• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

چین او پاکستان هوکړه وکړه چې د کانونو، تېلو او ګازو په برخه کې همکاري پیاوړې کړي

۲۰ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۹ جون ۲۰۲۴، ۱۷:۲۰ GMT+۱

د پاکستان او چین له خوا د خپرې شوې يوې ګډې اعلاميې له مخې؛ دغو دواړو هېوادونو د کانونو د استخراج په برخه کې د همکارۍ د پياوړتيا او د کانونو د پرمختګ او صنعتي ګډ کار د غښتلي کولو په اړه د يوه تړون د پلي کولو په اړه موافقه کړې ده.

د پاکستان صدراعظم شهباز شريف د جون میاشتې له ۴ مې ڼیټې تر ۸ مې نیټې د چین په سفر تللی.

د دغه سفر موخه دا ده، چې د څو میلیارده ډالرو په ارزښت د چین-پاکستان اقتصادي دهلېز کې نوي هوکړې شاملې کړي.

دغه دهلیز د بېجينګ د “يو کمربند او يوې لارې” د نوښت يوه مهمه برخه ده.

د چين د بهرنيو چارو وزارت له خوا د خپرې شوې ګډې اعلاميې له مخې؛ دواړه هېوادونه به د پاکستان د کانونو په صنعت کې د چيني شرکتونو پانګونې ته وده ورکړي او د کانونو د صنعت لپاره د صنعي پارکونو جوړولو پلان به پیاوړی کړي، چې په دې توګه د کانونو پروسس ژر او په سمه توګه ترسره شي.

په اعلاميه کې ويل شوي، چين به له پاکستان سره د سمندري تېلو او ګازو د سرچينو او د طبيعي ګازو په برخو کې خپله همکاري پياوړې کړي او چينايي شرکتونه به وهڅوي چې په پاکستان کې د تېلو او ګازو د تصفیه خونو په جوړولو کې برخه واخلي.

له ۲۰۱۳ کال راهیسې په پاکستان کې د چین پانګونه او مالي ملاتړ د دغه سویلي اسیا د کړکېچ ځپلي اقتصاد لپاره خورا مهم دی.

بیجینګ د یو کمربند او یوې لارې د پروژې د یوې برخې په توګه د چین – پاکستان اقتصادي دهلیز کې د سړکونو، زیربناو او پراختیایي پروژو په برخه کې له ۶۵ میلیارد ډالرو څخه زیاته پانګونه کړې ده.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲
ځانګړی

د اختر په مناسبت؛طالبانو مدرسو ته مېلیونونه افغانۍ ځانګړې کړې خو ښوونکو تنخوا نه‌ده اخیستې

۳

طالبانو الله ګل مجاهد د خپل زوی په جنازه کې له ګډون وروسته بېرته زندان ته لېږدولی

۴

ملا شیرین د کندهار سیمه ییزو چارواکو ته د امنیتي پېښو په تړاو خبرداری ورکړی

۵

تېرو درېیو ورځو کې؛ د پاکستان له زندانونو نږدې ۴۰۰ افغانان خوشې شوي دي

•
•
•

نور کیسې

پاکستاني رسنۍ: د خیبرپښتونخوا په لکي مروت کې یوې بمي چاودنې شپږ پاکستاني پوځیان وژلي

۲۰ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۹ جون ۲۰۲۴، ۱۰:۴۱ GMT+۱

پاکستاني رسنیو خبر ورکړی چې نن سهار د خیبرپښتونخوا په لکي مروت ولسوالۍ کې د سړک غاړې بمي چاودنې د پاکستاني پوځ یو موټر الووځولی چې له امله شپږ پوځیان وژل شوي. ويل کیږي له چاودنې وروسته جګړه هم شوې چې په پایله کې یې یو عسکر ټپي هم دی.

پاکستاني رسنیو نن یکشنبه د (غبرګولي ۲۰مه) د پوځ د ځينو سرچینو په حواله راپور ورکړی چې د لکي مروت ولسوالۍ په سلطان خیلو کچي کمر سیمه کې د پاکستان پوځ پر یوه کاروان برید شوی چې لومړی یو ګاډی د سړک غاړې په ماین الووځول شوی او وروسته پرې له څو خواو جګړه شوې چې له امله شپږ تنه پوځیان وژل شوي او بل ټپي دی.

په هغو انځورونو کې چې افغانستان انټرنشنل پښتو ترلاسه کړي، ښکاري چې الوځول شوی ګاډی یو مخ ویجاړ شوی او په ځمکه کې یې ژوره کنده ایستلې ده.

تر اوسه پورې د دغه برید مسوولیت چا په غاړه نه دی اخیستی خو په دغه سیمه کې تر دې وړاندې ورته پېښې او بریدونه د ټي ټي پي وسله والې ډلې ترسره کړي.

خپله پاکستاني پوځ په دې اړه په رسمي ډول کومه خبرپاڼه نه ده خپره کړې خو د پوځ ځینو سرچینو پاکستاني رسنیو ته دغه معلومات ورکړي.

طالبان: له دوه زره ډير افغان کډوال په زور او خپله خوښه له پاکستان او ایرانه راستانه شول

۲۰ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۹ جون ۲۰۲۴، ۰۶:۵۳ GMT+۱

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، له ۱۵۰۰ ډېر کډوال د هرات د اسلام کلا له لارې له ایران څخه په جبري توګه او خپله خوښه او له ۳۰۰ ډېر کډوال د کندهار سپین بولدک له لارې د پاکستان حکومت له لوري په جبري توګه راستانه کړل شوي.

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو زوارت د یکشنبې په ورځ په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې تېره ورځ ۶۳ کورنۍ چې د غړو شمېر یې۳۲۴ تنه وو، د کندهار د سپین بولدک له لارې د پاکستان حکومت په جبري توګه هېواد ته راستانه کړي.

طالبان وايي، له پاکستانه په جبري توګه راستانه ش‍وي ټول کډوال یې د مرستو ترلاسه کولو په موخه د ملګرو ملتونو د کډوالۍ، د خوړو نړېوال سازمان او د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ ته ورپيژندلي دي.

همدارنګه د طالبانو دغه وزارت لیکلي؛ چې د شنبې په ورځ ۱۷۷۳ تنه افغان کډوال د هرات د اسلام کلا له لارې په جبري توګه او خپله خوښه له ایران څخه راستانه کړل شوي دي.

د طالبانو په خبره په دغو راستنو شویو کډوالو کې مجردان او کورنۍ شاملې دي، چې له ډلې یې ۲۴۰ تنه اړمن یې د مرستو ترلاسه کولو په موخه نړېوالو مرستندویه بنسټونو ته ورپيژندلي دي.

له تېر میلادې کال راپدیخوا نږدې هره ورځ سلګونه افغان کډوال د پاکستان او ایران هېوادونو له لوري په جبري توګه او خپله خوښه له یادو هېوادونو څخه ایستل کیږي.

که څه هم د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارو او د کډوالو ملاتړ سازمانونو ډیره هڅه کړې چې پاکستان په جبري توګه د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ ودروي خو لا هم یاد هېواد له خپلې پرېکړې نه دی پر شا شوی، چې ویلي یې و، له پاکستانه به ټول هغه افغان کډوال وباسي چې په یاد هېواد کې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري.

سیک زیارت کوونکي د "جور میلې" کې د ګډون لپاره لاهور ته رسیدلي

۱۹ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۸ جون ۲۰۲۴، ۱۷:۲۵ GMT+۱

د هند شاوخوا ۸۴۶ سیک زیارت کونکي نن شنبه د واګا بندر له لارې د پاکستان لاهور ښار ته رسیدلي چې د سیکانو د پنځم ګورو، ارجن دیو جی، د مړینې په یاد د "جور میلې” کې ګډون وکړي.

د پنجاب ایالتي وزير او د پاکستان سیکانو کمیټې مشر سردار رميش سينګ د دغو سیک زیارت کوونکو هرکلي ته ورغلی دی.

سردار رميش سينګ رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې له هند او د نړۍ له بیلابیلو سیمو دغې میلې ته د راتلونکو زیارت کوونکو لپاره چمتووالی نیول شوی دی.

د نوموړي په وینا، د پاکستان حکومت دغو زیارت کوونکو ته د استوګنې ځای، امنيت، طبي اسانتیاوې، د سفر ترتیبات او نورې د اړتیا وړ اسانتياوې برابرې کړي دي.

د چین ولسمشر په پاکستان کې د دغه هېواد د شرکتونو د امنیت د تامین غوښتنه کړې

۱۸ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۷ جون ۲۰۲۴، ۲۰:۰۵ GMT+۱

د چین ولسمشر شي جین پینګ د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف سره په لیدنه کې، له اسلام اباده وغوښتل چې په پاکستان کې د چینايي شرکتونو امنیت تامین کړي.

په وروستیو میاشتو کې د پاکستان په خیبر پښتونخوا ایالت کې پنځه چینايي انجینران په یوه ځانمرګي برید کې وژل شوي و.

دغه برید د چین له جدي غبرګون سره مخامخ شو او له هغه وخت راهیسې پاکستان له دغه هېواد څخه د چینايي شرکتونو او کارپوهانو د تګ په اړه سخت اندېښمن دی.

پاکستان وايي، چې دغه برید د تحریک طالبان پاکستان له خوا ترسره شوی و او ځانمرګی بریدګر او موټر بم هم له افغانستانه پاکستان ته راوړل شوي وو. په دې وروستیو کې د پاکستان د کورنیو چارو وزارت یو پلاوی د دې موضوع د څېړلو لپاره کابل ته سفر کړی و.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي و، دغه پلاوي د طالبانو د کورنیو چارو وزارت سره د دغه برید په اړه د څېړنو پایلې شریکې کړي چې د «بشام» په نوم سیمه کې پر چینایي انجنیرانو ترسره شوی و.

د چين او پاکستان مشرانو د جمعې په ورځ (د غبرګولي ۱۸مه) په بېجينګ کې سره وکتل. شي جين پينګ شهباز شريف ته وويل، چې چين د تل په څېر د پاکستان او د دغه هېواد د ملي حاکميت څخه په کلکه ملاتړ کوي.

هغه ژمنه وکړه، چې چین به د پاکستان په اقتصادي او ټولنیز پرمختګ کې مرسته وکړي.

شهباز شریف په خپلې اېکس پاڼې لیکلي، چې د چین له ولسمشر سره یې د دواړو هېوادونو د څو اړخیزو اړیکو په ګډون په ستراتیژیکو، اقتصادي او سوداګریزو همکاریو او د چین – پاکستان د اقتصادي دهلیز د پروژې په اړه خبرې کړې دي.

شریف لیکلي: « پرېکړه مو کړې چې د چین-پاکستان اقتصادي دهلیز پروژې کار په خپل وخت بشپړې کړو او د دې پروژې راتلونکي پړاو ته د پنځو دهلیزونو په داخلولو سره خپلې اقتصادي همکارۍ زیاتې کړو.»

پاکستان دا مهال له سختو اقتصادي ننګونو سره مخامخ دی. د نړۍوال بانک د شمېرو له مخې، پاکستان له نړۍوال بانک څخه د ١٦،٢ ميليارده ډالر او د اسيايي پرمختيايي بانک نه د ١٣،٧ ميليارده ډالرو پورونو ترڅنګ، له چين څخه هم شاوخوا ٢٧ ميليارده ډالره پوروړى دى.

د پاکستان د ملیاردونو ډالرو پورونو سربیره، شهباز شریف هڅه کوي چې د پیسو له نړېوال صندوق څخه شپږ میلیارده ډالر نوی پور ترلاسه کړي.

د پاکستان لومړي وزیر د چین له ولسمشر سره ولیدل

۱۸ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۷ جون ۲۰۲۴، ۱۲:۰۰ GMT+۱

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف نن په پلازمېنه بېجینګ کې د چین له ولسمشر شي جن پینګ سره ولیدل. دا کتنه د پاکستان د کلنۍ بودیجې له اعلان او له پیسو نړیوال صندوق د نوي پور تر غوښتلو څو ورځې مخکې ده.

پاکستان چې عرب سمندرګي ته څېرمه پروت دی، د چین لپاره ستراتیژیک اهمیت لري، ځکه عدن خلیج او سویز کانال ته په رسېدو کې د وچې لار او د مالاکا تنګي له لوی خطر د بچېدو لپاره چینايي بېړیو ته بدیل برابروي.

د شهباز شریف په مشرۍ حکومت هیله من دی چې د جون پر لسمه د کلنۍ بودیجې له اعلان سره له پیسو نړیوال صندوق شپږ میلیارده پور وغواړي.

د پاکستان حکومت په ور پسې خبرو کې له پیسو نړیوال صندوق سره د چین پر ۲۷ میلیارد ډالرو پور هم خبرې کوي.

د پیسو نړیوال صندوق تېره مۍ له هغه وروسته له پاکستان سره پر نوي پور خبرې پیل کړې چې د درې میلیارد ډالرو پور یې اقتصاد ښه کولو کې اغېزناک تمام شو.

ښاغلی شریف د پاکستان د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ د پنځو ورځو لپاره چین ته په رسمي سفر تللی دی.

شهبار شریف پر بېجینګ سربېره د دغه هېواد دوو نورو ښارونو شیان او شنژانګ ته تګ هم ځي.