د عدالت نړیوالې محکمې اسراییلو ته امر کړی چې پر رفح ښار د برید مخه ونیسي

د عدالت نړیوالې محکمې د جمعې په ورځ د یو حکم په صادرولو سره امر وکړ چې اسراییل باید سمدستي په رفح ښار کې پوځي عملیات او نور اقدامات ودروي.

د عدالت نړیوالې محکمې د جمعې په ورځ د یو حکم په صادرولو سره امر وکړ چې اسراییل باید سمدستي په رفح ښار کې پوځي عملیات او نور اقدامات ودروي.
دغې محکمې ویلي، چې پر رفح ښار برید د فلسطیني ولس لپاره بیړنۍ خطر پيښوي.
د ملګرو ملتونو عالي محکمې هم ویلي، چې له مصر سره د رفح ښار پوله باید د بشري مرستو لپاره پرانیستل شي.
دا محکمه کولی شي د هیوادونو ترمنځ د شخړو په اړه قانوني حکم صادر کړي، خو د خپلو حکمونو پلي کولو لپاره لږ اجرایوي واک لري.
ځینو رسنیو خبر ورکړی، چې د عدالت د نړیوالې محکمې له پرېکړې څو دقیقې وروسته، جنګي الوتکو د رفح ښار په مرکز کې د شبورا په کمپ یو لړ هوايي بریدونه کړي دي.
ځايي اوسېدونکو رسنيو ته ويلي، چې د يوې سختې چاودنې غږ يې اوریدلی او لیدلي یې دي چې له ودانيو څخه د لوګي هوا ته پورته کېدل.


وروسته له هغه چې په قرغزستان کې يوې قهرجنې ډلې په روانه مياشت کې د بهرنیو محصلینو پر لیلیې باندې بريد وکړ، د پاکستان او نورو اسيايي هېوادونو سلګونوو زده کوونکو دغه هیواد پریښی دی. ځينې محصلین هيله مند دي چې د حالاتو له ارامیدو وروسته به بیرته دغه هیواد ته راستانه شي.
په سلګونو قرغزی ځوانانو د می پر ۱۷مې نیټې په پلازمینه بشکیک کې د بهرنیو محصلینو پر یوې لیلیې برید کړی و. دغه برید د څو بهرنیو محصلینو او قرغزیانو تر منځ رامنځ د یوې شخړې وروسته شوی و.
سره له دې چې پولیس په سیمه کې حاضر و، خو د شخړې مخه یې ونشوه نیولی.
د قرغزستان په نړیوال پوهنتون کې د رنځپوهنې استاد عمران یوسف وویل: "هغوی زموږ پر لیلیې یرغل وکړ او دا زموږ د ټولو لپاره یوه وېروونکې شېبه او بد وضعیت و."
هغه زياته کړه، سره له دې چې د محصلينو د پټولو هڅې وشوې، خو بريدګرو د يو شمېر ښځو په ګډون يو شمېر زده کوونکي ووهل او ټپيان یې کړل.
یوسف وویل: "موږ ډیر حیران وو او موږ په هغه وخت کې ډیره ذهني صدمه ولیده. زه نه پوهیږم چې د دې نفرت د پارولو مسوول څوک و."
د پاکستان حکومت هره ورځ له بشکیک څخه د تخلیې اضافي الوتنې تنظیم کړي او ډیری زده کونکي لږترلږه د اوس لپاره بیرته پاکستان ته د راستنیدو له دغه فرصت څخه کار اخلي.
د قرغزستان د طب پوهنځي په تیرو څو لسیزو کې د نسبتا ارزانه فیسونو او د ژوند د کم لګښتونو له امله د هند، پاکستان او ځینو نورو آسیایي او عربي هیوادونو د طب زده کړو ته د لیواله کسانو ترمنځ شهرت پیدا کړی و.
یوسف وویل، چې د قرغزستان حکومت هڅه کړې چې د بهرنیو محصلینو ویره کمه کړي او د هغوی له مشرانو سره یې غونډې کړي. هغه هیله څرګنده کړه چې هغه کسان چې له هیواده وتلي په څو میاشتو کې به بیرته راستانه شي. پولیسو تر اوسه تر شلو زیات مشکوک برید کوونکي نیولي دي.

څلورو روسي سرچینو رویټرز ته ویلی، ولسمشر ولادیمیر پوتین چمتو دی چې د خبرو له لارې په اوکراین کې جګړه ودروي خو شرط یې دا دی چې د جګړې اوسنۍ کرښې دې د رسمي سرحد په توګه په رسمیت وپیژندل شي. هغه ویلي، چې که کییف او لویدیځ دغه وړاندیز نه مني، نو هغه چمتو دی چې جګړې ته دوام ورکړي.
د روسیې ولسمشر ته نږدیو دریو سرچینو ویلي، چې پوتین د سلاکارانو یوې کوچنۍ ډلې ته د هغه څه په اړه خپګان څرګند کړی چې نوموړی یې د خبرو د مخنیوي لپاره د لویدیځ هغه هڅې بولي چې له مخې یې د اوکراین د ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي پریکړه ردوي.
د روسیې یوې جګپوړې سرچینې چې له پوتین سره کار کوي او په کرملین کې د لوړ پوړو چارواکو له خبرو خبر دی، ویلي: "پوتین کولی شي تر هغه وخته پورې جګړه وکړي، چې اړتیا یې وی، خو پوتین اوربند ته هم چمتو دی - چې جګړه بنده کړي."
د پوتین ویاند دیمیتري پیسکوف په دې اړه وویل، چې د روسیې ولسمشر په وار وار څرګنده کړې چې روسیه خپلو اهدافو ته د رسیدو لپاره خبرو ته چمتو ده او دا چې هیواد یې "ابدي جګړه" نه غواړي.
د اوکراین د بهرنیو چارو او دفاع وزارتونو په دې اړه پوښتنو ته له ځواب ویلو ډډه کړې ده.
د روسیې د دفاع د وزیر په توګه د اقتصاد پوه اندري بیلوسوف ټاکنې، د ځینې لویډیځو پوځي او سیاسي شنونکو له نظره په دې مانا ده چې د یوې اوږدې جګړې د ګټلو لپاره د روسیې اقتصاد ښايي له یو اوږدمهاله ناورین سره مخامخ شي.

د روسیې د امنیتي خدماتو مشر وايي، تر اوسه یې په مسکو کې د کروکس په تالار کې د خونړي برید په تړاو تر ۲۰ زیات کسان نیولي دي. الکساندر بورتنیکوف زیاته کړه، چې د قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان او ازبکستان استخباراتي ادارې له روسیې سره په تحقیقاتو کې مرسته کوي.
د روان کال د مارچ په ۲۲مه د مسکو په څنډه کې د کروکس په تالار کې خونړی برید وشو.
په دغه برید کې تر ۱۴۰ ډېر کسان ووژل شول، چې پړه یې داعش منلې ده.
د روسیې دولتي خبري اژانس تاس ویلي، الکساندر بورتنیکوف اوکراین په دې برید کې په لاس لرلو تورن کړی دی.
ښاغلي بورتنیکوف وویل: "څیړنې روانې دي، خو موږ ویلای شو چې اوکراین په مستقیم ډول په دې برید کې لاس لري."
روسیې تر دې مخکې ویلي و، څلور هغه کسان چې تالار ته ننوتي او پر خلکو یې ډزې کړې وې، دوی نیولي دي.
روسیې دا ټول د تاجکستان وګړي اعلان کړل او ویې ویل چې د دوی نور ملګري چې د تاجکستان دي، پېژندل شوي او نیول شوي دي.

د جمعې په ورځ د استرالیا حکومت د یمن د انصارالله ډله چې د حوثيانو په نوم پیژندل کیږي د «تروریستي» سازمانونو په لېست کې شامله کړه. حوثیان یوه هغه وسلواله ډله ده چې د ایران اسلامي جمهوریت یې ملاتړ کوي او د دوی د نیابتي ځواکونو په نوم هم یادیږي.
د استرالیا لوی څارنوال د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ټینګار وکړ، چې په عدن خلیج او شاوخوا سیمو کښې د یمن د انصار الله وحشیانه حملو کې د یمن د خلکو وژلو، یرغملولو او د عربستان ټاپووزمې په شاوخوا اوبو کې د سمندري تګ راتګ د حقونو او ازادۍ په برخه کې ګډوډي سمندري امنیت او نړیواله سوکالي کمزورې کړې ده.
له دې بیان څخه یوه ورځ مخکې د برتانیا سمندري ادارې د یمن د الحدیده بندر په جنوب کې په سور سمندرګي کې د یوې بېړۍ د ډوبېدو خبر ورکړ.
وروسته له هغه چې حماس د اکتوبر په اوومه پر اسرایل برید وکړ، د یمن حوثیانو په سور سمندرګي کې پر نړیوالو بېړیو یو لړ بریدونه پیل کړل.
د تېر کال له ٢٧مې تر اوسه پورې او له اوو مياشتو څخه د زياتې مودې لپاره د بېلابېلو هېوادونو په لسګونو سوداګريزو بېړيو بريدونه شوي دي.
د استرالیا د حکومت له هغه وروسته د یمن انصارالله د تروریستي ډلې په توګه وپیژندله چې د دغه هېواد د امنیتي ادارو حوثي یاغیان په مستقیم یا غیر مستقیم ډول د "ترهګریزو بریدونو" په چمتو کولو، پالل، مرستې یا هڅولو کې ښکېل وبلل.
د استرالیا د جزا قانون د ۱۰۲ مادې له مخې، د یوه ترهګر سازمان غړیتوب، د هغې له غړو سره یوځای کېدل، په هغه کې برخه اخېستل، د هغوی روزنه او ملاتړ کول جرم دی او د دغو جرمونو سزا د ۲۵ کاله بند تر حده ده.
د حوثیانو په زیاتولړ سره، د استرالیا د جزا په قانون کې د لیست شویو ترهګرو سازمانونو شمیر ۳۰ ته رسیږي.
امریکا هم حوثي یاغیان د ۱۴۰۲ کال د جدي په میاشت کې بیا د تروریستي سازمانونو په لیست کې شامل کړل.
د یمن حوثي ډله چې مخکې د ډونالډ ټرمپ د ادارې پر مهال د امریکا د تروریستي سازمانونو په لست کې شامله وه، د ۲۰۲۱ کال په فبرورۍ کې د جوبایډن د ادارې د پرېکړې له مخې له دغه نوملړ ایستل شوې وه.
عرب لیګ په دې وروستیو کې په سور سمندرګي او عدن په خلیج کې پر کښتیو د حوثي یاغیانو بریدونه په کلکه غندلي دي.

د پیسو نړیوال صندوق وايي، د دغی ادارې پلاوي د پاکستان له حکومت سره د نوي پور د اسانتیاوو برابرولو په برخه کې ښکاره پرمختګ کړی دی. د پیسو نړیوال صندوق تېره میاشت پاکستان ته د نوي پور د ور کولو په هکله له اسلام اباد سره خبرې پیل کړې.
د رویټرز د راپور له مخې، د دې ادارې دا ګام له هغه وروسته و چې پاکستان ته د درې میلیارډ ډالري پور پروګرام یې یې د دغه هېواد د اقتصاد رغولو او پور بېرته ور کولو کې ګټور تمام شوی دی.
د پیسو نړیوال صندوق وايي، د مۍ پر ۱۳ یې یو پلاوی پاکستان ته لاړ او پرون یې د دغه هېواد له چارواکو سره پر نوي پور خبرې وکړې.
ای اېم اېف پاکستان ته د خپل تللي پلاوي د مشر پورټر په حواله واي،ي چې دوی له اسلام اباد سره د پور پر لارو چارو خبرو ته دوام ور کوي چې بالاخره یې خبرې نتیجې ته ورسېږي.