د درېیو لوړ پوړو امریکایي چارواکو په وینا، چې د جګړې د ډګر پرمختګونو سره اشنا دي، د غزې د دغه حاکمې ډلې د جنګیالیو شمیر اوس ۹زره څخه تر ۱۲ زره کسانو پور راټیټ شوی دی.
د رویټرز خبری اژانس په وینا؛ د امریکا د اټکل د مخې د دغو جنګلیالیو شمېر له جګړې څخه مخکې د ۲۰ زرو او ۲۵ زرو کسانو ترمنځ و.
په همدې حال کې اسراییل وايي، چې تر اوسه یې د غزې په جګړه کې ۳۰۰ عسکر له لاسه ورکړي دي.
یو امریکايي چارواکي ویلي، چې د حماس جنګیالي اوس په لویه کچه د اسراییلي ځواکونو سره له مخامخ نښتو څخه ډډه کوي. د رفح په سویلي ښار کې حماس د دې پرځای چې د اسراییل سره مخامخ جګړه وکړي، په غلچکي بریدونو، کمینونو او ځای پر ځای شویو بمونو تکیه کوي.
د ویسام ابراهیم په ګډون د غزې څو اوسېدونکو وویل، چې دوی هم د حماس د جګړې په تاکتیکونو کې بدلون لیدلی دی.
ابراهیم رویټرز ته د ټیلیفون پر لیکه وویل: "په لومړیو میاشتو کې، د حماس جنګیالیو به اسراییلي ځواکونو سمدلاسه بریدونه کول، کله به چې هغوی د غزې خاورې ته راننوتل، دوامداره ډزې او مخامخ جګړه به کېده؛ خو اوس د دوی د عملیاتو په طریقه کې د پام وړ بدلون راغلی دی، دوی اوس اسراییلي ځواکونو ته انتظار باسي چې سیمه کې ځای پر ځای شي او بیا پرې غلچکي بریدونه کوي."
امریکایي چارواکو چې د خپلو نومونو د نه ښودلو غوښتنه کړې، ویلي، چې دا ډول تاکتیکونه کولی شي د راتلونکو میاشتو لپاره د حماس جنګیالیو له خوا جګړه اوږده کړي.
دغه جګړه به د غزې د تونلونو او قاچاق شویو وسلو پر مټ دوام کوی، ځکه چې غلچکي بریدونو کې لږو وسلو ته اړتیا وي او زیان یې تر ډیره پراخ وي.
داسې ښکاري چې د اسراییل لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو هم د جګړې دغه پیچلي اړخ ته متوجې دی، د هغه د ملي امنیت سلاکار ویلي، چې کېدای شي جګړه د ۲۰۲۴ کال تر پایه دوام وکړي.