• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان: د قطر سره مياشت د ستنو شویو افغانانو لپاره کورونه جوړوي

۵ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۲۵ می ۲۰۲۴، ۱۳:۵۴ GMT+۱

د طالبانو د کډوالو او ستنېدونکو چارو وزارت وایي، د قطر سره مياشت غواړي افغانستان ته د ستنو شویو کډوالو لپاره کورونه جوړ کړي. طالبان د همدې بنسټ د چارواکو په حواله وايي، چې تر مشورو وروسته به د کورنو د جوړېدو شمېر شریک کړي.

د طالبانو د کډوالو او بيرته راستنېدونکو چارو وزارت نن شنبه په يوې اعلامیه کې ويلي، چې دوې ورځي مخکي د دوی وزير خلیل الرحمان حقاني او د قطر د هلال احمر مشر محمد صلاح ابراهيم افغان کډوالو ته پر مرستو رسولو خبرې کړې دي.

اعلاميه زياتوي، محمد صلاح ابراهيم ژمنه کړې، چې د کډوالو په ښارګوټو کې د هغوی لپاره د کورونو د جوړولو چارې به د قطر خیريه صندوق سره تر مشورو ورسته پيل کړي.

پاکستانۍ رسنۍ ډیلي تېره اونۍ راپور ورکړی و، چې د ۲۰۲۴ کال د مې تر ۲۰مې نېټې پورې له پاکستانه د ټولو ستنو شویو افغان کډوالو شمېر ۵۷۷۲۳۹ ته رسېدلی او د ستنېدو دغه لړۍ لاهم روانه ده.
پاکستان او ایران د افغانستان هغه دوه ګاونډي هيوادونه دي، چې په وروستيو دوو کلونو کې يې په لسګونو زره افغانان په جبري ډول له خپلې خاروي ايستلي او هلته يې افغانانو ته د ژوند چارې سختي کړې دي.

بل لوري بيا هغه افغان کډوال، چې وطن ته ستانه شوي هم له بېلابېلو ستونزو څخه شکایت کوي.

ترویج لرونکی

راپور: روسان له ۳۷ کلونو وروسته افغانستان ته د پوځي همکارۍ له لارې بېرته راستانه شو
۱

راپور: روسان له ۳۷ کلونو وروسته افغانستان ته د پوځي همکارۍ له لارې بېرته راستانه شو

۲

طالبان وایي څلورو ولایتونو کې یې ۱۳ کسان د جنايي جرمونو په تور نیولي

۳

ندیم امیري؛ افغاني‌الاصله فوټبالر چې جرمني یې له ماتې وژغورله څوک دی؟

۴

په سویس کې د امریکا او ایران د خبرو اترو لومړی پړاو پای ته رسېدلی

۵

خرم: د اپسټین قضیه او د سپینې ماڼۍ داخلي چارو په اړه نوی کتاب ښايي سیاسي بحث بیا تود کړي

•
•
•

نور کیسې

ځايي سرچینې: طالبان په ننګرهار کې جومات ته د نه تلو له امله خلک جلب او جریمه کوي

۵ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۲۵ می ۲۰۲۴، ۱۲:۲۸ GMT+۱
ځايي سرچینې: طالبان په ننګرهار کې جومات ته د نه تلو له امله خلک جلب او جریمه کوي
100%

په ننګرهار ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، طالبان په دې وروستیو کې هغه خلک جلبوي او جریمه کوي، چې د لمانځه لپاره جوماتونو ته نه ځي. افغانستان انټرنشنل ـ پښتو د طالبانو یو سند ترلاسه کړی، چې یو کس یې د جومات د ملاامام د شکایت پر اساس ولسوالۍ ته جلب کړی دی.

د ننګرهار په سور رود ولسوالۍ کې ځايي سرچینو نن افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، چې طالبانو ددغې ولسوالۍ په جومات کې د لمونځغاړو حاضري اخلي.

د سرچینو په خبره که یو لمونځغاړی د جومات د ملاامام له اجازې پرته غیرحاضري وکړي نو بیا په دغه حاضری کې ثبتیږي.

دوی زیاتوي ملا امامان چې د طالبانو د ډلې غړي دي، د امربالمعروف او نهی المنکر ریاست ته د غیرحاضر کس شکایت کوي او وروسته بیا دغه کس د طالبانو لخوا زندان ته لېږل کیږي.

افغانستان انټرنشنل ـ پښتو د یو کس په اړه د امربالمعروف او نهی عن المنکر د جلب مکتوب ترلاسه کړی دی.

دغه مکتوب د سور رود ولسوالۍ د امر بالمعروف او نهې عن المنکر امریت لیکلی دی.

100%

د امنیتي ستونزو له امله په مکتوب کې د لیکل شوي کس نوم نشو ښودلی خو په جلب مکتوب کې هغه کس ته لیکل شوي، چې د جومات ملا امام د شکایت په اساس تاسې ته خبر درکول کیږي، چې د روان کال د غبرګولي په دریمه نېټه د ننګرهار د سور رود ولسوالۍ امر بالمعروف او نهې عن المنکر د شکایتونو اوریدلو امریت ته حاضر شئ.

سور رود ولسوالۍ کې ځايي سرچینوافغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، چې لومړی غیرحاضر کس پسې جلب راځي، که امر بالمعروف و نهی عن المنکر ته حاضر نشو نو بیا د ولسوالۍ طالبان د دغه کس نیولو اقدام کوي او پر زنداني کېدو سربېره به ۵۰۰ افغانۍ د رنجر د تېلو مصرف ورکوي.

د ننګرهار ځايي اوسیدونکي وايي په ولسوالیو کې ملاامامانو لمونځ کوونکو ته ویلي، چې د غیرحاضري په صورت کې باید له وړاندې دوی ته خبر ور کړي.

د ننګرهار یو ځايي اوسیدونکی وايي اوس د ملا امامانو لپاره دا د فساد سرچینه جوړه شوې، که څوک د لمانځه لپاره جومات ته حاضر نشي؛ نو اړ دي چې د ملاامام له خوا د نه شکایت لپاره هغه ته بډې ورکړي.

طالبانو په لومړۍ دوره کې هغه جوماتونو کې د سوبتیا کتاب یا حاضري درلوده او د لمونځ پر مهال به یې د کلیوالو حاضري اخیسته.

د روسیې د استخباراتو مشر: مونږ په افغانستان کې روان حالت ته بې اندېښنې نشو پاتېدلی

۵ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۲۵ می ۲۰۲۴، ۱۰:۵۴ GMT+۱
د روسیې د استخباراتو مشر: مونږ په افغانستان کې روان حالت ته بې اندېښنې نشو پاتېدلی
100%

د روسیې د استخباراتو مشر د پخواني شوروي د همګټو هېوادونو په غونډه کې وویل چې مسکو په افغانستان کې روانو حالاتو ته بې اندېښنې نشي پاتېدلی. الکساندر بورتنیکوف ویلي، چې په افغانستان او پاکستان کې د ترهګرو ډلو پراختیا او نفوذ د سیمې د هېوادونو امنیت ته ستر ګواښ دی.

د روسیې د استخباراتو مشر دا هم ویلي، که بهرني لوبغاړي په کابل کې مداخله ونه کړي، طالبان په افغانستان کې نظم راوستلی شي.

په همدې حال کې الکساندر بورتنیکوف وویل:«موږ د افغانستان په وضعیت کې د تاثیر لپاره د انګلیسانو د پرله پسې هڅو شاهدان یو. "دوی قصد لري چې په منځنۍ اسیا کې پښې اېښودو ته لار پرانځي او په سیمه کې یې د نفوذ لپاره وکاروي."

هغه همداراز له نړیوالې ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره د روسیې او طالبانو ګډې هڅې «مثبت تمایل» وباله.

په همدې حال کې تېره اوونۍ د افغانستان په چارو کې د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي وو، چې طالبان نور د روسیې دښمنان نه دي.

له کله راهیسې چې طالبان په افغانستان کې واک ته رسیدلي، روسي چارواکو تل هڅه کړې، چې له دې ډلې سره خپلې اړیکې وساتي.

تېره ورځ د روسیې د استخباراتو مشر مشر ویلي و، د طالبانو سخت دریځه ډله په بشپړ ډول د دې توان لري، چې په افغانستان کې نظم را ولي او دا هېواد ټیکاومن یا باثباته کړي، خو که بهرني لوري یې چارو که لاسوهنه ونه کړي.

الکساندر بورتنیکوف دا خبرې د روسیې د همګټو هېوادونو امنیتي غونډه کې کړې دي.

د تاس خبري اژانس د راپور له مخې، ښاغلي بورتنیکوف د ملي امنیت د پلي کوونکو ادارو د مشرانو شورا په غونډه کې وویل، چې په افغانستان او پاکستان کې د نړیوالو ترهګرو سازمانونو او تروریستي شبکو د نفوذ د پراخولو هڅې د پخواني شوروي د همګټو هېوادونو امنیت ته لوی ګواښ دی.

طالبان: د افغانستان بانک پلاوی د اسلامي هېوادونو غونډه کې د ګډون لپاره مالېزیا ته لاړ

۵ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۲۵ می ۲۰۲۴، ۱۰:۲۶ GMT+۱
طالبان: د افغانستان بانک پلاوی د اسلامي هېوادونو غونډه کې د ګډون لپاره مالېزیا ته لاړ
100%

طالبان وايي‌ د افغانستان بانک یو پلاوی د مالیزیا د مرکزي بانک په بلنه «د اسلامي اقتصاد او مالي چارو نړیوال فورم په کلني کنفرانس کې» د ګډون لپاره دغه هېواد ته لاړ. د طالبانو په واک کې د افغانستان بانک وايي، دې غونډې ته د نورو اسلامې هېوادونو د مرکزي بانکونو استازي هم بلل شوي.

د دې بانک د اعلامیې له مخې، د غونډې ګډونوال په خپلو کې د اسلامې بانکوالۍ د پراختیا په اړه له یو بل سره نظرونه او تجربې شرېکې کوي او اړینې پرېکړې کوي.

طالبان وايي، د دوی پلاوی د خپل سفر په لومړۍ ورځ د مالیزیا د مرکزي بانک غونډه او په دویمه او دریمه ورځ د اسلامي اقتصاد او مالي چارو نړیوال فورم په دوه ورځنۍ کلنۍ غونډه کې ګډون کوي.

جو بایډن: د افغانستان له اشغال پرته د داعش د کنټرول لپاره نورې لارې چارې شته

۴ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۲۴ می ۲۰۲۴، ۲۲:۰۲ GMT+۱
جو بایډن: د افغانستان له اشغال پرته د داعش د کنټرول لپاره نورې لارې چارې شته
100%

د امریکا ولسمشر جو بایډن وايي، پرته له دې چې د افغانستان اشغال ته اړتیا وي، په دغه هیواد کې د داعش د کنټرول لپاره نورې لارې چارې شته دی.‌

جو بایډن وویل، چې افغانستان د امپراتوریو د هدیرې په توګه پیژندل کیږي او دا شونې نه ده چې څوک دغه هیواد متحد کړي.

د امریکا ولسمشر دغه څرګندونې د پنجشنبې په ورځ د کینیا له ولسمشر سره په ګډه خبري غونډه کې وکړې.

ښاغلي بایډن دا خبرې د یو کینیايي خبریال په ځواب کې وکړې چې پوښتنه یې وکړه چې کینیا څنګه هایتي ته چې له نایروبي څخه زرګونه کیلومتره لیرې ده، د پوځیانو لېږلو ته ژمنه بولي، خو خپله یې بیا امریکايي ځواکونه له افغانستان څخه راویستلي دي.

واشنګټن پوسټ: یو افغان په یو امریکايي مستند فلم کې له کار کولو وروسته وژل شوی

۴ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۲۴ می ۲۰۲۴، ۲۱:۴۸ GMT+۱
واشنګټن پوسټ: یو افغان په یو امریکايي مستند فلم کې له کار کولو وروسته وژل شوی
100%

واشنګټن پوسټ امریکايي ورځپاڼې راپور ورکړی، چې د امریکا د پوځ یو افغان همکار د «شا تګ» په نوم د نشنل جیوګرافیک په مستند فلم کې د کارکولو وروسته د طالبانو له خوا نیول شوی او د شکنجې او سختو ټپونو له امله مړ شوی دی.

د دې راپور له مخې، هغه خبرداری ورکړی و چې په دې مستند فلم کې د هغه کارکرده ګي به د هغه ژوند له خطر سره مخامخ کړي.

د رټروګراډ ‏"Retrograde" په نوم مستند فلم، چې په ۲۰۲۲کال کې جوړ شوی و، د پخواني افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د تېرو ۹میاشتو جګړې کیسه کوي.

دا مستند فلم په ۲۰۲۱کال کې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو تر وتلو مخکې د امریکا د ځانګړو ځواکونو پر تجربو تمرکز کوي.

په دې مستند فلم کې یو شل کلن افغان قراردادي چې د امریکا د مشهور سندرغاړي جسټن بیبر ته ورته څېرې له کبله مشهور و، رول لوبولی دی.

واشنګټن پوسټ راپور ورکړی، چې افغان پوځي د "بیبر" په مستعار نوم سره د فلم له خپریدو وروسته د طالبانو له خوا له خپل کور څخه نیول شوی او له دوه اونۍ شکنجې وروسته د ټپونو له امله مړ شوی دی.د دغه راپور له مخې دغه افغان له امریکایانو سره د ماین پاکۍ په برخه کې همکاري کوله.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د دغه افغان ماین پاکوونکي د وژل کېدو د دقیق وخت په اړه جزییات نه دي ورکړي.

د طالبانو له توقیف څخه تر خوشې کیدو وروسته، بیبر ادعا کړې وه، چې هغه د طالبانو په بند کې له ډېرو شکنجو سره په لرګي، او لغتو سخت وهل شوی او د اوبو لاندې نیول شوی دی.

نوموړي واشنګټن پوسټ ته ویلي، چې طالبانو ماته د Retrograde فلم وښود او ویې ویل، چې تا له بهرنیو ځواکونو سره کار کړی او په دې فلم کې دې هم کار کړی دی. «دوی زه د دې فلم له لارې وموندلم.»

د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د راپور له مخې، نوموړی د طالبانو د شکنجود ټپونو له امله مړ شوی دی.

هایمن او مک نالي، د دغه مستند فلم مدیرانو، د هغه مړینه یوه "زړه دردونکې تراژیدي" بللې ده.

"بیبر" یو له هغو زرګونو امریکايي قراردادیانو څخه و، چې پکې ژباړونکې او ماین پاکوونکي هم شامل وو، چې په ۲۰۲۱کال کې د امریکايي ځواکونو له وتلو او د طالبانو لاس ته د افغان حکومت له سقوط وروسته له خطر سره مخامخ شول.

مګر د هغه څېره په دې مستند فلم کې چې د متیو هاینمن په کارګردانې جوړ شو، څرګنده شوه.

د واشنګټن پوسټ سره د مرکو په اساس، هاینمن او د رټروګرډ جوړونکی کیټلین مک نالي پرېکړه وکړه چې د ۲۰۲۲ډسمبر میاشت کې د مستند فلم له خپریدو دمخه د لږترلږه پنځو کسانو له خبرداریو سربیره د ماین پاکونکو نږدې عکسونه وښیې.

د امریکا څو پوځي سرچینو واشنګټن پوسټ ته ویلي، چې په رټروګراډ فلم کې د "بیبر" او نورو افغان قراردادیانو صحنې دوی له خطر سره مخامخ کړي دي.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼه وايي، فلم جوړونکو ته دا اخطارونه په داسې حال کې ورکړل شوي، چې د طالبانو له خوا د قراردادیانو او د هغوی د کورنیو د سلګونو وژنو او غچ اخیستنې اسناد مستند شوي و.

هایمن او مک نالي په یوې بیانیه کې ویلي، « په یاد یې نه ده» چې دوی "یاد نه کوي" چې دوی د افغان ماین پاکوونکو په اړه دې ځانګړي اخطارونه ترلاسه کړي وي.

دوی زیاته کړه: «له افغانستان څخه د متحده ایالاتو چټک وتل او د واک له ترلاسه کولو وروسته د طالبانو غچ اخیستونکي اقدامات او [طالبان] په دقیقو استخباراتو سمبال هغه افغانان چې له امریکا سره یې کار کاوه، د بې شمېره مرګ ژوبلې لامل شول چې امریکا هغوې یوازې پرېښودل.»

نشنل جیوګرافیک چینل چې دا مستند فلم یې خپور کړی وايي، دا فلم یې په ډېر احتیاط سره خپور کړی.