د ایران د خراسان والي هڅه کوي، چې له افغانستان سره په پوله کې ازاده سیمه جوړه کړي

د خراسان د والي اقتصادي مرستیال رضوي وايي، په پام کې ده چې د دوغارون-اسلام کلا په پوله کې د پولې ازاده سیمه جوړه شي. حسن نورزاده د سه شنبې په ورځ ایسنا خبري اژانس ته ویلی، چې د دې پروژې لومړی پړاو به له څه باندې ۲۵۰ هکتاره ځمکې څخه تر ۸۰۰ هکتاره ځمکه کې جوړ شي.

