• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د مقاومت جبهه وایي، چې په هرات کې یې دوه طالبان وژلي

۴ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۲۴ می ۲۰۲۴، ۱۸:۱۸ GMT+۱

د ملي مقاومت جبهې د جمعې په ورځ وویل، چې د هرات په دولسمه امنیتي حوزه کې یې د طالبانو دوه غړي وژلي او یو بل یې ټپي کړی دی.

د دغې جبهې په وینا، په دې بريد کې د دوی ځواکونو او ملکي وګړو ته زيان نه دى رسیدلی.

په هغې اعلاميه کې چې دغې جبهې د جمعې په ورځ (د غبرګولي څلورمه) خپره کړه، ويل شوي چې دغه بريد تېره شپه ترسره شوى دى.

د ملي مقاومت جبهه وايي، چې د هېواد په بېلابېلو برخو کې به د طالبانو پر ضد خپلو بریدونو ته تر هغه دوام ورکړي، څو په افغانستان کې د طالبانو "نا مشروع" واکمني پای ته نه وي رسېدلې.

ترویج لرونکی

راپور: روسان له ۳۷ کلونو وروسته افغانستان ته د پوځي همکارۍ له لارې بېرته راستانه شو
۱

راپور: روسان له ۳۷ کلونو وروسته افغانستان ته د پوځي همکارۍ له لارې بېرته راستانه شو

۲

طالبان وایي څلورو ولایتونو کې یې ۱۳ کسان د جنايي جرمونو په تور نیولي

۳

ندیم امیري؛ افغاني‌الاصله فوټبالر چې جرمني یې له ماتې وژغورله څوک دی؟

۴

په سویس کې د امریکا او ایران د خبرو اترو لومړی پړاو پای ته رسېدلی

۵

خرم: د اپسټین قضیه او د سپینې ماڼۍ داخلي چارو په اړه نوی کتاب ښايي سیاسي بحث بیا تود کړي

•
•
•

نور کیسې

د ایران ځانګړی استازی: ایران ته څه دپاسه ۳۰۰ میلیونه متر مکعبه اوبه رسیدلي دي

۴ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۲۴ می ۲۰۲۴، ۱۸:۰۶ GMT+۱
د ایران ځانګړی استازی: ایران ته څه دپاسه ۳۰۰ میلیونه متر مکعبه اوبه رسیدلي دي
100%

په کابل کې د ایران ځانګړي استازي منلې ده، چې سږ کال له افغانستان څخه دغه هېواد ته څه باندې ۳۰۰ میلیونه متر مکعبه اوبه رسېدلې دي.

کاظمي قمي وویل، چې د کمال خان بند د تاج د نه جوړیدو له امله د اوبو یوه برخه د دښتو پر لور تللې او د همدې امله د ایران د اوبو حق یوه برخه نه ده تامیین شوې.

له ایراف خبري اژانس سره په خبرو کې چې د جمعې په ورځ ( د غبرګولي څلورمه) نشر شوي، ښاغلي قمي د ایران د حقابې برابریدل «د اوبو د ډیپلوماسۍ د پام وړ لاسته راوړنه» بللې ده.

کاظمي قمي ویلي، چې طالبانو تېر کال درې اصلاحي اقدامات ترسره کړي، چې یو یې بې اغېزه و او د دې لامل شو، چې اوبه د "ګوډزره" پر لور ولاړې شي او د ایران د حقابې یوه برخه تامین نه شي.

خو د ښاغلي قومي په وینا، دوه نورې کړنې اغېزمنې وې او سږ کال یې د هیواد د اوبو حق ورکړل شوی دی.

د ایران ځانګړي استازي ویلي، چې تېر کال طالبانو د کمال خان بند دروازې او سیستان ته د اوبو د تللو مسیر اصلاح کړی و.

د هغه په ​​وينا، د دغو اصلاحاتو له امله ايران ته تر ٣٠٠ ميليونه متر مکعبه ډیرې اوبه رسیدلي دي.

چینايي رسنۍ: چین پر طالبانو فشار راوړي چې په پاکستان کې د دې هېواد پر ګټو بریدونه ودروي

۴ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۲۴ می ۲۰۲۴، ۱۶:۱۲ GMT+۱
چینايي رسنۍ: چین پر طالبانو فشار راوړي چې په پاکستان کې د دې هېواد پر ګټو بریدونه ودروي
100%

ایشیاویک راپور ورکړی، چې په پاکستان کې پر چینایي ګټو د بریدونو په مخنیوي کې د اسلام اباد له ناکامۍ وروسته، چینایي ډیپلوماتان لاس په کار شوي دي. دغې چینايي رسنۍ لیکلي، چې بیجینګ په پاکستان کې پر خپلو ګټو د بریدونو د مخنیوي لپاره په افغانستان کې پانګونه شرط کړې ده.

د چین او پاکستان ګټو ته په اتکا ایشیاویک خبري اژانس د ډیپلوماتیکو سرچینو په حواله لیکلي، چې بیجینګ طالبانو ته په افغانستان کې د پانګونې وړاندیز کړی، خو په دې شرط چې په پاکستان کې د دې هېواد پر ګټو د ترهګریزو بریدونو مخه ونیسي.

ویل شوي چې چینايي ډیپلوماټانو د افغانستان د کانونو او برېښنا په برخو کې د بیجینګ د پانګونې په اړه خبرې کړي، خو په افغانستان کې یې د تحریک طالبان پاکستان د حضور په اړه هم خپلې اندېښنې څرګندې کړې.

تر دې مخکې پاکستاني خبریال نصرت جاوید هم راپور ورکړی و، چې بیجینګ په افغانستان کې له طالبانو غوښتي چې تحریک طالبان پاکستان له افغانستانه پاکستان ته وشړي.

د پاکستان ګوادر بندر یو له هغو ناامنو سیمو دی چې د چین له خوا اداره کیږي. د چین – پاکستان اقتصادي دهلیز چې دغه دوه هېوادونه سره نښلوي، د ۶۵میلیارده ډالرو پانګونه ده او د عملي کېدو لپاره یې د سرحدي سیمو امنیت ته اړتیا ده.

په ورته وخت کې سرچینې وايي، چې په وروستیو میاشتو کې پاکستاني چارواکو له چینايي ډیپلوماټانو او مدیرانو غوښتي چې د دغه هېواد له «سرحدي سیمو دې لرې» پاتې شي.

زرګونه چینایان اوس مهال د چین – پاکستان د اقتصادي دهلیز په پروژو کې کار کوي.

په دې وروستیو کې د پښتونخوا په شانګله کې داسو بند ته تلونکي پنځه چینايي اینجینران په یوه ځانمرګي برید کې ووژل شول.

د پاکستان حکومت اعلان وکړ، چې په دغه ځانمرګي برید کې د وژل شویو چینایانو کورنیو ته به دوه نیم میلیونه ډالره غرامت ورکړي.

د روسیې د استخباراتو مشر: که طالبان خپلې ارادې ته پریښودل شي افغانستان به ټیکاومن کړي

۴ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۲۴ می ۲۰۲۴، ۱۴:۵۴ GMT+۱
د روسیې د استخباراتو مشر: که طالبان خپلې ارادې ته پریښودل شي افغانستان به ټیکاومن کړي
100%

د روسیې د فدرالي امنیتي خدماتو مشر وايي، د طالبانو سخت دریځه ډله په بشپړ ډول د دې توان لري چې په افغانستان کې نظم را ولي او دا هېواد ټیکاومن یا باثباته کړي، خو که بهرني لوري یې چارو که لاسوهنه ونه کړي. الکساندر بورتنیکوف دا خبرې د روسیې د همګټو هېوادونو امنیتي غونډه کې کړې دي.

د تاس خبري اژانس د راپور له مخې، ښاغلي بورتنیکوف د ملي امنیت د پلي کوونکو ادارو د مشرانو شورا په غونډه کې وویل، چې په افغانستان او پاکستان کې د نړیوالو ترهګرو سازمانونو او تروریستي شبکو د نفوذ د پراخولو هڅې د پخواني شوروي د همګټو هېوادونو امنیت ته لوی ګواښ دی.

نوموړی وايي: "بې له شکه مونږ د هغه څه په اړه چې په افغانستان کې روان دي، بې تفاوته نه شو پاتېدای. په دغه هیواد کې رامنځ ته شوي مثبت بدلونونه باید په نظر کې ونیول شي. افغان چارواکي په فعاله توګه د وضعیت د عادي کولو لپاره کار کوي، د ناوړه تروریستي سازمانونو په وړاندې مبارزه کوي او هڅه کوي چې خپل سرحدونه خوندي کړي، چې خپل هیواد ته د اورپکو د نفوذ مخه ونیسي. هغوی له مونږ سره په اړیکه کې دي."

ښاغلي بورتنیکوف وايي: «که بهرني لوبغاړي د کابل په چارو کې لاسوهنه ونه کړي، زه باور لرم چې طالبان به وکولای شي په هېواد کې نظم راولي.»

نوموړي وویل چې انګلستان په دوامداره توګه هڅې کوي چې د افغانستان په وضعیت کې مداخله وکړي.

هغه وايي،‌ د دې کار موخه دا ده چې په افغانستان کې ځان ته د پښې ځای پیدا کړي او بیا خپل نفوس سیمې ته پراخ کړي.‌

د روسیې د استخباراتو مشر وویل، چې له نړیوالې ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره له طالبانو سره خبرې کوي او دغه ډله په دې اړه مثبت تمایل لري.

د روسیې د بهرنیو استخباراتو مشر هممهاله ویلي، د امریکا او بریتانیا ځانګړې ادارې «د افغانستان او منځنۍ اسیا هېوادونو د امنیت خرابولو لپاره له ترهګرو ډلو سره همکاري کوي.»

د سرګي نارشیکین په خبره، د القاعده او داعش په څېر «ترهګرې ډلې د امریکا او بریتانیا د ځانګړو ادارو محصول دی.»

د تاس خبري اژانس د راپور له مخې، هغه زیاته کړه، چې امریکا څو کاله مخکې په افغانستان کې «شرموونکې» ماته وخوړه، خو د بریتانیا او امریکا ځانګړې ادارې لا هم په سیمه کې «د ترهګرو ملاتړ کوي چې نه یوازې په افغانستان بلکې د منځنۍ اسیا په ګاونډیو هېوادونو او ان ټوله اوراسیا کې حالت بې ټیکاوه کړي.»

اذربایجان، ارمنستان، ازبکستان، بېلاروس، تاجکستان، روسیه، قرغزستان، قزاقستان او مولداوي د همګټو هېوادونو غړي دي.

د طالبانو حکومت تر اوسه یوازې پر پاکستان بیا بیا تور پورې کړی چې په افغانستان کې د امنیت خرابولو لپاره داعش روزي.

روسیه او د منځنۍ اسیا هېوادونه هم د افغانستان له لارې د داعش له نفوذ وېرېږي.

سرچینې: د دریو امریکایانو د خلاصون لپاره د امریکا او طالبانو ترمنځ خبرې له خنډ سره مخ شوې

۴ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۲۴ می ۲۰۲۴، ۱۳:۳۱ GMT+۱
سرچینې: د دریو امریکایانو د خلاصون لپاره د امریکا او طالبانو ترمنځ خبرې له خنډ سره مخ شوې
100%

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د امریکايي چارواکو او طالب استازو ترمنځ د دریو امریکايي وګړو د خلاصون په اړه خبرې له خنډ سره مخ شوې دي. د سرچينو د معلوماتو له مخې، طالبانو د دريو امريکايانو د خوشي کولو په بدل کې له ګونتانامو د خپل يوه غړي د خلاصېدو غوښتنه کړې ده.

د طالبانو د دغه غړي، چې په ګوانتانامو کې بندي دی، د هویت په اړه لا هم معلومات نشته.

د طالبانو یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته ویلي، دغه خبرې د امریکا د امنیتي او استخباراتي ادارې او طالب چارواکو تر منځ له څو پړاوه وروسته بې نتیجې پای ته رسېدلې دي.

طالبانو د روانې مياشتې په پيل کې وویل، چې د دوو امريکايانو په ګډون يې يو شمېر بهرني وګړي له "قانون د سرغړونې" په تور نيولي دي.

د طالبانو ویاند ویلي چې د دغو وګړو د نیولو په اړه یې د امریکا حکومت ته خبر ورکړی دی.

په همدې حال کې د طالبانو یوه چارواکي ویلي: "موږ خبرو ته چمتو یو، خو امریکا له معقولو ګامونو ډډه کوي." "موږ غواړو چې خپل افغان ورور له ګوانتانامو زندان خوشی کړو، خو امریکایان دا نه غواړي."

طالب وياند ذبيح الله مجاهد د امريکايي وګړو له نيول کېدو وروسته رسنيو ته ويلي، چې افغانستان ته تلونکي بهرني وګړي د دغه هېواد د قوانينو په رعايتولو مکلف دي.

په کابل کې یو زنداني امریکایی راین کاربیټ نومیږي، خو د دویم زنداني هویت معلوم نه دی.

تر دې مخکې د طالبانو د زنداني مېرمنې راین کاربیټ مېرمن ریان کاربیټ ویلي وو، چې هغه "واقعی" نه پوهېږي چې د خپل مېړه د ژغورلو لپاره یې څه تدابیر نیول کېږي.

طالبانو راین کوربیټ چې کلونه کلونه یې په افغانستان کې کار کړی و، د ۱۴۰۱ کال د اسد په میاشت کې له خپلو جرمن او افغان همکارانو سره د افغانستان په شمال کې د «افغانستان له قوانینو د سرغړونې» په تور ونیو.
کوربیټ د یوې ادارې د کارکوونکو د معاشونو د ورکړې لپاره افغانستان ته تللی و.
تر دې مخکې د راین کوربیټ وکیلانو له ملګرو ملتونو غوښتي وو، چې د طالبانو له زندانه د هغه په ​​خلاصون کې مرسته وکړي.
دوی د طالبانو په زندان کې د دغه امریکايي وګړي د ناوړه وضعیت او هلته د هغه د مرګ د احتمال په اړه خبرداری ورکړی دی.

روس: امریکا او بریتانیا د ترهګرو په ملاتړ د افغانستان او مرکزي اسیا د امن خرابولو هڅه کوي

۴ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۲۴ می ۲۰۲۴، ۱۲:۰۹ GMT+۱
روس: امریکا او بریتانیا د ترهګرو په ملاتړ د افغانستان او مرکزي اسیا د امن خرابولو هڅه کوي
100%

د روسیې د بهرنیو استخباراتو مشر وايي، د امریکا او بریتانیا ځانګړې ادارې «د افغانستان او منځنۍ اسیا هېوادونو د امنیت خرابولو لپاره له ترهګرو ډلو سره همکاري کوي.» د سرګي نارشیکین په خبره، د القاعده او داعش په څېر «ترهګرې ډلې د امریکا او بریتانیا د ځانګړو ادارو محصول دی.»

د تاس خبري اژانس د راپور له مخې، هغه زیاته کړه، چې امریکا څو کاله مخکې په افغانستان کې «شرموونکې» ماته وخوړه، خو د بریتانیا او امریکا ځانګړې ادارې لا هم په سیمه کې «د ترهګرو ملاتړ کوي چې نه یوازې په افغانستان بلکې د منځنۍ اسیا په ګاونډیو هېوادونو او ان ټوله اوراسیا کې حالت بې ټیکاوه کړي.»

نوموړي د امریکا او بریتانیا څارګرې ادارې تورنې کړي چې دا ډول «ترهګرې ډلې یې د سوریې د امن خرابولو لپاره کارولې، خو تر سوریې ډېر تاوان افغانستان لیدلی دی.»

له افغانستان د امریکايي او ناټو ځواکونو تر وتلو وروسته وخت ناوخت پر مسکو سربېره د منځنۍ اسیا هېوادونه هم وخت ناوخت اندېښنه ښيي چې له دغه هېواد دوی ته د «ترهګرو د نفوذ امکان شته.»

د روسیې د بهرنیو استخباراتو ادارې د مشر له نننیو خبرو سره هممهاله د قرغزستان د ملي امنیت مشر د بشکېک په یوه امنیتي ناسته کې د افغانستان په شمال کې د ترهګرو ډلو د زیاتوالي خبر ورکړی.
کامچي‌بېک تاشیف ویلي: «د افغانستان په شمال کې د ترهګرو ډلو ډېروالی د همګټو هېوادونو سوېلي پولو ته ریښتینی ګواښ دی.»

اذربایجان، ارمنستان، ازبکستان، بېلاروس، تاجکستان، روسیه، قرغزستان، قزاقستان او مولداوي د همګټو هېوادونو غړي دي.