• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

المان: د خطرناکو او مجرمو کډوالو د اېستلو لپاره له طالبانو سره هوکړې ته اړتیا نه شته

۱۶ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۵ جون ۲۰۲۴، ۱۷:۵۶ GMT+۱

د المان د تورینګن ایالت د کورنيو چارو وزير جورج ماير وايي، چې د «خطرناکه او مجرمو» کډوالو د ايستلو لپاره اړتيا نه شته له اسلامپالو طالبانو سره هوکړه وشي. هغه ویلي، چې له طالبانو سره د اړیکو نېولو پر ځای به د افغانستان له ګاونډیو هېوادونو لکه؛ پاکستان سره خبرې وکړي.

هغه وویل: «د المان د ملي امنیت ګټې د اسلامپالو افراطیانو د ملاتړ په پرتله ډېرې مهمې دي.»

دغه سیاستوال چې د سوسیال ډېموکرات ګوند غړی دی، د چهارشنبې په ورځ (د غبرګولي ۱۶مه) د المان له یوې راډیو سره په مرکه کې د فېډرالي حکومت پرېکړې ته له اشارې پرته له دغه هېواده د افغان کډوالو د ایستلو له پلان سره په ښکاره مخالفت وکړ.

هغه وړاندیز وکړ، چې مجرم او خطرناک افغان کډوال دې د افغانستان ګاونډیو هېوادونو ته واستول شي.

د المان د کورنیو چارو وزیر په مانهایم ښار کې د یوه افغان له وژونکي برید وروسته وویل؛هغه کسان، چې د المان امنیت ته احتمالي ګواښ جوړوي باید ژر تر ژره له هېواده وایستل شي.

د دغه بريد په تعقيب د المان ځینو ګوندونو د افغانستان او سوریې په ګډون خپلو هېوادونوته د سخت دریځو اسلامپالو او خطرناکو مجرمینو د لېږلو غوښتنه وکړه.

سلیمان عطايي د جمعې په ورځ (د غبرګولې۱۱مه)د مانهایم په ښار کې د اسلام د ښي اړخو منتقدینو په غونډه کې په چاقو په وسيله برید وکړ.

په دغه برید کې یو شمېر کسان ټپیان شوي او یو پولیس وژل شوی دی.

دغې مړینې د حکومتي چارواکو او الماني اتباعو پراخ غبرګونونه راپارولي دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

طالبان: افغانستان د تېر کال په پرتله سږکال د وري په میاشت کې کم صادرات کړي دي

۱۶ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۵ جون ۲۰۲۴، ۱۷:۲۳ GMT+۱

د طالبانو د احصايې او معلوماتو ملي اداره وايي، چې افغانستان د تېر کال په پرتله سږکال د وري په میاشت کې ۴۵.۵ میلیونه ډالره کم صادرات کړي دي.

د طالبانو د احصایې اداره زیاتوي، چې د همدې کال د وري په مياشت کې پاکستان، هند او متحده عربي اماراتو ته د څه باندي ۹۵ میليونه ډالره صادارت کړي دي.

دغه اداره وايي؛ د تېر کال په پرتله د افغانستان د صادراتو ټولیز ارزښت کم شوی دی.

د دې ادارې د شمېرو له مخې؛ افغانستان د تېر کال په کب میاشت کې ۱۴۱.۱میلیون ډالره صادرات تر سره کړي، چې ۴۵.۵ میلیونه ډالره کموالی ښيي.

دغه ادارې وايي، چې د افغانستان د وارداتو ټولیز ارزښت ۶۵۰ میلیونه ډالره دی.

د طالبانو د دې ادراې د معلوماتو له مخې، چې د تېر کال په کب مياشت کې د هېواد د وارداتو ټوليز ارزښت ٧٨٩.٦ ميليونه ډالره و او د روان کال په وري مياشت کې دغه شمېر ١٣٩ ميليونو ډالرو ته راټيټ شوى دى.

د افغانستان ډېر واردات له ایران، پاکستان او چین څخه کېږي او ډېری صادرات یې پاکستان، هند او متحده عربي اماراتو ته تر سره کيږي.

د غويي میاشتې په وروستيو کې د طالبانو د احصایې او معلوماتو ادارې ويلي وو، چې په ۱۴۰۲ کال کې افغانستان د یو میلیارد او ۷۷۷ میلیونه ډالرو په ارزښت صادرات درلودل.

د دغه رياست د معلوماتو له مخې؛ د وارداتو ټول ارزښت ٨ ميليارده او ٥٧٦ ميليونه ډالره و.

د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي استعفا وکړه او درې ورځې وروسته به بیا لومړی وزیر شي

۱۶ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۵ جون ۲۰۲۴، ۱۷:۱۱ GMT+۱

د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي نن د جون په ۵مه استعفا وکړه؛ خو نوموړی به د جون په اتمه نېټه د درېیم ځل لپار د هند د لومړي وزیر په توګه لوړه وکړي.

د هندي رسنیو د راپور له مخې؛ د هند په ټاکنو کې د بهارتیا جنتا ګوند له بریا وروسته د حکومت جوړولو چارې پیل شوې او نرېندرا مودي د لومړي وزیر له څوکۍ استعفا کړې ده.

د هند ولسمشر دروپادي مرمو د نرېندرا مودي استعفا منلې او له هغه یې غوښتي، چې د راتلونکي حکومت تر جوړېدو پورې دې کار ته دوام ورکړي.

نرېندرا مودي د هند په تاریخ کې دویم کس دی، چې د درېیم ځل لپاره لومړی وزیر شو، تر ده وړاندې جواهر لال نهرو درې ځله د هند لومړی وزیر پاتې شوی دی.

جواهر لال نهرو
100%
جواهر لال نهرو

د مانهایم د برید پایلې؛ ایا جرمني غواړي افغان کډوال وباسي؟

۱۶ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۵ جون ۲۰۲۴، ۱۶:۰۸ GMT+۱

وروسته له هغې چې یوه افغان کډوال یو جرمن پولیس په چاړه وواژه، ځینو ایراني خبري اژانسونوله جرمني څخه د افغان کډوالو د احتمالي اېستلو خبر ورکړی، پرته له دې چې په دغه پلان کې مشخصو کسانو ته اشاره وکړي.

سپاه پاسداران پورې تړلې تسنیم خبري اژانس لیکلي: «جرمني د افغان کډوالو د اېستلو په اړه څېړنه کوي».

د ایران صدا او سیما پورې تړلې د ځوانو خبریالانو کلب پرته له «څېړنې» او «احتمال» څخه یې سرلیک لیکلی، چې «له جرمني څخه د افغان پناه غوښتونکو اېستل».

ځینو نورو رسنیو لکه د ایران د کارخبري اژانس، ایلنا د جرمني د کورنیو چارو وزیر په حواله پرته له دې، چې د دغه جرمن چارواکي خبرو ته اشاره وکړي، د افغان کډوالو او پناه غوښتونکو د اېستلو خبر ورکړی. ‎

دې سرلیکونو او خبرونو له جرمني څخه د افغان کډوالو د ډله ییز اېستلو د احتمال په اړه اندیښنې راپارولي دي.

د جرمني د کورنیو چارو وزیرې نانسي فایزر تر دې مخکې ویلي وو، هغه کسان چې د جرمني امنیت ته احتمالي ګواښ پېښوي باید ژر تر ژره له دغه هېواد څخه واېستل شي.»

په مانهایم کې د ښي اړخو اسلام ضد لاریون په ترڅ کې د یوه افغان اسلامپال کډوال له وژونکي برید وروسته، اغلې فایزر وویل، چې حکومت د "جنایتکاره او خطرناک" پناه غوښتونکو د ستنولو لپاره د یوې لارې په لټه کې دی.

نوموړې د افغانستان تر څنګ د سوریې یادونه هم کړې وه.

د ۱۴۰۰ کال په دوبي کې واک ته د طالبانو له راتګ وروسته، له افغانستان سره د جرمني ډېپلوماټیکې اړیکې پرې شوې او برلین نه شو کولی هغه پناه غوښتونکي چې جرمونه یې کړي او یا هم هغه کسان چې د کډوالۍ دوسیې یې رد شوي افغانستان ته واستوي.

اوس د مانهیم له برید وروسته، یو ځل بیا دا اړتیا راپورته شوې چې د جرمني حکومت باید افغانستان ته خطرناک کسان او رد شوي کډوال بېرته واستوي.

په ورته وخت کې د دغه پلان مخالفین وايي، چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان ته د دغو کسانو ستنېدل له دغې ډلې سره د ډېپلوماټیکو اړیکو ټینګول او طالبانو ته د جرمني له خوا باج ورکول دي.

سرچینې: سراج الدین حقاني په اماراتو کې له امریکايي چارواکو سره ګوري

۱۶ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۵ جون ۲۰۲۴، ۱۵:۴۱ GMT+۱

په کابل کې دوو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د دې ډلې د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني د متحده عربي اماراتو په سفر کې د امریکا له امنیتي چارواکو سره ویني. د سرچینو په خبره؛ دواړه لوري پر امنیتي اندېښنو سره غږېږي.

سرج الدین حقاني پرون په خپل لومړي سفر کې متحده عربي اماراتو ته لاړ او د دغه هېواد له مشر سره یې ولیدل.

د حقاني شبکې مشر او د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني په دغه ډله کې د کابل سوبمن هم یادېږي.

د طالبانو حکومت کې د نوموړي مقام د وخت په تېرېدو سره لا ډېرېږي او جوتېږي.

د طالبانو او امریکا ناحل شوې مسالې

تمه ده، چې د طالبانو کورنیو چارو وزیر له امریکايي چارواکو سره د دې ډلې او واشګټن په نا حل شویو مسالو خبرې وکړي.

تور نوملړ

طالبان وايي، چې د دې ډلې له شلو د ډېرو غړو نومونه د امریکا په تور نوملړ کې دي.

د طالبانو بیا واکمنېدو سره نه دا چې د دوی نومونه دې نوملړ کې کم نه شول، بلکې نور هم ور زیات شول.

بې پیلوټه الوتکې

له افغانستان د امریکا تر وتلو وروسته هم د واشګټن بې پیلوټه الوتکې د افغانستان هوا کې الوت کوي.

طالب چارواکي هم مني چې د افغانستان هوايي حریم لا هم د امریکا نیواک کې دی او دوی د بې پیلوټه الوتکو دا ګزمې د واشنګټن زور ښودل بولي.

بندیان

امریکا وايي د دوی دوه وکړه د طالبانو بند کې دي. یو پکې رایان کوربت دی چې د ۲۰۲۲ کال په اګسټ کې نیول شوی، خو د بل هویت مالوم نه دی.

طالبان وايي، چې ۱۶ بهرنیان ور سره بندیان دي.

پر حقاني لس میلیون ډالري جایزه

امریکا د ۲۰۱۲ کال کې حقاني شبکه د ترهګرو نوملړ ته ور زیاته کړه.

سراج الدین حقاني یې نړیوال ترهګر وباله او د نوموړي د نیولو اړوند مالوماتو لپاره یې اول پنځه میلیونه ډالره جایزه وټاکله.

د طالبانو په واکمنېدو سره دا جایزه لس میلیون ډالرو ته زیاته شوه او لا هم په خپل ځای پاتې ده.

د ښځو حقونه او د نجونو ښوونځي

امریکا له طالبانو د نجونو د ښوونځیو پرانیستل او د بشري حقونو د حالت ښه والی غواړي، خو دا ډله په تېرو درېیو کلونو کې د امریکا او نړۍوالې ټولنې غوښتنو ته بې پروا ده.

د طالبانو او القاعده اړیکه

له القاعده سره د طالبانو اړیکې پرې کول د دوحې د تړون مهمه برخه ده؛ خو د ملګرو ملتونو امنیت شورا وايي، چې دا ډله لا هم له القاعده سره ایکه لري.

د راپورونو له مخې؛ د القاعده مشر ایمن ظواهري چې کابل کې د امریکا بې پیلوټه الوتکې وواژه، د سراج الدین حقاني مېلمستون کې یې ژوند کاوه.

افغانستان انټرنشنل طالب چارواکو سره ننني مالومات شریک کړل؛ خو هغوی رد یا تایید نه کړل.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، سراج الدین حقاني د اماراتو له چارواکو سره لیدنه کې د خپلمنځي اړیکو پر پیاوړتیا او په صحي او ساختماني برخه کې د دې ډلې له امنیتي ارګانو سره د ابوظبۍ پر همکارۍ غږېدلی دی.

ښاغلی مجاهد وايي اماراتي چارواکو د افغان بندیانو د خوشي کولو او افغانانو ته د وېزو ور کولو ژمنه کړې ده.

د نوموړي په خبره؛ امارات د افغانستان بیا رغونه د ونډې اخیستلو او په دغه هېواد کې د پانګونې ژمنه هم کړې ده.

طالبان: جلال اباد کې ۲ شریکانو د سرو دوکان ته ځکه اور اچولی و چې له پوروړو ځانونه خلاص کړي

۱۶ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۵ جون ۲۰۲۴، ۱۵:۲۳ GMT+۱

د ننګرهار لپاره د طالبانو امنیه قومانداني ویاند وايي، هغه دوه تنه شريکان یې نیولي چې د سرو زرو خپل دوکان ته یې په خپله اور اچولی و.

عبدالبصیر زابلی وايي، دوی له دوکان سره زر اېستلي او له پاکستان راوړي جعلي ډالر یې پکې اېښي وو او دغه کار سره یې غوښتل چې له پوروړو ځانونه خلاص کړي.

څو ورځې مخکې د جلال اباد ښار په اسحاقزي مارکيټ کي د سرو زرو دوکان اور اخیستی و او هغه مهال طالبانو ویلي وو، چې دا اور یې مړ کړی دی.

خو نن بیا د دې ډلې د امنیه قوماندانۍ ویاند ویلي، چې دې کسانو په خپله دوکان ته اور اچولی و.

د ښاغلي زابلي په خبره؛ دغو کسانو «د ګاونډي هېواد پاکستان څخه دوه نيم لکه جعلي ډالر راوړي وو، هغه يي په خپل د سروزرو په دوکان کې ايښي وو اصلي پيسې او سامان يې کور ته وړي وو، ورسته يي خپل دوکان ته اور اچولي وو.»

نوموړی وايي، تر اور اچولو وروسته د دې دوو شریکانو خپلمنځي جنجال جوړ شوی او په نتیجه کې د څلورمې امنيتي حوزې منسوبینو دواړه کسان نیولي دي.

طالبانو له دې دوو کسانو یوه ویډیو هم کړې چې وايي؛ دوکان ته یې په ګډه اور اچولی او غوښتل یې په دې کار سره له هغو خلکو ځانونه خلاص کړي چې پر دوی یې پور دی.

خو معلومه نه ده، چې دا ویډیو په څه ډول شرایطو کې شوې ده.