• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د شمالي وزیرستان په میرعلي کې پنځه تنه وسله‌وال وژل شوي دي

۱۷ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۶ جون ۲۰۲۴، ۰۹:۴۳ GMT+۱

رسمي سرچینې وایي، چې د شمالي وزیرستان په میرعلي کې پنځه تنه وسله وال وژل شوي دي. پاکستانۍ رسنۍ دې خراسان ډېري د دغو سرچینو له قوله لیکلي، چې د استخباراتي مالوماتو له مخې په یو لړ عملیاتو کې پنځه وسله‌وال وژل شوي دي.

سرچینه زیاتوي، چې د دغو عملیاتو پرمهال یې یوشمېر وسلې او مهمات هم ترلاسه کړې دي.
سرچینې ویلي، چې دغه وسله‌وال د حافظ ګل بهادر ډلې پورې تړاو لري.

د پاکستان په قبایلي سیمو کې په تېرو وروستیو کې تاوتریخوالی زیات شوی.

له بل پلوه په پاکستان کې د اپوزیسیون ځیني مشرانو د سه شنبې پر ورځ اسلام اباد کې یوې غونډې ته په ویناو کې د پاکستان پر حکومت تور پورې کړ، چې د قبایلي سیمو په اړه پر کړو ژمنو نه دی ولاړ.

د مسلمینو د یووالي ګوند مشر ناصر عباس وویل، چې پاکستاني حکومت دغه «سیمې ترهګرو ته» خوشې کړې دي.

تېره وځ له خیبرپښتونخوا څخه سرچینو ویلي، د کورمې هغو لسګونو کسانو د امن غوښتنې لاریون وکړ چې په خپلو سیمو کې له بد امنۍ کړېږي.
ويل کېږي، دغو لاریونوالو د پاکستان له حکومته وغوښتل چې د دوی په سیمو کې دې امن ټينګ کړي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۴

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۵

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

•
•
•

نور کیسې

المان: د خطرناکو او مجرمو کډوالو د اېستلو لپاره له طالبانو سره هوکړې ته اړتیا نه شته

۱۶ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۵ جون ۲۰۲۴، ۱۷:۵۶ GMT+۱

د المان د تورینګن ایالت د کورنيو چارو وزير جورج ماير وايي، چې د «خطرناکه او مجرمو» کډوالو د ايستلو لپاره اړتيا نه شته له اسلامپالو طالبانو سره هوکړه وشي. هغه ویلي، چې له طالبانو سره د اړیکو نېولو پر ځای به د افغانستان له ګاونډیو هېوادونو لکه؛ پاکستان سره خبرې وکړي.

هغه وویل: «د المان د ملي امنیت ګټې د اسلامپالو افراطیانو د ملاتړ په پرتله ډېرې مهمې دي.»

دغه سیاستوال چې د سوسیال ډېموکرات ګوند غړی دی، د چهارشنبې په ورځ (د غبرګولي ۱۶مه) د المان له یوې راډیو سره په مرکه کې د فېډرالي حکومت پرېکړې ته له اشارې پرته له دغه هېواده د افغان کډوالو د ایستلو له پلان سره په ښکاره مخالفت وکړ.

هغه وړاندیز وکړ، چې مجرم او خطرناک افغان کډوال دې د افغانستان ګاونډیو هېوادونو ته واستول شي.

د المان د کورنیو چارو وزیر په مانهایم ښار کې د یوه افغان له وژونکي برید وروسته وویل؛هغه کسان، چې د المان امنیت ته احتمالي ګواښ جوړوي باید ژر تر ژره له هېواده وایستل شي.

د دغه بريد په تعقيب د المان ځینو ګوندونو د افغانستان او سوریې په ګډون خپلو هېوادونوته د سخت دریځو اسلامپالو او خطرناکو مجرمینو د لېږلو غوښتنه وکړه.

سلیمان عطايي د جمعې په ورځ (د غبرګولې۱۱مه)د مانهایم په ښار کې د اسلام د ښي اړخو منتقدینو په غونډه کې په چاقو په وسيله برید وکړ.

په دغه برید کې یو شمېر کسان ټپیان شوي او یو پولیس وژل شوی دی.

دغې مړینې د حکومتي چارواکو او الماني اتباعو پراخ غبرګونونه راپارولي دي.

د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي استعفا وکړه او درې ورځې وروسته به بیا لومړی وزیر شي

۱۶ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۵ جون ۲۰۲۴، ۱۷:۱۱ GMT+۱

د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي نن د جون په ۵مه استعفا وکړه؛ خو نوموړی به د جون په اتمه نېټه د درېیم ځل لپار د هند د لومړي وزیر په توګه لوړه وکړي.

د هندي رسنیو د راپور له مخې؛ د هند په ټاکنو کې د بهارتیا جنتا ګوند له بریا وروسته د حکومت جوړولو چارې پیل شوې او نرېندرا مودي د لومړي وزیر له څوکۍ استعفا کړې ده.

د هند ولسمشر دروپادي مرمو د نرېندرا مودي استعفا منلې او له هغه یې غوښتي، چې د راتلونکي حکومت تر جوړېدو پورې دې کار ته دوام ورکړي.

نرېندرا مودي د هند په تاریخ کې دویم کس دی، چې د درېیم ځل لپاره لومړی وزیر شو، تر ده وړاندې جواهر لال نهرو درې ځله د هند لومړی وزیر پاتې شوی دی.

جواهر لال نهرو
100%
جواهر لال نهرو

د امریکا ولسمشر جو بایډن په پنځه ورځني سفر فرانسې ته ورسېد

۱۶ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۵ جون ۲۰۲۴، ۱۴:۵۷ GMT+۱

د امریکا ولسمشر د چهار شنبې په ورځ د نورمنډي په سواحلو کې د متحدینو د ځواکونو د یادګار ۸۰یمې کلیزې د نمانځنې په موخه فرانسې ته ولاړ.

سپینه ماڼۍ وايي، چې جو بایډن به د فرانسې له ولسمشر سره د دغه پنځه ورځني سفر په ترڅ کې د روسیې د ۳۰۰ میلیارد ډالرو د کنګل شوې شتمنۍ د احتمالي کارونې په اړه خبرې وکړي.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار جیک سلیوان وویل؛ جو بایډن به په دې غونډه کې د «دیکتاتورانو پر وړاندې د درېدو» په موضوع وینا وکړي.

سلیوان خبریالانو ته وویل، چې جو بایډن به د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زېلینسکي سره د روسیې د یرغلګرو د شاته کولو لپاره د جګړې د هڅو په اړه هم خبرې وکړي.

د ۱۹۴۴ کال د جون په شپږمه نېټه په دویمه نړۍواله جګړه کې د متحدینو ځواکونه د فرانسې د نورمنډي په ساحل کې راښکته شول او د نازي جرمني پر وړاندې یې جګړه وکړه.

دا جګړه د «نورمنډي جنګ» په نوم یادیږي.

نازي جرمني د نورمنډي په محاذ کې ماتې وخوړه.

د المان په مانهایم ښار کې د ښې اړخ محلي ټاکنو پر يوه نوماند د چاقو په ذریعه برید شوی

۱۶ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۵ جون ۲۰۲۴، ۱۴:۴۶ GMT+۱

د المان په مانهایم ښار کې د اسلام د ښې اړخو منتقدينو پر غونډې له بريد څو ورځې وروسته د دغه هېواد رسنيو د چهار شنبې په ورځ خبر ورکړ، چې « د المان لپاره د بديل ښې اړخي ګوند ای ايف ډي» د سيمه ييزو ټاکنو پر يوه نوماند د قاچو په وسیله بريد شوی.

برید کوونکی نیول شوی او تر اوسه یې د هویت په اړه معلومات نه شته.

د راپورونو له مخې؛ د سې شنبې په شپه (د غبرګولي ۱۵مه) د سیمه ییزو ټاکنو پر نوماند هاینريش کوخ برید شوی دی.

ويل کيږي، چې په بريد کې د سيمه یيزو ټاکنو دغه نوماند ټپي شوى دى.

د دغه نوماند ټپونه ګڼدل شوي او شپه یې په روغتون کې تېره کړې، د نوموړي روغتیايي حالت ښه بلل شوی دی.

د مانهایم پولیسو د چهارشنبه په ورځ وویل، چې دوی یو ۲۵ کلن ځوان د ټاکنو پوسټر غلا کولو او د سیمه ییزو ټاکنو پر نوماند د برید کولو په تور نیولی دی.

پولیسو ویلي دي، چې د سې شنبې په شپه دغه کس د ټاکنیزو کمپاینونو څو پوسترونه ویجاړ او غلا کړل او بیا یې د ټاکنو له نوماند سره په شخړه لاس پورې کړ.

پولیسو ویلي، چې بریدګر د رواني ناروغۍ له امله د رواني ناروغیو روغتون ته وړل شوی دی.

د هند ټاکنې؛ نریندرا مودي د ډېرو څوکیو په ګټلو سره د دغو ټاکنو ګټونکی اعلان شو

۱۶ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۵ جون ۲۰۲۴، ۰۷:۲۲ GMT+۱

د هند اوسني لومړي وزیر په مشرۍ د بهارتیا جنتا ګوند د هند په ټاکنو کې د دغه هېواد د پارلمان د ډېرو څوکیو په ګټلو سره د دغه ټاکنو ګټونکی شو. په دغو ټاکنو کې ګټونکي ګوند بهارتیا جنتا وشوای کړای، چې له ۵۴۳ څخه ۲۹۳ څوکۍ وګټي او په دغو ټاکنو کې بریالیتوب ته ورسېږي.

د هند ټاکنې چې د اپرېل میاشتې په ۱۹مې پیل او د جون میاشتې په لومړۍ نېټه پای ته ورسېدې، چې د نړۍ ترټولو سترې ټاکنې بلل شوې؛ ځکه چې په دغو ټاکنو کې د ګډونوالو شمېر نږدې یو مېلیارډو کسانو ته رسېده.

تر دې وړاندې په یو شمېر ټولپوښتنو کې دا په ډاګه شوې وه، چې په هند کې د مودي ګوند تذټولو مخکښ دی.

تېره ورځ د هند د ګانګرس ګوند مشر راهول ګاندي ټاکنو ته د راستنېدو پر مهال ویلي، هند د رایو په اتفاق پرېکړه کړې چې مودي نه غواړي؛ خو مودي په ټاکنو کې ټوله حکومتي دستګاه د ځان په ګټه کارولې ده.