• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د کندهار صرافان: د افغانستان بانک نوي سخت شرایط د کندهار صرافۍ مارکېټ له کړکېچ سره مخ کوي

۱۴ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۳ جون ۲۰۲۴، ۱۵:۰۳ GMT+۱

په کندهار کې د اسعارو د سوداګريز مارکیټ صرافان وايي، چې د طالبانو افغانستان بانک له لوري د جوازونو په برخه کې نوي سخت شرایط نه شي پوره کولی او دغه لوی سوداګريز مارکیټ له کړکېچ سره مخ کوي.

صرافان وايي، چې افغانستان بانک د جواز اخیستلو لپاره لوړ قیمت ورته ټاکلی او دا د ډېرو تر توان لوړه خبره ده.

په کندهار کې د صرافۍ تر ټولو لوی مارکېت کاروباريان وايي، چې افغانستان بانک صرافان مجبور کړي، چې «د زر لکه افغانۍ د سرمايه په درلودلو سره باید په سل لکه افغانۍ د فعالیت جواز» تر لاسه کړي.

افغانستان انټرنشنل ته د افغانستان بانک هغه مکتوب رسېدلی، چې د افغانستان د اسعارو مرکزونو ته يې لېږلی او غوښتنه يې ترې کړې، چې په پنځو ورځو کې د فعالیت جواز اخیستلو لپاره بانک ته مراجعه وکړي.

اوس د کندهار صرافۍ مارکېټ مشر قندي اغا وايي، چې د فعالیت جواز اخیستلو لپاره دا قیمت خورا لوړ دی او د ډېرو کسانو تر توان وتلې خبره ده.

قندي اغا د افغانستان بانک له لوري د جوازونو اخيستلو د بیيو اړوند وويل: « دا د خلکو تر توان تېره ده، مخکې شرکتي جوازونه په ۳۰ لکه او د نمایندګۍ یو وې. اوس د شرکتي جوازونو لپاره زر لکه سرمایه او په سل لکه جواز دی. د نمایندګۍ لپاره د فعالیت جواز هم څو برابره لوړ شوی.»

نوموړي د افغانستان بانک له طالب مسولينو څخه غوښتنه وکړه، چې په دې برخه کې دې د صرافۍ د شرکتونو، څانګو او فردي کسانو لپاره د قيمتونو کټګورۍ وټاکي.

د کندهار یو بل صراف حاحي احمدشاه افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وويل؛ شاوخوا ۱۹ کاله کيږي په دې، چې په دې مارکېت کې د اسعارو د پلور او پير کاروبار کوي هغه وايي: « جواز اخیستل ښه خبره ده؛ خو د بانک له لوري دومره لوړ قیمت په سلو کې د پنځو هم په توان کې نه ده، دلته اکثره خلک په ډېره لږه سرمایه کار کوي او د کور اقتصادي حالت یې روان ساتلی، د خلکو سره دا ډول زور ظلم دی.»

د کندهار صرافۍ مارکیټ مسوولين او کارکوونکي وايي، چې طالبان د دې پر ځای، چې خلکو ته د کار زمينه برابره کړي، سوداګرو او ولس ته د کار سخت شرایط وړاندې کوي او د بې روزګارۍ کچه لا لوړوي.

د صرافي په دې مارکيټ کې په سلګونه کسان په خپلو شخصي کارونو بوخت دي.

د دې مارکېت د صرافانو تازه اندېښنې دا دي، چې که دا شرایط اسانه نه شي مجبور دي، چي صرافۍ پرېږدي او زرګونه کسان به بې روزګاره شي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۴

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

د هېواد پخوانی ولسمشر حامد کرزی امریکا ته ولاړ

۱۴ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۳ جون ۲۰۲۴، ۱۲:۰۸ GMT+۱

د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی د خپل ورور قیوم کرزي په جنازه کې د ګډون لپاره امریکا ته تللی دی. سرچینې افغانستان انټرنېشنل ته ویلي، چې کرزی به د دوشنبې په ورځ د غبرګولي په ۱۴مه د خپل مشر ورور په جنازه کې ګډون وکړي.

د افغانستان انټرنشنل د خبر له مخې، ښاغلى کرزى د يکشنبې په ورځ د غبرګولي د مياشتې په ۱۳مه نېټه ويرجينيا ته ورسېد او د دوشنبې په ورځ د غبرګولي په ۱۴مه نېټه د جنازې په مراسمو کې د ګډون لپاره مريلنډ ته ولاړ.

د قیوم کرزي د جنازې مراسم به د دوشنبې په ورځ د فردوس په مقبره او د فاتحې مراسم به د مریلنډ ایالت د ترکش په جامع جومات کې ترسره شي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، حامد کرزى به درې ورځې د امريکا په متحدو ايالتونو کې پاتې شي او د جنازې له مراسمو وروسته به جرمني ته ستون شي.

د افغانستان پخوانی ولسمشر د غويي ۳۱مه نېټې راهسې د سترګو د درملنې لپاره په جرمني کې دی.

د حامد کرزي مشر ورور قیوم کرزی د چهارشنبې په شپه د غبرګولي ۹مه نېټه د امریکا په میریلنډ ایالت کې وفات شو.

د هوا پوهنې اداره: نن او سبا په درېیو ولایتونو کې د ګڼ باران او سېلابونو راتلو اټکل شوی

۱۴ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۳ جون ۲۰۲۴، ۰۹:۵۴ GMT+۱

د طالبانو تر واک لاندې د هوا پوهنې ادارې په اېکس پاڼه لیکلي؛ چې د غبرګولي له ۱۴ تر ۱۵مې نیټې په بدخشان، تخار او نورستان ولایتونو کې د ګڼ باران اټکل شوی. دغه اداره وايي،‌ د اټکل له مخې په یادو ولایتونو کې د ګڼ باران، تالندې و برېښنا، بادونو، دوړو او سېلابونو راتلو اټکل شوی.

یاده اداره وايي، په بدخشان، تخار او نورستان ولایتونو کې به د باران کچه په بېلابېلو سیمو کې له ۱۵ څخه تر ۲۵ ملي‌مترو پورې وي.

دغه اداره زیاتوي چې په شمالي، لوېدیځو، سوېلي، ختیځو او مرکزي ولایتنونو کې د سالنګونو په ګډون د چټکو بادونو لګېدو اټکل هم شته.

د یادې ادارې په خبره چې د دغو چټکو بادونو د سرعت کچه به په بېلابېلو سیمو کې له ۶۰ څخه تر ۹۰ کیلومترو په ساعت کې وي.

دا په داسې حال کې ده چې سږکال افغانستان د اقلیمي بدلون تر خورا ژورو اغېزو لاندې راغلی چې له امله یې سلګونه کسان مړه او زرګونو کسان اغېزمن شوي.

مولانا فضل الرحمان: په پاکستان کې د بریدونو پړه دې پر افغانانو نه اچول کیږي

۱۴ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۳ جون ۲۰۲۴، ۰۹:۳۴ GMT+۱

د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمان تېره ورځ د پاکستان په ملتان کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال د دغه هیواد پوځ ته په اشارې سره ويلي، چې «په پاکستان کې د بریدونو پړه دې پر افغانانو نه اچول کیږي.» هغه وايي، له ترهګرۍ سره مبارزې «ترهګري لا زیاته کړې ده.»

د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمان تېره ورځ یکشنبه د (غبرګولي ۱۳مه) د پاکستان په ملتان کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال په دغه هیواد کې د نا امنۍ په اړه اندېښنو ته اشاره وکړه او ویې ويل چې «که چیرې ترهګر له افغانستان څخه راځي نو پر ډیورنډ کرښه ولاړ پوځيان یې ولې راپریږدي.»

هغه وايي، هغه مهال چې «پرویز مشرف د پاکستان واک په لاس کې لرل، امریکا ته یې د افغانستان د بمبارد لپاره د پاکستان هوايي اډې په واک کې ورکړې او زرګونه افغانان یې پې ووژل.»

مولانا د پاکستان پوځ ته په اشارې وايي، «کله چې تاسو افغانان بمباردول هغوی له تاسو شکایت وکړ؟ تاسو خپله فضا امریکا ته د بمبارد لپاره ورکړه او شل کاله مو زرګونه کسان پې ووژل هغوی له تاسو ګیله وکړه؟»

د ۲۰۲۴ کال د پاکستان په ټاکنو کې تر ناکامېدو وروسته مولانا فضل الرحمان د پاکستان پر حکومت او پوځ نیوکې زیاتې کړې دي او د تحریک انصاف عمران خان ګوند سره یې په ګډه په سیاسي مخالفت لاس پورې کړی.

شنونکي وايي، مولانا فضل الرحمان چې کله هم په پاکستان کې له سیاسي امتیازه بې برخې شي نو د حکومت او پوځ په وړاندې پارونکي ویناوې کوي.

مولانا فضل الرحمان تر دې وړاندې هم پر پاکستاني پوځ نیوکې کړې وې چې د «افغانستان د تېر جمهوري حکومت په وړاندې د جګړې لپاره یې له پاکستانه ۳۰ زره وسله وال افغانستان ته د جګړې لپاره استولي وو.»

خو د پاکستان پوځ د مولانا فضل الرحمان داسې څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی.

یونېسف: په افغانستان کې سېلابونه د ماشومانو لپاره بیړنی او دوامداره ګواښ دی

۱۴ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۳ جون ۲۰۲۴، ۰۸:۱۹ GMT+۱

د ماشومانو د ملاتړ صندوق له ناورین سره د چمتوالي او له اقلیم سره د مبارزې په برخه کې د پانګونې د زیاتوالي غوښتنه کوي. د دغه سازمان په خبره، وروستي سېلابونه په راتلونکي کې د اقلیمي بدلون د زیانونو جدي خبرداری ورکوي.

د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونېسف د دوشنبې په ورځ د (غبرګولي ۱۴مه) په افغانستان کې د ماشومانو لپاره د بیړني او دوامداره ګواښ په اړه یو راپور خپور کړی.

یونېسف په دغه راپور کې لیکلي؛ چې په افغانسان کې لسګونه زره ماشومان د ورستیو سېلابونو له امله اغېزمن شوي دي.

د راپور له مخې ډیری ماشومان په شمالي ولایتونو کې او په ځانګړي توګه بغلان، بدخشان او غور کې اغیزمن شوي.

په راپور کې ویل شوي، چې د وروستیو سېلابونو له امله د لسګونو ماشومانو په ګډون نږدې ۳۵۰ تنه مړه شوي، ۷۸۰۰ کورونه ویجاړ شوي او تر ۵۰۰۰ ډيرې کورنۍ بې ځایه شوې دي.

یونېسف وايي، په زیانمنو شویو سیمو کې یې د روغتیايي خدمتونو تر څنګ زیامنو شویو کورنیو ته ګرمې جامې، کمپلې، د کور توکي او د پخلي وسایلو په کډون نغدي مرستې هم وویشلې.

یونېسف په خپل دغه راپور کې په افغانستان کې د هوا د اقلیم کړکیچ د زیاتیدو د نښو نښانو په لیدو سره اندېښنه ښيي.

په افغانست‍ان کې د یونېسف استازی ډاکټر تاج الدین اویویل وايي: «نړېواله ټولنه باید په ماشومانو باندې د اقلیم د بدلون اغیزو د کمولو او تطبیق لپاره د ټولنو د ملاتړ لپاره هڅې او پانګونه دوه برابره کړې. په ورته وخت کې، یونېسف او بشردوستانه ټولنه باید د اقلیم اړوند ناورینونو نوي واقعیت ته ځان چمتو کړي.»

په دغه راپور کې یونېسف ویلي؛ د چاپیریالي بدلون له امله د ماشومانو د ګواښونو په برخه کې د ۱۶۳ هېوادونو په لړ کې افغانستان په ۱۵ ځای کې ولاړ دی.

راپورونه وايي، په فاریاب کې د زلزلې له امله یو ښوونځی نړېدلی دی

۱۴ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۳ جون ۲۰۲۴، ۰۷:۴۹ GMT+۱

د راپورونو له مخې په فاریاب ولایت کې د «سلطان حسین بایقرا» په نوم یو ښوونځی د زلزلې له امله په بشپړه توګه ویجاړ شوی دی. په فاریاب کې ځايي مسوولانو رسنیو ته ویلي، چې دغه پېښه د زلزلې له امله شوې.

که څه هم د دغې پېښې کره وخت نه دی څرګند؛ خو د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلویزیون ویلي چې د زده کړو دغه مرکز د یاد ولایت په خیبر ولسوالۍ کې نړېدلی دی.

د دغه خبر پر بنسټ، په یاده پېښه کې د سر زیان نه دی اوښتی. او دا هم نه دي ویل شوي چې زلزله کله شوې ده.

واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته ښوونځي له پامه غورځول شوي او ډیره پاملرنه دیني مدرسو ته کیږي.

تردې وړاندې په فاریاب او تخار ولایتونو کې د نجونو ځينې ښوونځي د شپې مهال د نامعلومو کسانو له لوري سوځول شوي وو.

فاریاب کې تازه د زلزلې خبر نه دی ورکړل شوی خو په دې وروستیو کې د افغانستان ځینې شمالي برخې د زورورو سېلابونو له امله ویجاړې شوې دي.

هرات کې تيرکال د تلې په میاشت کې پرله پسې زلزلو نږدې دوه زره تنه مړه کړل او تر دې ډېر کسان یې ټپيان او بې کوره کړل.