• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ځايي سرچینې: طالبان په ننګرهار کې جومات ته د نه تلو له امله خلک جلب او جریمه کوي

۵ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۲۵ می ۲۰۲۴، ۱۲:۲۸ GMT+۱تازه شوی: ۵ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۲۵ می ۲۰۲۴، ۱۶:۱۱ GMT+۱

په ننګرهار ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، طالبان په دې وروستیو کې هغه خلک جلبوي او جریمه کوي، چې د لمانځه لپاره جوماتونو ته نه ځي. افغانستان انټرنشنل ـ پښتو د طالبانو یو سند ترلاسه کړی، چې یو کس یې د جومات د ملاامام د شکایت پر اساس ولسوالۍ ته جلب کړی دی.

د ننګرهار په سور رود ولسوالۍ کې ځايي سرچینو نن افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، چې طالبانو ددغې ولسوالۍ په جومات کې د لمونځغاړو حاضري اخلي.

د سرچینو په خبره که یو لمونځغاړی د جومات د ملاامام له اجازې پرته غیرحاضري وکړي نو بیا په دغه حاضری کې ثبتیږي.

دوی زیاتوي ملا امامان چې د طالبانو د ډلې غړي دي، د امربالمعروف او نهی المنکر ریاست ته د غیرحاضر کس شکایت کوي او وروسته بیا دغه کس د طالبانو لخوا زندان ته لېږل کیږي.

افغانستان انټرنشنل ـ پښتو د یو کس په اړه د امربالمعروف او نهی عن المنکر د جلب مکتوب ترلاسه کړی دی.

دغه مکتوب د سور رود ولسوالۍ د امر بالمعروف او نهې عن المنکر امریت لیکلی دی.

100%

د امنیتي ستونزو له امله په مکتوب کې د لیکل شوي کس نوم نشو ښودلی خو په جلب مکتوب کې هغه کس ته لیکل شوي، چې د جومات ملا امام د شکایت په اساس تاسې ته خبر درکول کیږي، چې د روان کال د غبرګولي په دریمه نېټه د ننګرهار د سور رود ولسوالۍ امر بالمعروف او نهې عن المنکر د شکایتونو اوریدلو امریت ته حاضر شئ.

سور رود ولسوالۍ کې ځايي سرچینوافغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، چې لومړی غیرحاضر کس پسې جلب راځي، که امر بالمعروف و نهی عن المنکر ته حاضر نشو نو بیا د ولسوالۍ طالبان د دغه کس نیولو اقدام کوي او پر زنداني کېدو سربېره به ۵۰۰ افغانۍ د رنجر د تېلو مصرف ورکوي.

د ننګرهار ځايي اوسیدونکي وايي په ولسوالیو کې ملاامامانو لمونځ کوونکو ته ویلي، چې د غیرحاضري په صورت کې باید له وړاندې دوی ته خبر ور کړي.

د ننګرهار یو ځايي اوسیدونکی وايي اوس د ملا امامانو لپاره دا د فساد سرچینه جوړه شوې، که څوک د لمانځه لپاره جومات ته حاضر نشي؛ نو اړ دي چې د ملاامام له خوا د نه شکایت لپاره هغه ته بډې ورکړي.

طالبانو په لومړۍ دوره کې هغه جوماتونو کې د سوبتیا کتاب یا حاضري درلوده او د لمونځ پر مهال به یې د کلیوالو حاضري اخیسته.

ترویج لرونکی

راپور: روسان له ۳۷ کلونو وروسته افغانستان ته د پوځي همکارۍ له لارې بېرته راستانه شو
۱

راپور: روسان له ۳۷ کلونو وروسته افغانستان ته د پوځي همکارۍ له لارې بېرته راستانه شو

۲

طالبان وایي څلورو ولایتونو کې یې ۱۳ کسان د جنايي جرمونو په تور نیولي

۳

ندیم امیري؛ افغاني‌الاصله فوټبالر چې جرمني یې له ماتې وژغورله څوک دی؟

۴

په سویس کې د امریکا او ایران د خبرو اترو لومړی پړاو پای ته رسېدلی

۵

خرم: د اپسټین قضیه او د سپینې ماڼۍ داخلي چارو په اړه نوی کتاب ښايي سیاسي بحث بیا تود کړي

•
•
•

نور کیسې

د روسیې د استخباراتو مشر: مونږ په افغانستان کې روان حالت ته بې اندېښنې نشو پاتېدلی

۵ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۲۵ می ۲۰۲۴، ۱۰:۵۴ GMT+۱
د روسیې د استخباراتو مشر: مونږ په افغانستان کې روان حالت ته بې اندېښنې نشو پاتېدلی
100%

د روسیې د استخباراتو مشر د پخواني شوروي د همګټو هېوادونو په غونډه کې وویل چې مسکو په افغانستان کې روانو حالاتو ته بې اندېښنې نشي پاتېدلی. الکساندر بورتنیکوف ویلي، چې په افغانستان او پاکستان کې د ترهګرو ډلو پراختیا او نفوذ د سیمې د هېوادونو امنیت ته ستر ګواښ دی.

د روسیې د استخباراتو مشر دا هم ویلي، که بهرني لوبغاړي په کابل کې مداخله ونه کړي، طالبان په افغانستان کې نظم راوستلی شي.

په همدې حال کې الکساندر بورتنیکوف وویل:«موږ د افغانستان په وضعیت کې د تاثیر لپاره د انګلیسانو د پرله پسې هڅو شاهدان یو. "دوی قصد لري چې په منځنۍ اسیا کې پښې اېښودو ته لار پرانځي او په سیمه کې یې د نفوذ لپاره وکاروي."

هغه همداراز له نړیوالې ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره د روسیې او طالبانو ګډې هڅې «مثبت تمایل» وباله.

په همدې حال کې تېره اوونۍ د افغانستان په چارو کې د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي وو، چې طالبان نور د روسیې دښمنان نه دي.

له کله راهیسې چې طالبان په افغانستان کې واک ته رسیدلي، روسي چارواکو تل هڅه کړې، چې له دې ډلې سره خپلې اړیکې وساتي.

تېره ورځ د روسیې د استخباراتو مشر مشر ویلي و، د طالبانو سخت دریځه ډله په بشپړ ډول د دې توان لري، چې په افغانستان کې نظم را ولي او دا هېواد ټیکاومن یا باثباته کړي، خو که بهرني لوري یې چارو که لاسوهنه ونه کړي.

الکساندر بورتنیکوف دا خبرې د روسیې د همګټو هېوادونو امنیتي غونډه کې کړې دي.

د تاس خبري اژانس د راپور له مخې، ښاغلي بورتنیکوف د ملي امنیت د پلي کوونکو ادارو د مشرانو شورا په غونډه کې وویل، چې په افغانستان او پاکستان کې د نړیوالو ترهګرو سازمانونو او تروریستي شبکو د نفوذ د پراخولو هڅې د پخواني شوروي د همګټو هېوادونو امنیت ته لوی ګواښ دی.

طالبان: د افغانستان بانک پلاوی د اسلامي هېوادونو غونډه کې د ګډون لپاره مالېزیا ته لاړ

۵ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۲۵ می ۲۰۲۴، ۱۰:۲۶ GMT+۱
طالبان: د افغانستان بانک پلاوی د اسلامي هېوادونو غونډه کې د ګډون لپاره مالېزیا ته لاړ
100%

طالبان وايي‌ د افغانستان بانک یو پلاوی د مالیزیا د مرکزي بانک په بلنه «د اسلامي اقتصاد او مالي چارو نړیوال فورم په کلني کنفرانس کې» د ګډون لپاره دغه هېواد ته لاړ. د طالبانو په واک کې د افغانستان بانک وايي، دې غونډې ته د نورو اسلامې هېوادونو د مرکزي بانکونو استازي هم بلل شوي.

د دې بانک د اعلامیې له مخې، د غونډې ګډونوال په خپلو کې د اسلامې بانکوالۍ د پراختیا په اړه له یو بل سره نظرونه او تجربې شرېکې کوي او اړینې پرېکړې کوي.

طالبان وايي، د دوی پلاوی د خپل سفر په لومړۍ ورځ د مالیزیا د مرکزي بانک غونډه او په دویمه او دریمه ورځ د اسلامي اقتصاد او مالي چارو نړیوال فورم په دوه ورځنۍ کلنۍ غونډه کې ګډون کوي.

جو بایډن: د افغانستان له اشغال پرته د داعش د کنټرول لپاره نورې لارې چارې شته

۴ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۲۴ می ۲۰۲۴، ۲۲:۰۲ GMT+۱
جو بایډن: د افغانستان له اشغال پرته د داعش د کنټرول لپاره نورې لارې چارې شته
100%

د امریکا ولسمشر جو بایډن وايي، پرته له دې چې د افغانستان اشغال ته اړتیا وي، په دغه هیواد کې د داعش د کنټرول لپاره نورې لارې چارې شته دی.‌

جو بایډن وویل، چې افغانستان د امپراتوریو د هدیرې په توګه پیژندل کیږي او دا شونې نه ده چې څوک دغه هیواد متحد کړي.

د امریکا ولسمشر دغه څرګندونې د پنجشنبې په ورځ د کینیا له ولسمشر سره په ګډه خبري غونډه کې وکړې.

ښاغلي بایډن دا خبرې د یو کینیايي خبریال په ځواب کې وکړې چې پوښتنه یې وکړه چې کینیا څنګه هایتي ته چې له نایروبي څخه زرګونه کیلومتره لیرې ده، د پوځیانو لېږلو ته ژمنه بولي، خو خپله یې بیا امریکايي ځواکونه له افغانستان څخه راویستلي دي.

واشنګټن پوسټ: یو افغان په یو امریکايي مستند فلم کې له کار کولو وروسته وژل شوی

۴ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۲۴ می ۲۰۲۴، ۲۱:۴۸ GMT+۱
واشنګټن پوسټ: یو افغان په یو امریکايي مستند فلم کې له کار کولو وروسته وژل شوی
100%

واشنګټن پوسټ امریکايي ورځپاڼې راپور ورکړی، چې د امریکا د پوځ یو افغان همکار د «شا تګ» په نوم د نشنل جیوګرافیک په مستند فلم کې د کارکولو وروسته د طالبانو له خوا نیول شوی او د شکنجې او سختو ټپونو له امله مړ شوی دی.

د دې راپور له مخې، هغه خبرداری ورکړی و چې په دې مستند فلم کې د هغه کارکرده ګي به د هغه ژوند له خطر سره مخامخ کړي.

د رټروګراډ ‏"Retrograde" په نوم مستند فلم، چې په ۲۰۲۲کال کې جوړ شوی و، د پخواني افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د تېرو ۹میاشتو جګړې کیسه کوي.

دا مستند فلم په ۲۰۲۱کال کې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو تر وتلو مخکې د امریکا د ځانګړو ځواکونو پر تجربو تمرکز کوي.

په دې مستند فلم کې یو شل کلن افغان قراردادي چې د امریکا د مشهور سندرغاړي جسټن بیبر ته ورته څېرې له کبله مشهور و، رول لوبولی دی.

واشنګټن پوسټ راپور ورکړی، چې افغان پوځي د "بیبر" په مستعار نوم سره د فلم له خپریدو وروسته د طالبانو له خوا له خپل کور څخه نیول شوی او له دوه اونۍ شکنجې وروسته د ټپونو له امله مړ شوی دی.د دغه راپور له مخې دغه افغان له امریکایانو سره د ماین پاکۍ په برخه کې همکاري کوله.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د دغه افغان ماین پاکوونکي د وژل کېدو د دقیق وخت په اړه جزییات نه دي ورکړي.

د طالبانو له توقیف څخه تر خوشې کیدو وروسته، بیبر ادعا کړې وه، چې هغه د طالبانو په بند کې له ډېرو شکنجو سره په لرګي، او لغتو سخت وهل شوی او د اوبو لاندې نیول شوی دی.

نوموړي واشنګټن پوسټ ته ویلي، چې طالبانو ماته د Retrograde فلم وښود او ویې ویل، چې تا له بهرنیو ځواکونو سره کار کړی او په دې فلم کې دې هم کار کړی دی. «دوی زه د دې فلم له لارې وموندلم.»

د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د راپور له مخې، نوموړی د طالبانو د شکنجود ټپونو له امله مړ شوی دی.

هایمن او مک نالي، د دغه مستند فلم مدیرانو، د هغه مړینه یوه "زړه دردونکې تراژیدي" بللې ده.

"بیبر" یو له هغو زرګونو امریکايي قراردادیانو څخه و، چې پکې ژباړونکې او ماین پاکوونکي هم شامل وو، چې په ۲۰۲۱کال کې د امریکايي ځواکونو له وتلو او د طالبانو لاس ته د افغان حکومت له سقوط وروسته له خطر سره مخامخ شول.

مګر د هغه څېره په دې مستند فلم کې چې د متیو هاینمن په کارګردانې جوړ شو، څرګنده شوه.

د واشنګټن پوسټ سره د مرکو په اساس، هاینمن او د رټروګرډ جوړونکی کیټلین مک نالي پرېکړه وکړه چې د ۲۰۲۲ډسمبر میاشت کې د مستند فلم له خپریدو دمخه د لږترلږه پنځو کسانو له خبرداریو سربیره د ماین پاکونکو نږدې عکسونه وښیې.

د امریکا څو پوځي سرچینو واشنګټن پوسټ ته ویلي، چې په رټروګراډ فلم کې د "بیبر" او نورو افغان قراردادیانو صحنې دوی له خطر سره مخامخ کړي دي.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼه وايي، فلم جوړونکو ته دا اخطارونه په داسې حال کې ورکړل شوي، چې د طالبانو له خوا د قراردادیانو او د هغوی د کورنیو د سلګونو وژنو او غچ اخیستنې اسناد مستند شوي و.

هایمن او مک نالي په یوې بیانیه کې ویلي، « په یاد یې نه ده» چې دوی "یاد نه کوي" چې دوی د افغان ماین پاکوونکو په اړه دې ځانګړي اخطارونه ترلاسه کړي وي.

دوی زیاته کړه: «له افغانستان څخه د متحده ایالاتو چټک وتل او د واک له ترلاسه کولو وروسته د طالبانو غچ اخیستونکي اقدامات او [طالبان] په دقیقو استخباراتو سمبال هغه افغانان چې له امریکا سره یې کار کاوه، د بې شمېره مرګ ژوبلې لامل شول چې امریکا هغوې یوازې پرېښودل.»

نشنل جیوګرافیک چینل چې دا مستند فلم یې خپور کړی وايي، دا فلم یې په ډېر احتیاط سره خپور کړی.

طالبان: په تورخم کې مو ۳۹۰ جعلي د ډریوری لایسنسونه نیولي دي

۴ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۲۴ می ۲۰۲۴، ۱۸:۴۶ GMT+۱
طالبان: په تورخم کې مو ۳۹۰ جعلي د ډریوری لایسنسونه نیولي دي
100%

د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي ټلويزيون د جمعې په ورځ د تورخم په ګمرک کې د طالب چارواکي له قوله ویلي، چې د موټر چلولو ۳۹۰ جعلي لایسنسونه یې نیولي چې له پاکستان څخه افغانستان ته قاچاق کیدل.

دغو طالب چارواکو ویلي، چې هغه تورن کسان چې دغه جعلي اسناد یې لیږدول عدلي ارګانونو ته معرفي شوي دي.

په دغه راپور که د تورنو کسانو په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي.

دا لومړی ځل نه دی چې له پاکستانه څخه جعلي اسناد افغانستان ته قاچاق کیږي. تر دې مخکې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي وو، چې جعلي افغان پاسپورټونه د پاکستان په پېښور ښار کې چاپېږي او په افغانستان کې وېشل کېږي.

د پاسپورټونو سربیره، د افغانستان نکاح خطونه هم د کمیشنکارانو له خوا او په افغانستان کې د طالبانو د محکمو د چارواکو په مرسته په جعلي توګه جوړیږي او په لوړه بیه پلورل کیږي.