د پاکستان لومړي وزیر د چین له ولسمشر سره ولیدل

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف نن په پلازمېنه بېجینګ کې د چین له ولسمشر شي جن پینګ سره ولیدل. دا کتنه د پاکستان د کلنۍ بودیجې له اعلان او له پیسو نړیوال صندوق د نوي پور تر غوښتلو څو ورځې مخکې ده.

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف نن په پلازمېنه بېجینګ کې د چین له ولسمشر شي جن پینګ سره ولیدل. دا کتنه د پاکستان د کلنۍ بودیجې له اعلان او له پیسو نړیوال صندوق د نوي پور تر غوښتلو څو ورځې مخکې ده.
پاکستان چې عرب سمندرګي ته څېرمه پروت دی، د چین لپاره ستراتیژیک اهمیت لري، ځکه عدن خلیج او سویز کانال ته په رسېدو کې د وچې لار او د مالاکا تنګي له لوی خطر د بچېدو لپاره چینايي بېړیو ته بدیل برابروي.
د شهباز شریف په مشرۍ حکومت هیله من دی چې د جون پر لسمه د کلنۍ بودیجې له اعلان سره له پیسو نړیوال صندوق شپږ میلیارده پور وغواړي.
د پاکستان حکومت په ور پسې خبرو کې له پیسو نړیوال صندوق سره د چین پر ۲۷ میلیارد ډالرو پور هم خبرې کوي.
د پیسو نړیوال صندوق تېره مۍ له هغه وروسته له پاکستان سره پر نوي پور خبرې پیل کړې چې د درې میلیارد ډالرو پور یې اقتصاد ښه کولو کې اغېزناک تمام شو.
ښاغلی شریف د پاکستان د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ د پنځو ورځو لپاره چین ته په رسمي سفر تللی دی.
شهبار شریف پر بېجینګ سربېره د دغه هېواد دوو نورو ښارونو شیان او شنژانګ ته تګ هم ځي.


د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر په پښتونخوا کې روانه ناامني د پاکستان او چین له اقتصادي دهلېز سره تړلې بولي او وايي امریکا د دې پلان مخالفه ده. منظور پښتین وایي «پاکستان د دې پروژې پر سر د یوه وسلوال په وژلو له چین پیسې اخلي او په مقابل کې د دوو نورو د روزلو سره له امریکا پیسې اخلي.»
ښاغلي پښتین پرون دا خبرې په فیسبوک کې ژوندۍ وینا سره وکړې.
هغه د پښتنو روان بد اقتصادي حالت او ناامنۍ په یادولو سره وویل، «پاکستان تل د خپلې ډالري پالیسي له مخې دغه سیمه ناامن ساتلې ده.»
منظور پښتین په خپلو خبرو کې د پاکستان او چین د اقتصادي کورېډور یا سیپېک یادولو سره وویل: «ډالري پالیسي دا ده چې پر دې خاوره روډ جوړېږي چین یې جوړوي، خو د امریکا نه دی خوښ، ځکه وايي که دا روډ جوړ شي، یوه لویه کاروباري منصوبه به د چین اړخ ته لاړه شي چې د امریکا پر اقتصاد اثر غورځوي.»
د نوموړي په خبره، «پاکستان دلته د دې پروژې لپاره یو ټوپک یو وسلوال وژنه له چین یې پیسې اخله، چې ستا سیپېک ته امنیت ور کوم او دوه جوړوه، له امریکا یې پیسې اخله چې وګوره زه خو د سیپېک پر خلاف لګیا یم. دوی تل د پښتنو په وینو او امکاناتو ډالر ګټلي.»
ښاغلي پښتین پاکستان له پښتنو سره په دوه ګوني چلن تورن کړ او ویې ویل، چې کله له افغانستان سره پر ډیورنډ کرښه را کړه ور کړه ډېرېږي، اسلام اباد په یوه بله پلمه لارې بندې کړي، خو له هند سره د پنجاب کرتاپور لار یې هیڅکله هم بنده نه کړه.
هغه زیاته کړه چې د پښتنو د تجارت مخه ځکه نیول کېږی «چې څومره دا قام غریب کېږی، نو په پنځه زره روپۍ به استعماري خلکو نوکرۍ ته مجبور وي او پر دې خاوره به کار کولو ته ور سره مجبور وي.»
د پښتون ژغورنې مشر په خپله وینا کې د پښتونخوا او بلوچستان په تېره د قبایلي سیمو ناامني او د وسلوالو بریدونه هم یاد کړل.
پاکستان په پښتونخوا کې د روانې ناامنۍ لامل تحریک طآلبان پاکستان بولي او وايي چې په افغانستان کې د طالبانو واکمنېدو سره دا ډله ځواکمنه او په پاکستان کې یې بریدونه ډېر شوي دي.
پاکستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته له دې ډلې سره خبرې هم پیل کړې او ویل کېدل چې دې وسلوالو ته ځینې قبایلي سیمې په واک ور کوي.
منظور پښتین هغو خبرو ته په اشاره وویل: «موږ ځکه د دې مذاکراتو مخالف و چې د کامیابېدو ګرنټي یې نشته او که ناکام شول تاوان یې پښتنو ته رسېږی.»
د هغه په خبره، دا خبرې وروسته بې نتیجې پای ته ورسېدې او اوس ور سره مختلفو سیمو کې ناامني زیاته شوې ده.
منظور پښتین وویل، چې تر دې ناکامو خبرو وروسته د پلان له مخې په سیمه کې وسلوال زیات شول.
ښاغلی پښتین وايي، که څه هم اوس د پوځ مشر تابه دا پرېکړې پر ځینو مشرانو اچوي، خو د پاکستان د پوځ عمومي پالیسي همدا ده چې پښتنې سیمې نارامنه وي.

اوس دا خبره جوته ده چې په ۱۹۸۰ کلونو کې چې غربي هیوادونو او د هغوی متحدینو په افغانستان کې د روسیې خلاف جګړې لپاره کومې جهادي فابریکې د میلیاردونو ډالرو په لګښت په پاکستان کې جوړې کړې وې هغه تشې په شلمه پیړۍ کې د روس د ماتې او د کمیونزم د له مینځه وړلو لپاره نه وې.
اوس د هغو په یوویشتمه پیړۍ کې د روسیې او چین سره د غربي زبرځواکونو په نوې سړه جګړه کې هم استفاده کیږي.
دا کوم تصادف نه دی چې د غربي هیوادونو او د هغوی د متحدینو په جهادي فابریکو کې په نولس سوه اتیایمو کلونو کې وړومبی مجاهدین تولید شول، چې د عادي افغان وګړو په مقایسه زیات رادیکال وو.
په نولس سوه نوي کلونو کې تر هغوی زیات افراطي طالبان د جګړې او واکمنۍ بازار ته راغلل او په تیرو لسو کلونو کې تر دواړو کټګوریو په مقایسه غټ اورپکی سازمان داعش خراسان په افغانستان او په سیمه کې معرفي کړی شو.
دغه په مخ پورته کیدونکی رادیکالېزم د جنګ ادامه تضمینوي، ځکه چې نوي او زاړه اورپکي سوله ییز ګډ ژوندی نه شي کولی.
بله دا چې په اصطلاح د هر غیر دولتي لوبغاړي تر شا یو دولت یا دولتونه ولاړ دي، چې خپلې اجنداوې پر مخ بیايي.

په ۲۰۰۹ کې د افغانستان لپاره د امریکا خاص استازي ریچارډ هالبروک په اسلام اباد کې په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې ادعا کړې وه چې ګویا هغه د «افپیک» لپاره د امریکا خاص استازی دی.
کله چې پاکستاني ژورنالستانو هغه ته وویل چې د «افپیک» په نوم کومه سیمه یا هیواد وجود نه لري او دا چې افغانستان او پاکستان دوه بیل او مستقل هیوادونه دي.
هالبروک ورته په ځواب کې وویل، چې هو دا دوه بیل هیوادونه دي خو ور سره دا د عملیاتو واحد تیاتر هم دی.
په حقیقت کې د دغه جنګي تیاتر د جوړولو کار د بریتانیا لومړي وزیر ونسټن چرچل د ۱۹۴۰ په کلونو کې پیل کړی و.
هغه پلان درلود چې د شوروي اتحاد په جنوب کې د شوروي د محاصره کولو لپاره اسلامزم او جهاد را ژوندی کړي.
پاکستان د هم دغه هدف د تر لاسولو لپاره جوړ شو، خو افغانستان په خپلې مثبتې بیطرفۍ او عدم انسلاک ټینګ ولاړ پاتې شو او هغه د غرب په پوځي پاکتونو کې ګډون و نه کړ.
د افغانستان د دې سیاست په غبرګون کې غرب تصمیم ونیو چې په افغانستان کې د پاکستاني جنرالانو د ستراتژیکې ژورتیا د ماجراجوۍ پشتیباني وکړي، تر څو د پاکستان د هژمونۍ لاندې غرب د خپلو مخالفو زبر ځواکونو په ضد د افغانستان ستراتیژیکه جغرافیا وکاروي.
د طالبانو پروژه او د دوحې معامله د هم دغې لوبې برخه ده، چې اوس هم روانه ده.
غرب د طالبانو د اداره کولو لپاره چاکلیټ او کوتک دواړه په لاس کې لري.
که هغوی د روس او چین په ضد د غرب په لوبه کې ګډون کوي نو ډالري تمویل به ادامه وکړي او د تروریزم، د بشري حقونو او په خاصه توګه د جنسیتی اپارتاید په باره کې به زباني شور او غوغا وي، خو بندیزونه او تحریمونه به نه راځي.
که طالبان د غرب د ستراتیژۍ په مقابل کې ودریږي، نو بیا به تروریزم پسې ډرونونه راشي او داعش به هم د طالبانو لپاره پوځي او ایدیلوجیک تهدید وګرځي او ملل متحد به نوي بندیزونه تحمیل کړي.

بلې خوا ته روسیه هم په مرکزي اسیا کې د خپلې هژمونۍ د تامین د لوبې زوړ لوبغاړی دی.
د ۲۰۰ کلونو نه زیات وخت یې مرکزي اسیا د خپل اشغال لاندې ساتلې ده.
په ۱۹۹۱ کې د شوروي اتحاد د ړنګیدو نه وروسته که څه هم د مرکزي اسیا پنځه جمهوریتونه په ظاهري توګه په ازادو مملکتونو بدل شوي دي، خو په دوی کې اکثر د تروریزم پر ضد مبارزه کې په روسیې اتکا کوي او د روسیې سره نږدې اقتصادي او کلتوري اړیکې هم لري.
روسان او چینایان په طالبانو باندې د ډالرو د باران د تنظیمولو په کار کې له امریکا سره د سیالۍ جوګه نه دي، خو دوی په افغانستان کې د طالبانو په واکمنیدلو سره د خپل ژور تشویش سره سره د طالبانو د واکمنۍ هر کلی په دې وجه وکړ، چې د افغانستان څخه د امریکايي قواوو اخراج د هغوي تر ټولو غټه موخه وه.
چین او روس تلاش کوي چې د سیاسی ژستونو (gestures) په وسیله د طالبانو امرت راضي وساتي، نو ځکه چین په بیجنګ کې د طالبانو سفیر ته موقع مساعده کړه چې هغه پر سره تشریفاتي قالین د پاسه ولاړ شي او خپل سفارتي اسناد د چین د ولسي جمهوریت زعامت ته وړاندې کړي.
دا هغه کار دې چې د طالبانو د امرت لپاره د نړۍ بل یو هیواد هم نه دی کړی.
جالبه دا ده چې تر څو کاله وړاندې له طالبانو سره د ارتباط د تامین لپاره د چینایانو ټوله اتکا په پاکستان وه، چین اوس د تیرو دریو کلونو د ترخې تجربې په رڼا کې د پاکستان نه ډیره توقع نه لري.
چین غواړي له طالبانو سره د نیغ په نیغه تجارتي او مالي اړیکو له لارې هفوی دې ته وادار کړي چې د ټوپک په ځای د مالیاتي حساب کتاب راجستر په لاس کې واخلي، خو داسې نه ښکاری چې چینایان به په نزدې راتلونکي کې د دغه هدف په ترلاسه کولو کې بریالي شي.
که طالبانو کې لږ ډیر بدلون را هم شي نو داعش د پاکستان او افغانستان څخه د چین د ویستلو د یکي یوې نکتې د اجندا سره په صحنه کې موجود دی.
روسیه هم د طالبانو د امرت د راضي ساتلو لپاره د هغوی نوم د ترورستانو د لیست نه اوباسي او پر هغوی لګیدلي بندیزونه اوچتوي.
البته د روسیې د دفاع وزارت او د هغوی پوځي جنرالان بیا بیا په افغانستان کې د ترهګرو ډلو په موجودیت او فعالیت په خطر تشویش څرګندوي، خو د افغانستان لپاره د روسیې استازي ضمیر کابلوف د خپلو جنرالانو برعکس د طالبانو صفتونه کوي.
روسیه د مرکزي اسیا جمهوریتونه هم د طالبانو سره د ښو اړیکو د ساتلو لپاره تشویقوي.
چین او روسیه په دې خبره پوهیږي چې په افغانستان کې د دولتي نظام سقوط او د تروریستي سازمانونو تبارز د دې لپاره شوی چې له یوې خوا د چین د کمربند او لارې د عظیمې اقتصادي او ستراتیژکې پروژې مخه ونیول شي او له بلې خو د اوکراین د جنګ په څنګ کې روسیې ته په مرکزي اسیا کې د جنګ دویمه جبهه پرانستل شي.
د طالبانو جامد دریځونه او د ټي ټي پي، داعش او د ځینی نورو ترهګر سازمانونو مخ په زیاتیدونکي فعالیتونه ښايي چې د افغانستان نه چاپیره اوضاع به د روسیې او چین د خواهشاتو او غوښتنو سره سم پاته نه شي.
یادونه: افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو لیکوالو نظریاتو ته درناوی لري؛ خو د چا د نظر ملاتړ نه کوي.

رسمي سرچینې وایي، چې د شمالي وزیرستان په میرعلي کې پنځه تنه وسله وال وژل شوي دي. پاکستانۍ رسنۍ دې خراسان ډېري د دغو سرچینو له قوله لیکلي، چې د استخباراتي مالوماتو له مخې په یو لړ عملیاتو کې پنځه وسلهوال وژل شوي دي.
سرچینه زیاتوي، چې د دغو عملیاتو پرمهال یې یوشمېر وسلې او مهمات هم ترلاسه کړې دي.
سرچینې ویلي، چې دغه وسلهوال د حافظ ګل بهادر ډلې پورې تړاو لري.
د پاکستان په قبایلي سیمو کې په تېرو وروستیو کې تاوتریخوالی زیات شوی.
له بل پلوه په پاکستان کې د اپوزیسیون ځیني مشرانو د سه شنبې پر ورځ اسلام اباد کې یوې غونډې ته په ویناو کې د پاکستان پر حکومت تور پورې کړ، چې د قبایلي سیمو په اړه پر کړو ژمنو نه دی ولاړ.
د مسلمینو د یووالي ګوند مشر ناصر عباس وویل، چې پاکستاني حکومت دغه «سیمې ترهګرو ته» خوشې کړې دي.
تېره وځ له خیبرپښتونخوا څخه سرچینو ویلي، د کورمې هغو لسګونو کسانو د امن غوښتنې لاریون وکړ چې په خپلو سیمو کې له بد امنۍ کړېږي.
ويل کېږي، دغو لاریونوالو د پاکستان له حکومته وغوښتل چې د دوی په سیمو کې دې امن ټينګ کړي.

په داسې حال کې چې پاکستان له شدید اقتصادي بحران سره مخ دی او پر نوي حکومت د فساد تورونه ورځ تر بلې زیاتیږي، د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف وایي، چې د ده په حکومت کې د فساد، بې کفایتۍ او بې ظرفیتۍ پر وړاندې هېڅ زغم نه شته.
شهباز شریف د سې شبې په ورځ پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي، چې د فساد، بې کفایتۍ او بې ظرفیتۍ پر وړاندې هېڅ زغم نه شته.
ښاغلي شریف وویل: «د پاکستان د عامه فوایدو ادارې (PWD) د لغوه کولو په اړه زما پرېکړه، د هغه فساد د له منځه وړلو پر لور یو ګام دی چې زموږ سیستم له دننه څخه د سرطان په څېر خوري.»
د پاکستان لومړي وزیر د یوې صادقانه، متعهدې او لا اغیزمنې بېروکراسۍ د رامنځته کولو لپاره خپله ژمنه څرکنده کړه او ویې ویل، دا چاره عامه خدمات په لوړ کیفیت وړاندې کوي او د حکومتولۍ معیارونه لوړوي.
د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف دا خبرې په داسې مهال کوي، چې د نوموړي د حکومت سیاسي اپوزیسیون بار - بار د هغه پر حکومت د فساد تور لګوي.

د زرغون پاکستان سياحت یا سیلګرۍ په نوم داوطلبو کسانو د پښتونخوا د کالام ځنګلونو د پاک ساتلو کمپاین وکړ. د دې کمپاین موخه د چاپېریال د ککړتیا مخنیوی او د سیلګرانو د جذب لپاره د ښکلو سیمو بیارغول، ساتل او وده ور کول دي.
د کالام په ځنګلونو کې د پاکولو په دې کمپاين کې د پاکستان پوځ، د پښتونخوا د ځنګلونو ادارې مسولينو، ځايي خلګو او زدکوونکو برخه اخيستې وه.
د پاکستان راډيو نن په خپل خبر کې ليکلي، چې د پاکولو د دې اشر پر مهال د زرغون پاکستان سياحت له لخوا د تخت بایي، باجوړ، مهمند، خيبر، اورکزۍ، چترال او ځينو نورو سیمو کې نيالګي هم کېنول شوي دي.
د سوات کالام د ځنګلونو هغه زرغونه او سمسوره سېمه ده، چې ډېر کسان د سېل لپاره ور ځي.
خو ډېر وخت دغه زرغون چاپيریال د مېله والو د بېغورۍ، نه همکارۍ او د کثافاتو د نه ټولو له امله ککړ او بدرنګه وي.
د افغانستان په ډېرو ورته سیمو کې هم سېلانيان پاک چاپيريال ته توجه نه کوي.
مېله وال له سېل وروسته د ځانونو سره د خوراکي توکو کثافات هم هلته پرېږدي، چې د چاپيريال د ککړتيا لامل ګرځي.