د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي استعفا وکړه او درې ورځې وروسته به بیا لومړی وزیر شي

د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي نن د جون په ۵مه استعفا وکړه؛ خو نوموړی به د جون په اتمه نېټه د درېیم ځل لپار د هند د لومړي وزیر په توګه لوړه وکړي.

د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي نن د جون په ۵مه استعفا وکړه؛ خو نوموړی به د جون په اتمه نېټه د درېیم ځل لپار د هند د لومړي وزیر په توګه لوړه وکړي.
د هندي رسنیو د راپور له مخې؛ د هند په ټاکنو کې د بهارتیا جنتا ګوند له بریا وروسته د حکومت جوړولو چارې پیل شوې او نرېندرا مودي د لومړي وزیر له څوکۍ استعفا کړې ده.
د هند ولسمشر دروپادي مرمو د نرېندرا مودي استعفا منلې او له هغه یې غوښتي، چې د راتلونکي حکومت تر جوړېدو پورې دې کار ته دوام ورکړي.
نرېندرا مودي د هند په تاریخ کې دویم کس دی، چې د درېیم ځل لپاره لومړی وزیر شو، تر ده وړاندې جواهر لال نهرو درې ځله د هند لومړی وزیر پاتې شوی دی.



د امریکا ولسمشر د چهار شنبې په ورځ د نورمنډي په سواحلو کې د متحدینو د ځواکونو د یادګار ۸۰یمې کلیزې د نمانځنې په موخه فرانسې ته ولاړ.
سپینه ماڼۍ وايي، چې جو بایډن به د فرانسې له ولسمشر سره د دغه پنځه ورځني سفر په ترڅ کې د روسیې د ۳۰۰ میلیارد ډالرو د کنګل شوې شتمنۍ د احتمالي کارونې په اړه خبرې وکړي.
د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار جیک سلیوان وویل؛ جو بایډن به په دې غونډه کې د «دیکتاتورانو پر وړاندې د درېدو» په موضوع وینا وکړي.
سلیوان خبریالانو ته وویل، چې جو بایډن به د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زېلینسکي سره د روسیې د یرغلګرو د شاته کولو لپاره د جګړې د هڅو په اړه هم خبرې وکړي.
د ۱۹۴۴ کال د جون په شپږمه نېټه په دویمه نړۍواله جګړه کې د متحدینو ځواکونه د فرانسې د نورمنډي په ساحل کې راښکته شول او د نازي جرمني پر وړاندې یې جګړه وکړه.
دا جګړه د «نورمنډي جنګ» په نوم یادیږي.
نازي جرمني د نورمنډي په محاذ کې ماتې وخوړه.

د المان په مانهایم ښار کې د اسلام د ښې اړخو منتقدينو پر غونډې له بريد څو ورځې وروسته د دغه هېواد رسنيو د چهار شنبې په ورځ خبر ورکړ، چې « د المان لپاره د بديل ښې اړخي ګوند ای ايف ډي» د سيمه ييزو ټاکنو پر يوه نوماند د قاچو په وسیله بريد شوی.
برید کوونکی نیول شوی او تر اوسه یې د هویت په اړه معلومات نه شته.
د راپورونو له مخې؛ د سې شنبې په شپه (د غبرګولي ۱۵مه) د سیمه ییزو ټاکنو پر نوماند هاینريش کوخ برید شوی دی.
ويل کيږي، چې په بريد کې د سيمه یيزو ټاکنو دغه نوماند ټپي شوى دى.
د دغه نوماند ټپونه ګڼدل شوي او شپه یې په روغتون کې تېره کړې، د نوموړي روغتیايي حالت ښه بلل شوی دی.
د مانهایم پولیسو د چهارشنبه په ورځ وویل، چې دوی یو ۲۵ کلن ځوان د ټاکنو پوسټر غلا کولو او د سیمه ییزو ټاکنو پر نوماند د برید کولو په تور نیولی دی.
پولیسو ویلي دي، چې د سې شنبې په شپه دغه کس د ټاکنیزو کمپاینونو څو پوسترونه ویجاړ او غلا کړل او بیا یې د ټاکنو له نوماند سره په شخړه لاس پورې کړ.
پولیسو ویلي، چې بریدګر د رواني ناروغۍ له امله د رواني ناروغیو روغتون ته وړل شوی دی.

د هند اوسني لومړي وزیر په مشرۍ د بهارتیا جنتا ګوند د هند په ټاکنو کې د دغه هېواد د پارلمان د ډېرو څوکیو په ګټلو سره د دغه ټاکنو ګټونکی شو. په دغو ټاکنو کې ګټونکي ګوند بهارتیا جنتا وشوای کړای، چې له ۵۴۳ څخه ۲۹۳ څوکۍ وګټي او په دغو ټاکنو کې بریالیتوب ته ورسېږي.
د هند ټاکنې چې د اپرېل میاشتې په ۱۹مې پیل او د جون میاشتې په لومړۍ نېټه پای ته ورسېدې، چې د نړۍ ترټولو سترې ټاکنې بلل شوې؛ ځکه چې په دغو ټاکنو کې د ګډونوالو شمېر نږدې یو مېلیارډو کسانو ته رسېده.
تر دې وړاندې په یو شمېر ټولپوښتنو کې دا په ډاګه شوې وه، چې په هند کې د مودي ګوند تذټولو مخکښ دی.
تېره ورځ د هند د ګانګرس ګوند مشر راهول ګاندي ټاکنو ته د راستنېدو پر مهال ویلي، هند د رایو په اتفاق پرېکړه کړې چې مودي نه غواړي؛ خو مودي په ټاکنو کې ټوله حکومتي دستګاه د ځان په ګټه کارولې ده.

اسراییلي چارواکو ویلي؛ په دې باور دي، چې د غزې په تړانګه کې د حماس په بند کې د پاتې یرغمل شویو کسانو درېیمه برخه مړه یا وژل شوي دي.
د حماس غړو تېر کال د اسراييل پر جنوبي سيمو په بريد کې شاوخوا ۱۲۰۰ کسان ووژل او شاوخوا ۲۵۰ يې يرغمل کړل، چې له دې ډلې يې تر اوسه ۱۱۲ کسان خوشې شوي دي.
د غزې په تړانګه کې د اسرایيلي پوځ د عملياتو په ترڅ کې د يو شمېر يرغمل شويو کسانو مړي هم موندل شوي او دغه هېواد ته راوړل شوي دي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې؛ اسراییل د حماس په بند کې د پاتې یرغمل شویو کسانو شمېر ۱۲۰ تنه اټکل کړی.
اسراييلي چارواکو له بېلابېلو سرچينو څخه د تر لاسه شويو معلوماتو په حواله په رسمي ډول د دغو کسانو له جملې څخه د ۴۳ تنو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.
په دې توګه د حماس په بند کې د اسراييلي يرغمل شويو کسانو شمېر تر ۸۰ تنو کم اټکل شوی دی.
رویټرز زیاتوي، چې ځینو اسراییلي چارواکو په خپلو شخصي خبرو کې اټکل کړی، چې ښايي د وژل شویو یرغملو کسانو شمېر تر دې هم زیات وي.
برېتانوي ورځپاڼې ډېلي مېل د می په دویمه نېټه ليکلي وو، چې ښايي د حماس په بند کې د پاتې يرغمل شويو کسانو له ډلې څخه يوازې ۴۰ تنه ژوندي وي.
حماس په وار - وار اعلان کړی، چې د غزې په تړانګه کې د اسراییل په بریدونو کې د دغې ډلې یو شمېر یرغمل شوي کسان وژل شوي دي.
د اکټوبر په اوومه د حماس له خوا د وژونکي برید په ځواب کې اسراییل پر غزه پراخ پوځي عملیات پیل کړل.
د حماس د روغتیا وزارت د شمېرو له مخې؛ پر غزې د اسراییل په بریدونو کې لږ تر لږه ۳۶۵۵۰ فلسطینیان وژل شوي دي. په دې موده کې څه باندې ۸۲ زره فلسطینیان ټپیان شوي هم دي.
تازه امریکايي چارواکو ویلي، چې په غزه کې د اوربند لپاره یې د یوه پرېکړه لیک مسوده د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته سپارلې ده.
دا مسوده د هغه وړاندیز ملاتړ کوي چې د امریکا ولسمشر جوبایډن د جمعې په ورځ د حماس او اسراییل ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو لپاره وړاندې کړ.

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني په خپل لومړني سفر متحده عربي اماراتو ته تللی او هلته یې د اماراتو له مشر محمد بن زاید بن سلطان ال نهیان سره لیدلي دي.
په کابل کې د طالبانو د پولیسو ویاند خالد ځدراڼ د سې شنبې په ورځ په ایکس پانې لیکلي، چې نوموړی له یوه پلاوي سره متحده عربي اماراتو ته تللی دی.
په دغه سفر کې د طالبانو د چارواکو په منځ کې د دغې ډلې د استخباراتو مشر هم د پلاوي غړیتوب لري.
سراج الدین حقاني د طالبانو له هغو مشرانو څخه دی، چې لا هم د متحده ایالاتو په تور لېست کې شامل دی او د سلګونو ځانمرګو بریدګرو د روزونکي په توګه یادیږي.
نوموړي په خپلې یوې وینا کې ویلي، چې په افغانستان کې له زرو زیات ځانمرګو بریدونو د تنظیم او روزنې چارې ترسره کړي دي.
تر اوسه د دغه سفر په اړه نور جزییات نه دي په ډاګه شوي.