې کله انګریزانو دغه کرښه راکاږله دوه وروڼه یې سره بېل کړل، ځکه دوی یوه ژبه، یو دود و دستور لري. د یوه ورور کور یوې خوا او د بل بلې خوا پاتې شو، هغه پاکستاني پوځ ته په اشارې ویلي، نو ته څنګه دوی سره بېلولی شې، «دا هڅې ډیرو نورو واکمنو هم وکړې خو دغه خلک یې سره بېل نه کړل.»

مولانا فضل الرحمان داسې مهال ډیورنډ فرضي کرښې ته د فرضي کرښې نوم اخلي چې پاکستانیو چارواکو په دې وروستیو کې د رسنیو له لارې دغه کرښه یوه «نړېواله پوله» بللې.

په پاکستان کې یو شمېر سیاسي کتونکي وایي له هغه مهاله چې مولانا فضل الرحمان او د هغه پلویانو په وروستیو ټاکنو کې ماتې وخوړه، نو ورسره هم مهاله مولانا فضل الرحمان هڅه کوي چې د بېلابېلو سیاسي ډلو سره په نږدې کېدو د پاکستان په حکومت کې ځان ته د پښو کېښودو ځای پیدا کړي.

ریشي سوناک: په برېتانیا کې به پارلماني ټاکنې د جولای په څلورمه ترسره شي

۲ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۲۲ می ۲۰۲۴، ۲۲:۱۰ GMT+۱

د برېتانیا لومړي وزیر ریشي سوناک د چهارشنبې په ورځ وویل، چې په دغه هېواد کې به د جولای په څلورمه (د سرطان۱۴مه) پارلماني انتخابات ترسره شي.

د نظر پوښتنو له مخې؛ تمه کیږي چې کارګر ګوند به محافطه کاره ګوند ته چې ۱۴ کاله په واک کې پاتې شوی په دغو ټاکنو کې ماته ورکړي.

۴۴ کلن سوناک وویل، چې د هغه څه د مخه چې ځینې یې تمه لرله، ټاکنې به ترسره کړو.

سوناک نه یوازې په ټاکنو کې د کارګر حزب څخه وروسته پاتې دی، هغه په ​​​​خپل ګوند کې هم یو څه منزوي شوی او یوازې د خپلو مشاورینو کوچنې ډلې پورې تړلی دی.

ښاغلي سوناک وویل: «اوس هغه وخت دی چې برېتانیا خپل راتلونکی وټاکي. موږ به د جولای په څلورمه عمومي ټاکنې ترسره کړو.»

داسې ښکاري چې سوناک خطر منلی او د خپلې نوې دورې د ټاکلو لپاره یې هر څه د رايه ورکوونکو په لاس ورکړي.

ښاغلي سوناک، څه کم دوه کاله وړاندې خپله دنده پیل کړه.

فلسطین؛ تر ۱۴۰ زیات هېوادونه فلسطین په رسمیت پېژني

۲ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۲۲ می ۲۰۲۴، ۲۱:۳۱ GMT+۱

د ایرلنډ، اسپانیا او ناروې په اعلان سره د هغو هېوادونو شمېر ۱۴۰ ته ورسېد چې فلسطین په رسمیت پېژني. برېتانیا، امریکا، اسټرالیا، کاناډا، فرانسې، جرمني، اېټالیا، جاپان او سویلي کوریا تر اوسه فلسطین په رسمیت نه دی پېژندلی.

ایرلنډ، اسپانیا او ناروې د چهارشنبې په ورځ (د غبرغولي دویمه) اعلان وکړ، چې فلسطین د یوه خپلواک هېواد په توګه پېژني.

د ایرلنډ لومړي وزیر سایمون هریس دغه اقدام د ایرلنډ او فلسطین لپاره یوه تاریخي او مهمه ورځ وبلله.

دا مهال د ملګرو ملتونو د ۱۹۳ غړو هېوادونو له ډلې ۱۴۰هېوادونه فلسطین په رسمیت پېژني.


د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلې د ۲۰۱۲کال له نومبر میاشتې راهېسې فلسطین په رسمیت پېژندلی دی.

د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلې له هغه وخت راهسې فلسطینیانو ته نوي حقونه په کمېټو کې د ګډون او وړاندیز کولو حق ورکړي دي؛ خو د رایې ورکولو حق یې نه دی ورکړی.

بلغاریا، چک جمهوریت، هنګري، رومانیا، مجارستان، قبرس، پولنډ او سلواکیا اروپايي ټولنه کې له شاملېدو مخکې فلسطین په رسمیت وپېژاند.

سویډن چې د دې اتحادیې غړی دی هم فلسطین په رسمیت پېژني.

د سلوانيا او مالتا په ګډون د اروپايي ټولنې څو نورو غړو هم د فلسطين په رسميت پېژندلو اعلان کړى دى.

په ورته وخت کې د شل کسیزې ډلې لس غړي هېوادونه لکه؛ ارجنټاین، برازیل، چین، هند، اندونیزیا، مکسیکو، روسیه، سعودي عربستان، سویلي افریقا او ترکیه فلسطین په رسمیت پېژني.

خو د دغه سازمان ۹غړي هېوادونه چې په کې برېتانیا، امریکا، اسټرالیا، کاناډا، فرانسه، جرمني، اېټالیا، جاپان او سویلي کوریا شامل دي، فلسطین په رسمیت نه پېژني.