د پخواني حکومت ځواکونه ونه توانېدل چې په پنجشیر کې عملیات وکړي او نوموړی ونیسي.
اوس نوموړی بېرته صحنې ته راغلی او په پنجشیر کې یې د طالبانو د والي کارونه ستایلي دي.
په دې کتنه کې له نوموړي سره د ماليې پخوانی وزیر عمر زاخیلوال هم ګډون درلود.
په لیدنه کې عمر زاخیلوال او کرام الدین کریم د «پنجشیر د امنیت او سوکالۍ» او د طالبانو حکومت د «پیاوړتیا» په اړه خبرې وکړې.
د باختر اژانس د خبر له مخې، دوى ویلي چې خلک په تېره بيا د پنجشير ولايت اوسېدونکي د وسله والو طالبانو له فعاليت څخه خوښ دي.
ظاهراً د تېر حکومت د مالیې وزیر په پنجشیر کې د طالبانو له والي محمد اغا حکیم سره په کتنه کې پر دغې ډلې نیوکې رد کړې او ویې ویل: «د اسلامي امارت پر ضد له هېواده بهر اوازې له ځمکې تر اسمانه توپیر لري.»
د مالیې پخواني وزیر زیاته کړه: «د اسلامي نظام په موثریت سره په افغانستان او په ځانګړي ډول په پنجشېر کې واقعاً د ارامتیا او هوساینې فضا رامنځته شوې ده چې پخوا نه وه.»
زاخېلوال د تېر حکومت له لوړپوړو چارواکو وغوښتل چې په «بهرنيانو» تېر نه وځي او هېواد ته دې راستانه شي.
ښاغلي زاخېلوال تر دې مخکې له افغانستان انټرنشنل سره په مرکه کې ویلي و چې د طالبانو په حکومت کې فساد ډېر شوی دی. هغه همدا راز د طالبانو حکومت «غیر قانوني او غیر ملي» وباله.
کرام الدین کریم هم د طالبانو واکمني «نه یوازې د هېواد د خلکو بلکې د ټولو اسلامي حکومتونو ویاړ» ګڼلی و.
هغه وویل چې «موږ به د اسلامي نظام (طالبانو) د بنسټونو په ملاتړ او پیاوړتیا کې هیڅ ډول هڅې ونه سپموو.»
د پنجشیر لپاره د طالبانو والي ویلي؛ چې د دغو دوو پخوانیو لوړپوړو چارواکو شتون «په هېواد او په ځانګړي ډول پنجشیر کې د امنیت د ټینګښت ښکارندویي کوي» او ویلي یې دي چې دوی له هیچا سره دښمني نه لري، تېر وخت تېر شوی.
د افغانستان لويې څارنوالۍ په ۱۳۹۸ کال کې د چنګاښ په میاشت کې کرام الدین کریم او اوه نور کسان د فوټبال د ښځینه لوبغاړو د جنسي ځورونې په قضیه کې تورن وپېژندل او محکمې ته یې ور وپېژندل.
هغه مهال د افغانستان د څارنوالۍ دفتر ویلي و چې پر کرام الدین کریم او نورو تورنو کسانو د جنسي تېري، جنسي ځورونې، له دندې څخه د ناوړه ګټې اخیستنې او د جرم د پټولو تورونه لګول شوي دي.
د دې سزا له صادرولو وروسته ښاغلی کریم پنجشیر ته وتښتېد او په محکمه کې ځواب ویلو ته چمتو نه شو.
تر دې مخکې د پنجشیر ځینو خلکو ادعا کړې وه چې ښاغلي کریم پنجشیر ته د طالبانو د ننوتلو او د ۱۴۰۰ کال د وږي په میاشت کې د دویم مقاومت د ماتې لپاره زمینه برابره کړه.
اوس ښاغلي کریم په پنجشیر کې د طالبانو له والي سره لیدلي او وايي چې له کومې ستونزې پرته له خپلې کورنۍ او خپلوانو سره په افغانستان کې ژوند کوي.