• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د سولې او عدالت ملي غورځنګ: بین الافغاني مذاکرات باید د تهران او دوحې ناستې اساسي برخه وي

۱۸ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۷ جون ۲۰۲۴، ۲۱:۳۸ GMT+۱

د افغانستان د سولې او عدالت غوښتنې ملي غورځنګ په تهران کې د تماس ډلې د غونډې په څنډه کې په یوه لیک کې ویلي، چې د دې ناستې او د دوحې د درېیمې ناستې اصلي محور باید بین الافغاني مذاکرات وي.

دغه سیاسي غورځنګ ویلي، چې د تهران غونډې ګډونوال باید د ټولو افغان سیاستوالو نظرونه په پام کې ونیسي.

د تماس ډلې دویمه ناسته د مسکو په فارمټ کې د ایران، پاکستان، چین او روسیې د استازیو په شتون د شنبې په ورځ (د غبرګولي ۱۹مه) په تهران کې ترسره کیږی. تمه ده د ملګرو ملتونو په کوربه توب د دوحې درېیمه غونډه د افغانستان په چارو کې د هېوادونو د ځانګړو استازو په حضور کې د چنګاښ په ۱۰مه او ۱۱مه ترسره شي.

د سولې او عدالت د ملي غورځنګ مشر جلیل شمس د جمعې په ورځ په تهران کې د مسکو د غونډې او د دوحې درېیمې ناستې ته په اشارې سره ویلي دي، چې د تهران او دوحې د غونډې ګډونوال باید د ملګروملتونو د امنیت شورا د پرېکړه لیک له مخې خپلې دیپلوماتیکې هڅې پر مخ یوسي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د دغه سازمان له عمومي منشي څخه غوښتي و، چې د افغانستان د سولې لپاره ځانګړی استازی وټاکي.

د تېر حکومت یو شمېر چارواکي لکه د بهرنیو چارو پخوانی وزیر حنیف اتمر، د مذاکراتي ټیم مشر معصوم ستانکزی او یو شمېر نور سیاستوال د سولې او عدالت د ملي غورځنګ غړي دي. دا غورځنګ په ۱۴۰۱ کال کې له افغانستان څخه بهر رامنځ ته شو.

د سولې او عدالت ملي غورځنګ وايي، طالبان باید د سولې، امنیت، بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو، نجونو او قومي او مذهبي اقلیتونو د حقونو په برخه کې خپل نړۍوالو مکلفیتونو پوره وکړي.

دغه غورځنګ ټینګار کړی، چې د دغو دوو غونډو ګډونوال باید د افغانستان لپاره د دغه سازمان د ځانګړي همغږي کوونکي فریدون سینیرلي اوغلو ارزونې په پام کې ونیسي.

په دې لیک کې راغلي، چې د دوحې ناسته د افغانستان په اړه یوازینې نړۍواله پروسه ده.

د سولې او عدالت ملي غورځنګ مشر ټینګار کړی، چې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له پرېکړه لیک څخه انحراف منفي او نه جبرانېدونکې پایلې لري.

د سولې او عدالت ملي غورځنګ د افغانستان په تړاو غونډو په ځانګړې توګه د دوحې په ناسته او د مسکو فارمټ کې د افغان سیاستوالو او مدني ټولنې د استازو پر نه ګډون نیوکه کړې ده.

د دغه غورځنګ په وینا، له سیاسي بهیرونو څخه د دغو ډلو اېستل به په افغانستان کې د وروستي او مطلوب حالت د لاسته راوړلو مخه ونیسي.
دغه سیاسي جریان وړاندیز کړی، چې په دغو ناستو کې د افغان ښکېلو اړخونو د ګډون لپاره باید لومړی له دوو مخالفو اړخونو سره په ورته اجنډا کې جلا جلا ناستې وشي او دا بهیر دې تر هغه دوام وکړي چې د افغانانو خپلمنځي خبرو ته زمینه برابره شي.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۳

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۴

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۵

حال‌وش: د ایران پوله‌ساتو ځواکونو پر افغان کډوالو ډزې کړي درې تنه وژل شوي

•
•
•

نور کیسې

د روسیې پولیسو یو افغان د جعلي واده په تور نیولی

۱۸ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۷ جون ۲۰۲۴، ۱۷:۲۶ GMT+۱

روسي رسنیو نن خبر ورکړ، چې د دغه هېواد پولیسو یو ۴۳ کلن افغان له یوې روسۍ نجلۍ سره د "جعلي واده" په تور نیولی دی. ویل کېږي، چې د دغه افغان هدف د جعلي واده له لارې د روسیې تابعیت ترلاسه کول وو.

د راپورونو له مخې د روسیې په ایوانوا ښار کې د جعلي ودونو د تنظیمولو یوه ډله هم نیول شوې او دوه تنه یې اوس په کورونو کې نظر بند دي.

د ايوانوا ځايي خبري اژانس نن د دغو کسانو د نيولو ويډيو خپره کړه.

په راپور کې راغلي، چې د ۲۰۲۳م کال له سپټمبر تر ۲۰۲۴م کال پورې ۹ جعلي ودونه په ګوته شوي دي.

دا هم ویل شوي، چې د دغه ۴۳ کلن افغان پر ضد جنايي قضیه هم ثبت شوې ده.

عبدالمنان عمري: طالبان له روسیې سره امنیتي خبرو ته چمتو دي

۱۸ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۷ جون ۲۰۲۴، ۱۴:۴۵ GMT+۱

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزیر وايي، دغه ډله د امنیتي اړیکو د پراخوالي لپاره له روسیې سره خبرو ته چمتو ده. عبدالمنان عمري زیاتوي: «افغانستان اوس باثباته دی. موږ کومه امنيتي ستونزه نه وينو. البته غواړو چې د دا ډول اړيکو د پراختيا په برخه کې له روسيې سره ښې اړيکې ولرو."

عبدالمنان عمري د روسیې له تاس خبري اژانس سره په مرکه کې ویلی، د طالبانو غړي د دغه هېواد ترهګرو سازمانونو له لیست څخه د وتلو په تمه دي.

نوموړي ویلي، چې د طالبانو غړي د ترهګرو سازمانونو له لیست څخه د وتلو په تمه دي.

هغه وويل: "موږ دې پرېکړې ته په تمه يو. موږ د دې نيت ډېر ستاينه او هرکلی کوو. دا د افغانستان لپاره يو پر مختګ دی."

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د پنجشنبې په ورځ ویلي، چې د طالبانو د ډلې سره د اړیکو ټینګولو ته اړتیا ده.

نوموړي تر دې وړاندې ویلي و، چې روسیه باید په افغانستان کې د طالبانو له حکومت سره اړیکې جوړې کړي. پوتین ویلي، چې په افغانستان کې ثبات د روسیې او ازبکستان لپاره مهم دی.

پاکستان: سیمه ییزې مشورې به له افغانستان سره مرسته وکړي چې د ترهګرو په مرکز بدل نه شي

۱۸ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۷ جون ۲۰۲۴، ۱۳:۵۸ GMT+۱

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویانده وايي، سیمه ییزې مشورې به دا مرسته وکړي، چې افغانستان د «ترهګرو» په مرکز بدل نه شي. دا څرګندونې د افغانستان لپاره د مسکو فارمټ د تماس ډلې د غونډې په درشل کې دي، چې د ایران، پاکستان، چین او روسیې د استازو په حضور کې سبا په تهران کې جوړېږي.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې نن په اسلام اباد کې خبري کنفرانس کې وویل، چې دا غونډه « په افغانستان کې د سولې، ثبات او امنیت نه د ډاډمنتیا لپاره د دغه هېواد د د ګاونډیو ترمنځ د نږدې همکارۍ لپاره یوه مهمه پروسه ده."

د ممتاز زهرا بلوچ په وینا، د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی اصف علي درانی به د تهران غونډه کې ګډون وکړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د جنوبي اسیا د چارو عمومي مشر رسول موسوي په تهران کې د مسکو فارمټ غونډه د سیمه ییزې همکارۍ او ادغام په رڼا کې د افغانستان او سیمې لپاره د سولې، ثبات او پرمختګ پیغام وباله.

سراج الدین حقاني د حج لپاره سعودي عربستان ته لاړ

۱۸ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۷ جون ۲۰۲۴، ۱۲:۱۸ GMT+۱

یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته تایید کړې، چې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني د حج لپاره سعودي عربستان ته تللی دی. د پنجشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو کمېټې سراج الدین حقاني او ځینې نورو طالب چارواکو ته د حج د سفر اجازه ور کړه.

پر حقاني سربېره د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو کمېټې مولوي عبدالکبیر، عبدالحق وثیق او نور محمد ثاقب ته هم حج ته د تلو معافیت ورکړی دی.

دغې کمیټې ویلي چې یوازې سعودي عربستان ته د حج د مراسمو د ترسره کولو لپاره دغو چارواکو د سفر اجازه ور کړل شوې ده.

محمد جلال چې د طالبانو د رسنیو فعال دی، خپل اېکس ټولنیزې شبکې کې د دې ډلې د کورنیو چارو د وزیر عکس خپور کړی او لیکلي یې دي: "سراج الدین حقاني به سږ کال حج وکړي."

په انځور کې سراج الدین حقاني لیدل کېږي، چې د حج لپاره یې ځانګړی احرام اغوستی دی.

تر دې مخکې امریکا له هېوادونو غوښتي وو، چې د هغو طالب چارواکو د سفر بندیزونه په پام کې ونیسي، چې د امنیت شورا د بندیزونو په لېست کې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیس میلر ویلي، حکومتونه باید د دغو طالب چارواکو د سفر اجازه واخلي او دې پروسې ته درناوی وکړي.

د طالبانو د ځینو جګپوړو چارواکو پر سفري له بندیز سره، د دې ډلې د کورنیو چارو وزیر او د ملي امنیت لوی رییس د سې شنبې په ورځ په یوه رسمي سفر ابوظبۍ ته لاړ او هلته یې د متحده عربي اماراتو د لومړي وزیر په ګډون له لوړ پوړو اماراتي چارواکو سره وکتل.

د ملي امنیت پخوانی مشر: طالبان له داعش سره له مبارزه مالي او سیاسي ګټه پورته کوي

۱۷ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۶ جون ۲۰۲۴، ۲۱:۴۱ GMT+۱

د افغانستان د ملي امنیت پخوانی رییس ادعا کوي، چې طالبان له داعش سره د مبارزې په پلمه له ځینو هېوادونو څخه په میلیونونو ډالر ترلاسه کوي.

رحمت الله نبیل وايي، چې د سیمې ځینې هېوادونه د داعش د ګواښ له امله طالبانو سره جوړجاړی کوي.

ښاغلي نبیل د چهارشنبې په ورځ په خپل اېکس پاڼه لیکلي، چې طالبانو په کابل کې پر چینايي اتباعو د داعش د ځانمرګو او ترهګریزو بریدونه، په مسکو او ایران کې د داعش ډلې بریدونو څخه د وسیلې په توګه کارولي دي. رحمت الله نبیل زیاته کړه، چې له دغو بریدونو وروسته «د چین، روسیې او ایران» اړیکې له طالبانو سره ترینګلې شوي او نوي پړاو ته داخلې شوي دي.

تر دې مخکې هم له افغانستان سره د امریکا پر مالي مرستو او د طالبانو له خوا د بشري مرستو د ناسمې استفادې له امله نیوکې شوې دي. منتقیدینو دغه مرستې د طالبانو د مالي ملاتړ په توګه تعبیروي. خو دا لومړی ځل دی چې د پخواني حکومت یوه امنیتي څېره ادعا کوي چې طالبان له ځینو هېوادونو مالي مرستې ترلاسه کوي.

نبیل په خپل اېکس لیکلي: «طالبان د داعش سره د مبارزې په پلمه له ځینو هېوادونو څخه په میلیونونو ډالر اوپراتیفي پیسې ترلاسه کوي.»

د ښاغلي نبیل په باور، طالبان د داعش‌ـخراسان ته منسوبو بریدونو او د دغې ډلې د پراخېدو په اړه له رپوټونو د ځان په ګټه کار اخلي..

د ملي امنیت پخواني رییس وویل، چې افغانستان کې د داعش خراسان شتون «منل شوی واقعیت» دی او باید د دغې ترهګرې ډلې او د هغې پر خطرونو جدي فکر وشي.

تر اوسه کوم هېواد طالبان په رسمیت نه پېژني، خو د سیمې یو شمېر هېوادونو لکه چین، روسیې، ایران، پاکستان او د منځنۍ اسیا هېوادونه په ځانګړې توګه قزاقستان له طالبانو سره نږدې اړیکې ټینګې کړي دي.