• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د بلجیم لومړي وزیر د اروپايي پارلمان په ټاکنو کې د خپل ګوند له ماتې وروسته استعفا وکړه

۲۱ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱۰ جون ۲۰۲۴، ۱۰:۳۷ GMT+۱

د بلجیم لومړي وزیر الکسانډر ډیکرو د یکشنبې په ماښام د اروپايي پارلماني ټاکنو کې د خپل ګوند له ماتې وروسته استعفا وکړه. ښاغلي ډیکرو په یوه وینا کې وویل: «د ټاکنو پایله زموږ د تمې خلاف وه، خو زه د کمپاین د مشر په توګه د دې ماتې مسوولیت په غاړه اخلم.»

د نظر پوښتنو له مخې د بلجیم لومړي وزیر ډیکرو ګوند د اروپايي ټولنې په پارلماني ټاکنو کې ښه ونه ځلېده او یوازې ۵،۸ سلنه رایې یې ګټلې دي.

بل خوا ښې اړخي افراطي ګوند «ولامس بلانګ» او ملتپال ګوند «اېن وي اې» په ترتیب سره ۱۴،۷ او ۱۴،۲ سلنه رایې ګټلې دي.

د اروپايي پارلمان د ټاکنو لپاره رای اچونه په تېرو ورځو کې د دې اتحادیې په ۲۷ غړو هېوادونو کې ترسره شوه او د یکشنبې په ماښام پای ته ورسېده.

د بلجیم لومړي وزیر الکساندر ډيکرو د استعفا پر مهال په خپله وینا کې وویل: «بلجیم یو نوي حکومت ته اړتیا لري چې بشپړ واک ولري او خپلې دندې په سمه توګه ترسره کړي.»

نوموړي همدارنګه ژمنه وکړه چې خپل ځای ناستي ته به د واک د لېږد زمینه برابره کړي.

وروسته له هغه په بلجیم کې نوی حکومت جوړیږي چې د اروپا پارلمان په ټاکنو کې د ښې اړخو ګوندونو د ټلوالې مشر او د بلجیم لومړي وزیر د اروپايي پارلمان په ټاکنو کې ماتې وخوړه.

تر دې مخکې د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون د اروپا په پارلماني ټاکنو کې له سختې ماتې وروسته د دغه هېواد د پارلمان د ړنګولو او ژر د ټاکنو د ترسره کېدو اعلان وکړ.

د اروپايي پارلمان ټاکنې د دغې اتحادیې یو له مهمو سیاسي پیښو څخه دي چې کولای شي د دې اتحادیې د غړو هیوادونو سیاسي معادلې بدلې کړي.

کارپوهان وايي چې د اروپا د پارلماني ټاکنو دغه پړاو په نازکو سیاسي شرایطو کې ترسره شوې.

د کارپوهانو په اند، په غزه کې جګړه او په دې اړه د اروپايي هېوادونو د مشرانو دريځ او له بلې خوا د اوکراين جګړه او په دې اتحاديه کې د شاملېدو لېوالتيا پر دغه ټاکنو خپلې اغېزې لرلې.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

د پاکستان کرېکټ بورډ مشر وايي، چې په لوبډله کې یې ستر بدلون ته اړتیا ده

۲۱ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱۰ جون ۲۰۲۴، ۰۸:۵۳ GMT+۱

د پاکستان کرېکټ بورډ مشر ویلي، چې په لوبډله کې یې ستر بدلون ته اړتیا ده او په خبره یې چې په لوبډله کې به نویو استعدادونو ته د لوبېدلو موکه ورکړي. محسن نقوي د کرېکټ په لوبډله کې دغه بدلون ته د جراحۍ عملیاتو نوم ورکړی.

محسن نقوي د هند په وړاندې په ستره لوبه کې د پاکستان کرېکټ لوبډلې پر ماتې د خواشینۍ په څرګندولو سره له لوبې وروسته خبریالانو ته وویل، چې دغه ماتې په هر لحاظ مایوسه کوونکې وه، او د پاکستان کرېکټ دا مهال تر ټولو د ټیټې کچې لوبډله څرګنده شوې.

د پاکستان کرېکټ بورډ مشر له هغه وروسته په خپله ډله نیوکې کړې چې دغې لوبډلې د خپل سیال هیواد هند سره له سختې سیالۍ وروسته لوبه وبایلله.

هغه وویل، داسې ښکاري چې د کرېکټ ملي لوبډله په کوچنۍ جراحۍ نه رغیږي، او په دغه لوبه کې له خورا بدې کارکردګۍ وروسته ډاډه شو چې په لوبډله کې یوې سترې جراحۍ ته اړتیا ده.

محسن نقوي له رسنیو سره په خبرو کې ويلي، چې ولس به یې په دې برخه کې ډېر ژر يو لوي بدلون وويني.

شنونکي وايي، پاکستاني توپ وهونکي ونه توانېدل چې د هند پر وړاندې د ۱۲۰ منډو هدف پوره کړي. فخر زمان، افتخار احمد، شاداب خان او عماد وسیم هڅه وکړه خو هڅې یې بې ځایه وې او لوبه یې کاواکه کړه.

هند دغه لوبه په شپږو منډو وګټله او د پاکستان لپاره یې سوپر اته ته رسېدل تقریبا ناشوني کړل، که امریکا ایرلنډ ته ماتې ورکړي، د پاکستان لپاره د نړیوال جام سفر پای ته رسولی شي.

محسن نقوي وويل چې د پاكستان كرېكټ لوبډله بهد نړۍ يوه غوره لوبډله كړي، ځکه چې د بایللو ټول لاملونه ورته معلوم دي او تر ټولو اوس ښه ور څرګنده شوه چې په لوبډله کې کوم بدلونونه راولي.

د سعودي عربستان څېړنیز مرکز: د حج پر مهال د جل وهلو له پېښو د مخنیوي تدبیرونه نیول شوي

۲۱ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱۰ جون ۲۰۲۴، ۰۶:۱۰ GMT+۱

په سعودي عربستان کې د ملک فیصل تخصصي روغتون څېړنیز مرکز یوه څېړنه ښيي، چې د تودوخې له لوړېدو سره سره د حج کوونکو د جل وهلو ۷۴ سلنه پېښې یې راکمې کړې دي. د دې څېړنې له مخې د ګرمۍ له امله د مړینې کچه هم ۴۷ سلنه کمه شوې ده.

د شرق الاوسط ورځپاڼې د یکشنبې په ورځ وویل، په دې څېړنه کې، چې د «ټراول مډیسن» په مجله کې خپره شوې، د څلورو لسیزو د هوا پېژندنې معلومات او د حج پر مهال د تودوخې د ناروغیو ریکارډونه څېړل شوي او د تودوخې د لوړېدو او ورسره د تړلو روغتیایي خطرونو ترمنځ اړیکه څېړل شوې ده.

د دې څېړنې له مخې، د سعودي حکومت د حج پر مهال د حاجیانو لپاره د ګرمۍ اړوند روغتیايي خطرونو د کمولو لپاره یو لړ تدبیرونه نیولي دي.

په اخیستل شویو ګامونو کې په خلاصو او له ګڼې ګوڼې ډکو ځایونو کې د هوا د سړېدو لپاره د سپرې کارول، د حاجیانو لپاره د اوبو او چترۍ برابرول، او د هوا د تودوخې پر مهال د حاجیانو د لیږدولو لپاره د ټرانسپورټ اسانتیاوې برابرول دي.

سربېره پردې، سعودي عربستان د تودوخې اړوند ناروغیو په اړه د حاجیانو د پوهاوي لوړولو، د حج پرمهال وړیا روغتیایي خدمتونو ته د لاسرسي ډاډمنول او په څارنه او مدیریت ښه کولو باندې تمرکز کړی.

دغه راز چاپېريال ته پاملرنه، د طبيعي هوا د زياتوالي لپاره د ودانيو ډيزاين، په سپېڅلو ځايونو کې د تودوخې کمول، د سيوري لرونکو سيمو زياتول او د ګڼې ګوڼې کمول هم د نورو شيانو په منځ کې ياد شوي دي.

پاکستان له امریکا غوښتي چې د جنوبي اسیا له هېوادونو سره "متوازنې اړیکې" جوړې کړي

۲۰ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۹ جون ۲۰۲۴، ۱۸:۰۷ GMT+۱

په واشنګټن کې د پاکستان سفیر مسعود خان د امریکا له متحدو ایالتونو وغوښتل، چې د جنوبي اسیا له هېوادونو سره متوازنې اړیکې جوړې کړي. ښاغلي خان په یوه امریکايي فکري خونې کې په خپله وینا کې له واشنګټن څخه وغوښتل چې "له هند سره له حده زیاته همغږي ونه کړي."

د پاکستان دولتي خبري اژانس د غبرګولي په ٢٠مه نېټه خبر ورکړ، چې د پاکستان سفير وويل، چې د امريکا او د جنوبي اسيا د هېوادونو ترمنځ د برابرو او متوازنو اړيکو ساتل به په سيمه کې د سولې او امنيت په ټينګښت کې مرسته وکړي.

مسعود خان وویل: "له هند سره د متحده ایالاتو د زیاته موافقه پالیسي د سویلي اسیا هېوادونو سره په اړیکو کې د ستراتیژیک توازن ساتلو لپاره د دې هېواد دودیزه پالیسي ردوي."

د پاکستان او امريکا تر منځ د اړيکو په اړه ښاغلي خان وويل، چې دواړو هېوادونو د امنيت، اقتصاد، روغتيا او تعليم په برخو کې خپلې اړيکې تازه کړې دي.

د پاکستان دا اندېښنه په داسې حال کې راپورته کیږي، چې امریکا په وروستیو کلونو کې له هند سره خپلې پوځي او اقتصادي همکارۍ زیاتې کړي دي.

پاکستاني سیاسي شنونکي وايي، چې واشنګټن له نوي ډیلي سره د نږدې اړیکو غوښتونکی دی، ځکه دغه هېواد ته په اسیا کې د چین د مقابلې په سترګه ګوري.

روسۍ سندرغاړې: چمتو یم چې د اقتصادي فورم په څنډه کې د طالبانو لپاره سندرې ووايم

۲۰ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۹ جون ۲۰۲۴، ۱۷:۱۱ GMT+۱

روسي رسنیو راپور ورکړی، چې روسۍ سندرغاړې لیوسیا چیبوتینا ويلي، چې چمتو ده د سینټ پیټرزبورګ د اقتصادي فورم په څنډه کې د طالبانو د پلاوي لپاره سندرې ووايي. چیبوتینا په خندا سره وویل، چې لېواله ده، طالبانو لپاره يو کوچنۍ کنسرټ جوړ کړي.

د سنټ پیټرزبورګ ۲۷م اقتصادي فورم د جون له پنځمې نېټې څخه تر اتمې نېټې پورې ترسره شو، چې د روسیې د رسنیو په وینا؛ د ۱۳۶ هېوادونو استازو پکې ګډون کړی و.

روسي رسنۍ لايف رو راپور ورکړی، چې په دې ناسته کې د طالبانو پلاوي د ډېرو پام ځان ته اړولی دی.

د اصلي بحثونو په څنډه کې ليوسيا چيبوتینا د روسيې «شاټ» رسنۍ ته ويلي؛ دا چمتو ده، چې افغان پلاوي ته کنسرټ ورکړي.

د طالبانو د بنسټ اېښودونکي ملا عمر ورور او د دې ډلې د کار او ټولنیزو چارو وزیر عبدالمنان عمري د چهارشنبې په ورځ (د غبرګولي ۱۶مه) د یوه پلاوي په مشرۍ د روسیې په سنټ پیټرزبورګ کې په ۲۷ اقتصادي فورم کې د ګډون په موخه روسیې ته ولاړ.

د طالبانو د امربالمعروف وزارت په ټول افغانستان کې د موسیقۍ پر تولید، نشر او اورېدلو رسمي بندیز لګولی دی.

په افغانستان کې د طالبانو د نېږدې درې کلنې واکمنۍ په موده کې ډېر هنرمندان نیول شوي، شکنجه شوي، وزګار شوي او تبعید شوي دي.

طالبانو په رسمي توګه په راډیوګانو او ټلویزیونونو کې د موسیقۍ خپرول او نشرات بند کړي او د کابل پوهنتون د ښکلو هنرونو له پوهنځي څخه یې د افغانستان د موسیقۍ انستیتوت او د موسیقۍ څانګه منحل کړې ده.

د ایران د ولسمشرۍ ټاکنې؛ د ولسمشرۍ د ټاکنو د نوماندانو نوملړ اعلان شو

۲۰ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۹ جون ۲۰۲۴، ۱۵:۳۰ GMT+۱

د ایران د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د وړ کاندیدانو نوملړ د یکشنبې په ورځ (د غبرګولي ۲۰مه) اعلان شو. د ایران نګهبان شورا د علیرضا زکاني، سعید جلیلي، امیرحسین غازي زاده هاشمي، مصطفی پور محمدي، باقر قالیباف او مسعود بزشکیان په ټاکنو کې د ګډون لپاره وړتیا تایید کړې ده.

له همدې امله یو شمېر مهمې څېرې چې په دې ټاکنو کې نوماندې وې د نګهبان شورا له خوا بې واکه شوې.

محمود احمدي نژاد، علي لاریجاني، اسحاق جهانګیري، مهرداد بذرپاش، وحید حقانیان، محمد مهدي اسماعیلي په نااهله کاندیدانو کې شامل دي.

له نوم لیکنې سمدستي وروسته لاریجاني خپل تبلیغاتي کمپاین پیل کړ، چې په مجازي فضا باندې تمرکز کوي او د پایلو تر اعلان پورې یې په عمده توګه د معیشت لپاره ټاکنیزې ژمنې کولې.

هغه په ​​تېر پړاو ټاکنو کې د نګهبان شورا له خنډه تېر نه شو. داسې ښکاري؛ هغه چې یو وخت د واک په محور کې یو له خورا باوري کسانو څخه و او د ملي امنیت د عالي شورا د منشي او د ولسي جرګې د رییس په څېر څوکیو پاتې شوی، له دې بې واکه کېدو سره به نور هم له سیاست څخه څنډې ته شي.

دا دویم ځل دی، چې محمود احمدي نژاد د نګهبان شورا د منفي نظر سره د ولسمشرۍ په ټاکنو کې له ګډون څخه منع شوی دی.

نوموړي په ټاکنو کې له نوم لیکنې وروسته د کومې ځانګړې پېښې له یادولو پرته په نږدې راتلونکي کې په ایران کې د بنسټیزو بدلونونو ژمنه کړې وه.

د ولسمشریزو ټاکنو په لومړیو ټاکنو کې ۸۰ کسانو ځانونه نوماند کړي وو.

د نګهبان شورا ویاند هادي تهان نظیف د یکشنبې په ورځ (د غبرګولي ۲۰مه) اعلان وکړ، چې د کورنیو چارو وزارت له خوا د نوماندانو د نومونو له رسمي اعلان وروسته به انتخاباتي کمپاینونه پیل شي.

اصلاح غوښتونکو د «اصلاح جبهې» په نوم عباس اخوندي، مسعود پزشکیان او اسحاق جهانګیري د نوماندانو په توګه معرفي کړي وو، چې که دوی د نګهبان شورا له فلټر څخه تېر شي، نو په ټاکنو کې به یې ملاتړ وکړي.

د وړ نوماندانو په توګه د پزشکیان شتون ته په پام سره، تمه کیږي چې اصلاح غوښتونکي به د دې نوماند په ملاتړ سره په ټاکنو کې برخه واخلي.