• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان بایډن ته: افغانان متحد ملت دی، ښه ده چې ومو منله افغانستان د امپراتوریو هدیره ده

۵ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۲۵ می ۲۰۲۴، ۱۶:۰۳ GMT+۱

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د امریکا د ولسمشر جو بایډن د څرګندونو په ځواب کې ویلي، چې افغانان متحد ملت دی. د هغه په خبره، «دا ریښتیا ده چې افغانستان د امپراتوریو هدیره ده، ښه شو چې امریکا هم دا موضوع درک کړه او په لوړ غږ یې اعتراف کړی دی او په خپلو یادښتونو کې دې یې ولیکی.»

د امریکا ولسمشر جو بایډن د پنجشنبې په ورځ د کینیا له ولسمشر سره په ګډه خبري غونډه کې ویلي و، چې پرته له دې چې د افغانستان اشغال ته اړتیا وي، په دغه هیواد کې د داعش د کنټرول لپاره نورې لارې چارې شته دی.‌

جو بایډن ویلي و، چې افغانستان د امپراتوریو د هدیرې په توګه پیژندل کیږي او دا شونې نه ده چې څوک دغه هیواد متحد کړي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي ټلویزیون د شنبې په ورځ د ذبیح مجاهد یو غږیز پیغام خپور کړیې چې نوموړي دغه څرګندونې کړط او ویلي یې دي: "امریکا باید دا چې افغانستان د امپراتوریو هدیره ده، په خپلو یاداښتونو کې په مشخصه توګه ولیکي، چې نور هم پرې پوه شي.”

هغه ټینګار کوي،‌ چې افغانان یو متحد ملت دی، او په هره بیه یې خپل اتحاد ساتلی دی او زیاتوي چې اشغالونه او دسیسې په دې ونه توانیدې چې افغانان سره وویشي کړي.

د طالبانو ویاند وايي، کله چې امریکا په افغانستان کې حضور درلوده، داعش په دغه هیواد کې راپیدا شو او فعالیت یې پیل کړ،‌ خو د امریکایانو له “ویستل کیدو” وروسته اوس داعش هم مخ پر ځوال دی.

هغه وايي، چې دغې ډلې د داعش په وړاندې بیلابیل عملیات ترسره کړي او اوس دغه ډله د هیچا لپاره تهدید نه دی.

ترویج لرونکی

راپور: روسان له ۳۷ کلونو وروسته افغانستان ته د پوځي همکارۍ له لارې بېرته راستانه شو
۱

راپور: روسان له ۳۷ کلونو وروسته افغانستان ته د پوځي همکارۍ له لارې بېرته راستانه شو

۲

طالبان وایي څلورو ولایتونو کې یې ۱۳ کسان د جنايي جرمونو په تور نیولي

۳

ندیم امیري؛ افغاني‌الاصله فوټبالر چې جرمني یې له ماتې وژغورله څوک دی؟

۴

له وفادار جنګیالي تر سرغړوونکي قوماندان؛ د طالبانو مشر د جمعه فاتح د ځپلو امر کړی

۵

په سویس کې د امریکا او ایران د خبرو اترو لومړی پړاو پای ته رسېدلی

•
•
•

نور کیسې

طالبان دوحې ناسته کې د ګډون لپاره د شرط په توګه ملګرو ملتو کې د افغانستان څوکۍ خپلول غواړي

۵ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۲۵ می ۲۰۲۴، ۱۴:۳۹ GMT+۱
طالبان دوحې ناسته کې د ګډون لپاره د شرط په توګه ملګرو ملتو کې د افغانستان څوکۍ خپلول غواړي
100%

د طالبانو یوې معتبرې سرچینې افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، دغې ډلې د ملګرونو ملتونو او قطر پلاوي سره د دوحې ۳ غونډه کې د ګډون لپاره ۶ شرطونه وړاندې کړي. د طالبانو یو شرط دا دی، چې په م.م. کې د افغانستان څوکۍ دوی ته وسپارل شي، چې لا هم د پخواني حکومت استازی پرې ولکه لري.

د تېر په څېر د طالبانو دوهم شرط دا دی، چې د دوحې دریمه ناسته کې دې د افغانستان لپاره کوم خاص استازی نه ټاکل کیږي.

دریم شرط دا ښودل شوی، چې د غونډې د اجنډا او ترکیب په اړه دې له دوی سره سلا مشورې وشي.

د طالبانو سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل چې طالبان نه غواړي، د دوحې د دریمې ناستې په اجنډا کې له شپړم پورته د اجونو د زدکړو، د مېرمنو د کار او همدا رنګه د یو ټولکډونه حکومت د جوړېدو په اړه موضوعات مطرح شي.

د طالبانو سرچینې وايي دوی د ملګرو ملتونو او قطر پلاوو ته ویلي، چې دا د افغانستان کورني موضوعات دي او د حل لپاره یې د مناسب چاپریال د جوړېدو په هڅه کې دي.

سرچینې زیاتوي طالبانو دغو پلاو ته په ډاکه کړې ده، چې دغه ډله یوازې په افغانستان پر راغلي امنیت، د نشه توکو له منځه وړلو او د وسلوالو ډلو په ځانګړي توکه د داعش پرضد ګامونو پورته کېدو په اړه بحثونو ته چمتوالی لري.

م. م. پر څه بحث غواړي؟

100%

دغې سرچینو وویل، کابل ته د ملګرو ملتونو را غلي پلاوي له طالب چارواکو سره په خبرو کې ویلي چې د دوحې دریمه ناسته کې به د نجونو د تعلیم، د ښځو د کار، ټولکډونه حکومت، زندانونو ته د ملګرو ملتونو د بشري برخو لاس راسي او په افغانستان کې له القاعده سره د طالبانو د اړیکو پرې پرې کېدو او د شته تعامل په بردوام خبرې وشي.

د طالبانو سرچینې وايي تر اوسه دغه ډله د خپلو وړاندې شوو شرایطو د منلو په تمه ده او بیا له هغه وروسته د دوحې په دریمه ناسته کې د کډون یا هم د نه کډون پرېکړه کوي.

د غرب یوې دیپلوماتیکې سرچینې هم افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل چې طالبان د دوحې په دریمه ناسته کې د افغان استازو له کډون او د ځانګړي ستازي له ټاکل کېدو سره هم کلک مخالفت لري.

دغه دیپلوماتیکه سرچینه زیاتوي په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ څوکۍ غوښتلو په هکله د طالبانو شرط د دې ډلې یو تکتیک دی، ځکه دوی پوهیږي چې امکان نه لري، دا څوکۍ ور وسپارل شي.

طالبانو د ملګرو ملتونو په مشرۍ د ددوحې دویمه ناسته کې ګډون ونه کړ، خو دریمه ناسته کې د ګډون لپاره د دې سازمان د سرمنشي مرستیال تېره اونۍ کابل ته لاړ او همدارنګه له تېرې پنجشنبې را هیسې د قطر پلاوی هم کابل کې دی.

د قطر د دولت وزیر او د بهرنیو چارو مرستیال وزیر په مشرۍ پلاوي له طالب چارواکو سره لیدنو کې دا ډله په دغه غونډه کې ګډون ته هڅولې ده.

د متقي او قطري پلاوي کتنه

100%

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند نن په خپل اېکس پاڼه کې لیکلي چې د دې ډلې د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي سره د قطر د بهرنیو چارو وزارت مرستیال وزیر محمد بن عبدالعزیز الخلیفي او مل پلاوي سره یې په کتنه کې د دوحې په دریمه ناسته کې د طالبانو د ګډون شرایط پرځای وبلل او په وینا یې، ټول په دې باور دي چې د طالبانو له ګډون پرته دغه ناسته بې ګټې ده.
‏د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیا احمد ټویټ له مخې، په دغه کتنه کې متقي په ټول کې د دوحې ناستې د موضوعاتو په اړه د طالبانو دریځ په وضاحت سره وړاندې کړ او هم یې په دې غونډه کې یې د اقلیم د بدلون، خصوصي سکتور او مخدره توکو په اړه د بحث کولو سره رضایت څرګند کړ.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي څو ورځې وړاندې د ملګرو ملتونو د سرمنشي له مرستیالې روزمېري ډیکارلو سره په لیدنه کې د دوحې راتلونکې ناستې پر اجنډا او ترکیب خبرې کړې وې.

متفي ویلي، چې د دوحې راتلونکې ناسته کې د مخدره موادو پرخلاف مبارزه، مالي او بانکي مسایل او اقلیمي بدلون اغېزو په اړه بحث ښه موارد کېدلی شي.

د دوحې دریمه ناسته د افغانستان لپاره د هېوادونو د ځانګړو استازو په ګډون د جون په ۳۰مه او جولای په لومړۍ نېټه (د وږي ۱۰مه او ۱۱مه) جوړېږي.
ملګرو ملتونو د دغې ناستې موخه «له افغانستان سره په همغږي او منظمه توګه د نړیوالو د تعامل ډېرښت» یاد کړی دی.

طالبان: د قطر سره مياشت د ستنو شویو افغانانو لپاره کورونه جوړوي

۵ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۲۵ می ۲۰۲۴، ۱۳:۵۴ GMT+۱
طالبان: د قطر سره مياشت د ستنو شویو افغانانو لپاره کورونه جوړوي
100%

د طالبانو د کډوالو او ستنېدونکو چارو وزارت وایي، د قطر سره مياشت غواړي افغانستان ته د ستنو شویو کډوالو لپاره کورونه جوړ کړي. طالبان د همدې بنسټ د چارواکو په حواله وايي، چې تر مشورو وروسته به د کورنو د جوړېدو شمېر شریک کړي.

د طالبانو د کډوالو او بيرته راستنېدونکو چارو وزارت نن شنبه په يوې اعلامیه کې ويلي، چې دوې ورځي مخکي د دوی وزير خلیل الرحمان حقاني او د قطر د هلال احمر مشر محمد صلاح ابراهيم افغان کډوالو ته پر مرستو رسولو خبرې کړې دي.

اعلاميه زياتوي، محمد صلاح ابراهيم ژمنه کړې، چې د کډوالو په ښارګوټو کې د هغوی لپاره د کورونو د جوړولو چارې به د قطر خیريه صندوق سره تر مشورو ورسته پيل کړي.

پاکستانۍ رسنۍ ډیلي تېره اونۍ راپور ورکړی و، چې د ۲۰۲۴ کال د مې تر ۲۰مې نېټې پورې له پاکستانه د ټولو ستنو شویو افغان کډوالو شمېر ۵۷۷۲۳۹ ته رسېدلی او د ستنېدو دغه لړۍ لاهم روانه ده.
پاکستان او ایران د افغانستان هغه دوه ګاونډي هيوادونه دي، چې په وروستيو دوو کلونو کې يې په لسګونو زره افغانان په جبري ډول له خپلې خاروي ايستلي او هلته يې افغانانو ته د ژوند چارې سختي کړې دي.

بل لوري بيا هغه افغان کډوال، چې وطن ته ستانه شوي هم له بېلابېلو ستونزو څخه شکایت کوي.

ځايي سرچینې: طالبان په ننګرهار کې جومات ته د نه تلو له امله خلک جلب او جریمه کوي

۵ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۲۵ می ۲۰۲۴، ۱۲:۲۸ GMT+۱
ځايي سرچینې: طالبان په ننګرهار کې جومات ته د نه تلو له امله خلک جلب او جریمه کوي
100%

په ننګرهار ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، طالبان په دې وروستیو کې هغه خلک جلبوي او جریمه کوي، چې د لمانځه لپاره جوماتونو ته نه ځي. افغانستان انټرنشنل ـ پښتو د طالبانو یو سند ترلاسه کړی، چې یو کس یې د جومات د ملاامام د شکایت پر اساس ولسوالۍ ته جلب کړی دی.

د ننګرهار په سور رود ولسوالۍ کې ځايي سرچینو نن افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، چې طالبانو ددغې ولسوالۍ په جومات کې د لمونځغاړو حاضري اخلي.

د سرچینو په خبره که یو لمونځغاړی د جومات د ملاامام له اجازې پرته غیرحاضري وکړي نو بیا په دغه حاضری کې ثبتیږي.

دوی زیاتوي ملا امامان چې د طالبانو د ډلې غړي دي، د امربالمعروف او نهی المنکر ریاست ته د غیرحاضر کس شکایت کوي او وروسته بیا دغه کس د طالبانو لخوا زندان ته لېږل کیږي.

افغانستان انټرنشنل ـ پښتو د یو کس په اړه د امربالمعروف او نهی عن المنکر د جلب مکتوب ترلاسه کړی دی.

دغه مکتوب د سور رود ولسوالۍ د امر بالمعروف او نهې عن المنکر امریت لیکلی دی.

100%

د امنیتي ستونزو له امله په مکتوب کې د لیکل شوي کس نوم نشو ښودلی خو په جلب مکتوب کې هغه کس ته لیکل شوي، چې د جومات ملا امام د شکایت په اساس تاسې ته خبر درکول کیږي، چې د روان کال د غبرګولي په دریمه نېټه د ننګرهار د سور رود ولسوالۍ امر بالمعروف او نهې عن المنکر د شکایتونو اوریدلو امریت ته حاضر شئ.

سور رود ولسوالۍ کې ځايي سرچینوافغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، چې لومړی غیرحاضر کس پسې جلب راځي، که امر بالمعروف و نهی عن المنکر ته حاضر نشو نو بیا د ولسوالۍ طالبان د دغه کس نیولو اقدام کوي او پر زنداني کېدو سربېره به ۵۰۰ افغانۍ د رنجر د تېلو مصرف ورکوي.

د ننګرهار ځايي اوسیدونکي وايي په ولسوالیو کې ملاامامانو لمونځ کوونکو ته ویلي، چې د غیرحاضري په صورت کې باید له وړاندې دوی ته خبر ور کړي.

د ننګرهار یو ځايي اوسیدونکی وايي اوس د ملا امامانو لپاره دا د فساد سرچینه جوړه شوې، که څوک د لمانځه لپاره جومات ته حاضر نشي؛ نو اړ دي چې د ملاامام له خوا د نه شکایت لپاره هغه ته بډې ورکړي.

طالبانو په لومړۍ دوره کې هغه جوماتونو کې د سوبتیا کتاب یا حاضري درلوده او د لمونځ پر مهال به یې د کلیوالو حاضري اخیسته.

د روسیې د استخباراتو مشر: مونږ په افغانستان کې روان حالت ته بې اندېښنې نشو پاتېدلی

۵ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۲۵ می ۲۰۲۴، ۱۰:۵۴ GMT+۱
د روسیې د استخباراتو مشر: مونږ په افغانستان کې روان حالت ته بې اندېښنې نشو پاتېدلی
100%

د روسیې د استخباراتو مشر د پخواني شوروي د همګټو هېوادونو په غونډه کې وویل چې مسکو په افغانستان کې روانو حالاتو ته بې اندېښنې نشي پاتېدلی. الکساندر بورتنیکوف ویلي، چې په افغانستان او پاکستان کې د ترهګرو ډلو پراختیا او نفوذ د سیمې د هېوادونو امنیت ته ستر ګواښ دی.

د روسیې د استخباراتو مشر دا هم ویلي، که بهرني لوبغاړي په کابل کې مداخله ونه کړي، طالبان په افغانستان کې نظم راوستلی شي.

په همدې حال کې الکساندر بورتنیکوف وویل:«موږ د افغانستان په وضعیت کې د تاثیر لپاره د انګلیسانو د پرله پسې هڅو شاهدان یو. "دوی قصد لري چې په منځنۍ اسیا کې پښې اېښودو ته لار پرانځي او په سیمه کې یې د نفوذ لپاره وکاروي."

هغه همداراز له نړیوالې ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره د روسیې او طالبانو ګډې هڅې «مثبت تمایل» وباله.

په همدې حال کې تېره اوونۍ د افغانستان په چارو کې د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي وو، چې طالبان نور د روسیې دښمنان نه دي.

له کله راهیسې چې طالبان په افغانستان کې واک ته رسیدلي، روسي چارواکو تل هڅه کړې، چې له دې ډلې سره خپلې اړیکې وساتي.

تېره ورځ د روسیې د استخباراتو مشر مشر ویلي و، د طالبانو سخت دریځه ډله په بشپړ ډول د دې توان لري، چې په افغانستان کې نظم را ولي او دا هېواد ټیکاومن یا باثباته کړي، خو که بهرني لوري یې چارو که لاسوهنه ونه کړي.

الکساندر بورتنیکوف دا خبرې د روسیې د همګټو هېوادونو امنیتي غونډه کې کړې دي.

د تاس خبري اژانس د راپور له مخې، ښاغلي بورتنیکوف د ملي امنیت د پلي کوونکو ادارو د مشرانو شورا په غونډه کې وویل، چې په افغانستان او پاکستان کې د نړیوالو ترهګرو سازمانونو او تروریستي شبکو د نفوذ د پراخولو هڅې د پخواني شوروي د همګټو هېوادونو امنیت ته لوی ګواښ دی.

طالبان: د افغانستان بانک پلاوی د اسلامي هېوادونو غونډه کې د ګډون لپاره مالېزیا ته لاړ

۵ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۲۵ می ۲۰۲۴، ۱۰:۲۶ GMT+۱
طالبان: د افغانستان بانک پلاوی د اسلامي هېوادونو غونډه کې د ګډون لپاره مالېزیا ته لاړ
100%

طالبان وايي‌ د افغانستان بانک یو پلاوی د مالیزیا د مرکزي بانک په بلنه «د اسلامي اقتصاد او مالي چارو نړیوال فورم په کلني کنفرانس کې» د ګډون لپاره دغه هېواد ته لاړ. د طالبانو په واک کې د افغانستان بانک وايي، دې غونډې ته د نورو اسلامې هېوادونو د مرکزي بانکونو استازي هم بلل شوي.

د دې بانک د اعلامیې له مخې، د غونډې ګډونوال په خپلو کې د اسلامې بانکوالۍ د پراختیا په اړه له یو بل سره نظرونه او تجربې شرېکې کوي او اړینې پرېکړې کوي.

طالبان وايي، د دوی پلاوی د خپل سفر په لومړۍ ورځ د مالیزیا د مرکزي بانک غونډه او په دویمه او دریمه ورځ د اسلامي اقتصاد او مالي چارو نړیوال فورم په دوه ورځنۍ کلنۍ غونډه کې ګډون کوي.