طالبان: د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام مشر له مرکزي بانک سره د همکارۍ ژمنه کړې

د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان بانک وايي، چې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام مشر د بانک له طالب مشر سره ژمنه کړې، چې له مرکزي بانک سره به همکاري کوي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان بانک وايي، چې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام مشر د بانک له طالب مشر سره ژمنه کړې، چې له مرکزي بانک سره به همکاري کوي.
د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان بانک نن چهارشنبه په يوې اعلاميه کې د دې بانک د مشر هدایت الله بدري او د ملګرو ملتونو د پراختيايي پروګرام د مشر سټيفن راډريکز د لېدنې خبر ورکړی.
په ليدنه کې د افغانستان بانک دغه طالب مسوول ويلي: « مناسبو مالي خدمتونو ته لاسرسی کولی شي د ټیټ عاید لرونکو خلکو اقتصاد پیاوړی او د فقر په کمولو کې مهم رول تر سره کړي.»
د افغانستان مرکزي بانک ادارې د سټیفن روډریګز په حواله لیکلي، چې «ملګري ملتونه د افغانستان له مرکزي بانک سره د بانکدارۍ، د اسلامي بانکدارۍ د پراختیا، د الکترونیکي تذکرو او یو شمېر نورو برخو کې همکاري کوي.»
تر اوسه د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام له طالبانو سره د دغه پروګرام د مشر د ژمنو په اړه څه نه دي ویلي.
د افغانستان بانک دغه طالب مشر پر داسي مهال خلکو او سوداګرو ته د امکاناتو د برابرولو خبرې کوي، چې پرون په کندهار کې د اسعارو د سوداګريز مارکیټ صرافانو ويلي وو، چې د دغه بانک له لوري د جوازونو په برخه کې نوي سخت شرایط نه شي پوره کولی او دغه لوی سوداګريز مارکیټ له کړکېچ سره مخ دی.
صرافان ويلي وو، چې افغانستان بانک د جواز اخیستلو لپاره لوړ قیمت ورته ټاکلی او دا د ډېرو تر توانه لوړه خبره ده.
دغو سوداګرو او صرافانو د اندېښنې په ښودلو سره ويلي وو، چې طالبان د دې پر ځای چې خلکو ته د کار زمينه برابره کړي، سوداګرو او ولس ته د کار سخت شرایط وړاندې کوي او د بې روزګارۍ کچه لا لوړوي.