طالبانو له چینايي شرکتونو غوښتي چې د کابل په نوي ښار کې پانګونه وکړي

د طالبانو د ښار او کور جوړونې وزیر د چین له سفیر سره په کتنه کې چینایي پانګوالو ته د کابل په نوي ښار کې د پانګونې بلنه ورکړه. حمدالله نعماني له ژاو شینګ سره په لیدنه کې هیله څرګنده کړه چې له دې پانګونې سره به د چین او طالبانو ترمنځ اړیکې لا پیاوړې شي.

