پر غزه د اسراييلي پوځ په برید کې لږ تر لږه '۶۰ فلسطینیان' ووژل شول

د حماس د روغتیا وزارت او ځینو رسنیو خبر ورکړی، چې د پنجشنبې په ورځ د اسراییلي پوځ په ځمکنیو او هوايي بریدونو کې لږ تر لږه ۶۰ فلسطینیان وژل شوي دي. د راپورونو له مخې، د اسراییل پوځ او د حماس ډلې وسلهوال د رفح ښار په څنډو کې له یو بل سره په جګړه کېوتل.